fbpx

ستونزې په خبرو حل كيږي

kandahar-tea-drinkerعبدالروف قتيل خوږياڼى

څه نا څه دا درې لسيزې په افغانستان كې مرگو گډه ده اوهغه افغانان، چې د خپلې خاورې له بشپړتيا او ملي واكمنۍ سره د زړه له كومې مينه لري وژل كيږي، كورونه يې تالا كيږي او د خپلو خوږو عزيزانو د وير او ماتم پرټغرونو كېنول كيږي.

د سرحدي سيمو خلكو ته چل جوړدي او د شټوني او سټونې لپاره ورته هم د ټوپكود شپېليو خولې نيول شوي

اوهم له هوا د دوى پر كورونو زركيلويي او پېنځه سوه كيلو يې بمونه راوريږي، د ودونو د خوښۍ او خوشحالۍ مراسم يې د تكفين او تجهيز پر مراسمو بدليږي او د اكثريت د لږولو لپاره په دقيقه شمېرنه وژنې كيږي، خو وژونكيوو ته دا نه دى ويل شوي، چې: ملتونه په وژلو نه مري او دا بې رحمي به، چې په پوره بې كفايتۍ د هوش په ځاى په كې له جوش كاراخيستل كيږي؛ د غوږ گټلو په ځاى به د غارتگرو او بلو سگرو ځواكونو سرونه  وخوري. دوى بايد په دې وپوهيږي، چې جنگ د ستونزو د حل لار نه ده، ستونزې ښايې د خبروله لارې حل شي؛ ځكه، چې افغانان د پېړيو په بېلابېلو پوړيو كې د نړۍ له زبرځواكونو سره په جنگونو كې سرلوړي راوتلي او د هغوى شونډكونه يې د جگړې د ډگرد فاتحاتو په شان په خاورو لړلي دي، دوى هم د ميوند په جگړه كې او هم د كابل د خلكو په پاڅون كې داسې ځواكونو ته تباه كوونكي او وژونكي گوزارونه وركړي، چې په استعماري قلمروونو كې يې لمرنه ډوبيده.

مونږ په دې باور لرو، چې دوى به د ميكناټن بغارې او د ډاكټر برايډن نيم ژواندى زگيروي هېركړى او په اوسنۍ روانه جگړه كې به يې سد سر ته راغلى وي او په دې به پوهيدلي وي كوم چا ، چې دوى ته پرافغانانو د بريد بلنه وركړې وه يوه غولوونكې بلنه وه او د بيا ځواكمنيدو لپاره بلنه وه، چې هيڅكله به رښتيا نه شي. په دې پوهيدل پكار دي، چې افغانان هيچاته پور نه پريږدي؛ چې سل كاله وروسته خپل غچ او انتقام واخلي بيا هم وايې، چې بيړه مې وكړه.

د دې لپاره، چې هم افغانان هم بلوسگر ځواكونه او هم گاونډ ځواكونه خوندي پاتې شي پكار دا ده، چې له افغان وژنې لاس واخستل شي د ځمكنيو ځواكونو بې رحمانه حملې او د الوتكوهوايې چترونه او لپاسه پرې د راز راز توغنديو توغول په بشپړه توگه بند شي، پردې د دوه گاونډ هېوادونو ترمنځ په گيلو او ناندرو كار نه كيږي، چې د كونډو ښځو په شان يو له بل گيله وكړي او ووايي ته زمونږ په چارو كې لاس وهې او امنيت خرابوونكي عناصر ستا په هېواد كې روزل كيږي او دلته زمونږ په هېواد كې ټولوژنې كوي او بل وايې، چې نه! زمونږ هېواد د افغانستان په امن او امنيت خوشحاليږي.

دغه تورونه لگول بې ځايه ښكاريدل؛ خو په پاكستان د اسامه بن لادن د وژلو څرگندونې په ډاگه كړه، چې د پاكستان په رښتيا هم زمونږ په كورنيو چارو كې ډېر خطرناك لاسونه ول او اوس لگيا دي د وزيرستان او كويټې له لارې دا كاركوي.

دا، چې څوك رښتيا وايې نه پټيږي؛ خو سمه خبره دا ده، چې څه غنم لامده دي او څه ژرنده پڅه ده. هم گاونډ ملامت دي او هم افغانان ملامت دي؛ دا سمه نه ده، چې يو پړ وبولو او بل وړ وبولو.

گاونډ دولتونه په افغانستان كې يو ځواكمن او په پښو ولاړ حكومت منځته راتلل په خپله گټه نه بولي او افغانستان هم د گاونډ په نسبت په تورونو كې زياته وايي.

د دې لپاره، چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ موجوده ستونزه په ښه توگه حل شي او دواړه هېوادونه پخپلې راتلونكې ډاډ پيدا كړي؛ يوه داسې لاره لټول پكار دي، چې د قول او عمل ملتيا او د دواړو سپېڅلتيا په كې وي.

يو وخت د طالبانو او شمال ټلوالې له خوا افغانستان ته ستونزه پيدا شوې وه؛ هغه وخت په ويل كيدل، چې:

د افغانستان ستونزه د افغانانو ملي روحيې ته په پاملرنه په جرگه حل كيدى شي.

زما خيال دى، چې دا ځينې نړيوالې ادارې هسې د افغانستان د ستونزې د حل چيغې وهي؛ ځكه دوى دا كار له زړه نه كوي او په دې كار كې ليواله او ډاډمن هم نه دي. بله دا، چې د دوى اپروچ (چلن) له دې ستونزې سره ناسم دى؛ ځكه، چې دوى د افغانستان په تاريخي، كولتوري او سايكا لوژيكي روحيه، چې زه ورته ملي روحيه وايم، نه پوهيږي.

زه د خپلې مطالعې او د افغانستان له ملي روحيې سره سم وايم، چې د افغان ستونزې حل په دوه ټكو كې راتلى شي:

يو دا، چې بهرني لاسوهنه دې بشپړه بنده شي.  بل دا، چې د افغانستان خلكو ته دې واك وركړشي.

د بهرنۍ لاس وهنې معنا يوازې د وسلې مرسته نه ده، چې بنده كړى شي، يوازې سياسي خوا نه ده، چې په ظاهره هڅانده وي، بلكې په بشپړ ډاډ دې وغواړي، چې د جنگ ټولې لارې چارې بندې كړى شي.

د خلكو(كورني) واك معنا دا ده، چې د افغانستان ټول بچي دې په دې اتفاق وكړي، چې تېرپه هېر؛ هر چا، چې هر څه كړي د هغو له په پام كې نيولو پرته، حق وركړشي، چې د افغانستان د خلكو له ملي روحيې سره سم د افغانستان د مقدساتو اوعنعناتو مطابق په گډه خپل راتلونكى جوړ كړي.

زما موخه او هيله دا ده هر څوك، چې وي؛ تېرې خبرې او زاړه يادونه دې هېر كړي پخپلو كې دې سره كېني او د افغانستان د ستونزې حل دې راوباسي. كه څوك د دغې موخې له مخې لويه جرگه جوړوي او يا جوړيږي له دې پرته بله ښه لاره نشته.

دغه راز هغه وخت، چې د امريكې او دهغې د متحدو هېوادونو پوځي ځواكونو د افغانستان پرملي او مادي ارزښتونوخېټه نه وه اچولې او د افغانستان د مطلق اكثريت خلكو په وژنه يې د شمال ټلوالې په لمسونه لاس نه و پورې كړى يعنې د (۲۰۰۰ ع) كال د نومبر په ۲۳ نېټه په هغه غونډه كې، چې د افغانستان د نظام جوړونې تر سرليك لاندې په پېښوركې د امريكا د قونصلگرۍ د عامه پروگرامونو د څانگې او د افغانستان د مطالعاتو د مركز په گډه همكارۍ جوړه شوې وه د جنوبي اسيا او منځني ختيځ د سياسي او اقتصادي چارو ماهر او د امريكا د ايلونس پوهنتون استاد پروفيسور واينبام ويلي وه:

د افغانستان امن او آبادي د پاكستان په شمول د ټولې سيمې په گټه ده؛ په افغانستان كې، چې څه روان دي او يا څه كيږي دا د هيچا په گټه نه دي.

ده وويل: (( د افغانستان د ستونزې د حل لارې دوه دي)) يوه لاره يې دا ده، چې جگړه ختمه شي؛ ځكه، چې اوس هلته جگړه يو كسب او يوه دنده گرزيدلې ده، بېلابېل خلك د لوږې له لاسه د جگړې معاش ته زړه ښه كوي.

دوه يمه لاره يې بيا جوړونه ده او وگړيو ته د سالمو مصروفيتونو ميندل دي، چې له جگړو راوگرځي؛ ځكه، چې خلك بايد د سولې ژوند ته د راگرځيدو يوه وسيله ولري.)) ده د خپلې وينا  په وروستۍ برخه كې دې ټكي ته هم نغوته وكړه، چې: (( د هند حكومت هم د افغانستان په اړه اندېښنه لري، خو دغه اندېښنه د افغانستان او افغانانو په خاطر نه، بلكې په دې خاطر ده، چې په افغانستان كې د پاكستان د نفوذ مخه ونيسي.))

دا؛ خو وې د هغه وخت خبرې، چې پرديوافغانان په خپلو كې اچولي او غوښه چاړ كړي وه.

اوس، چې پرديو زبرځواكونو د خپلو متحدينو په ملتيا د افغانانو په عامه وژلو لاس پورې كړى او د افغانانو په وژلو كې له خپلو ډېروعصري او مدرنو وسلو له كارولوسره سره په گونډو شوي دي؛ نو له پاكستان څخه يې په گيله او گواښ لاس پورې كړى، چې پاكستان د جگړې اورته لمن وهي، خو پاكستان په بېلابېلو بڼو وايي، چې د جگړې عاملين په افغانستان او پاكستان كې دننه دي.

حقيقت، چې هرڅه وي هغه به وي؛ خو له دې سترگې پټول نه دي پكار، چې د افغانانو وژونكيواو د ارزښتونو بدلوونكيوله افغانستان څخه بې برغولې كټوۍ جوړه كړې؛ ځكه هغه كټوه، چې برغولى ونه لري په كې له هرې خوا هرڅه ورلويږي.

د افغانستان په نسبت د نورو هېوادونو اندېښنې د دې لپاره دي، چې هر يو خپلې گټې ليوني كړي دي. له دې سره د دوى كار نشته كه افغانستان وران وي كه ودان؛ دوى يې څه كوي، بلكې هر څوك خپل لالى په پام كې لري.

په دې د دوى كلكه عقيده ده، چې په افغانستان كې قوي، با ثباته او ځواكمن حكومت منځته راتلل د دوى په گټه نه دي.

اوس بيا داسې اټكل شوى، چې د ورورۍ خبرې پيل شي او دې لانجې ته، چې د افغانستان خلك يې د تباهۍ سره مخ كړي د حل لار پيدا شي. الله پاك دې وكړي، چې په سپېڅلې عقيده او پاك زړه د ورورۍ غېږې خلاصې شي او ناړاميو ته د پاى ټكى كېښودل شي؛ بهرنيان په افغانستان له لاسه وهنې تېر شي او خلك دې ته اړ نه شي، چې جگړه پراخه كړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د