افغانستان

ډيويډ کيمرون په نا اعلان شوي سفر کابل ته را رسيدلی

نن ټکی اسیا( جمعه، تلې ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د بريتانيا لومړی وزير ډيويډ کيمرون په نا اعلان شوي سفر کابل ته رارسيدلی دی.

نوموړی به د ايتلافي حکومت له نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي، نورو چارواکو او افغانستان له خپلو عسکرو سره وګوري.

ډيويډ کيمرون وايي، چې په افغانستان کې د خپلو او نړيوالو د موخو د ترلاسه کولو لپاره يې ډېرې قربانۍ ورکړي.

کيمرون زياته کړه، چې بريتانوي، ځواکونو افغانستان کې ډېرې سترې قربانۍ ورکړي او تر اوسه د دوی ۴۵۳ نارينه او ښځينه عسکر وژل شوي او زرګونو نور يې ټپيان شوي دي.

د روان کال تر پايه به بريتانوي ځواکونه له افغانستانه وځي او يو شمېر عسکر به د افغان عسکرو د روزنې لپاره پاتې وي.

ډيويډ کيمرون به ولسمشر اشرف غني سره د هغه کنفرانس په اړه هم خبرې اترې وکړي، چې راتلونکې مياشت لندن کې افغانستان سره د راتلونکو اړيکو او مرستو په اړه جوړيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x