افغانستان

د کابل هوايي ډګر د کرزي په نوم ونومول شو

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د ولسمشر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د وزیرانو شورا پریکړه کړې چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نوم ونوموي.

د چارو د ادارې لوی ریاست او د وزیرانو شورا دار الانشاء لخوا  رسنیو ته لېږل شوې  راغلي چې د ولسمشر اشرف غني احمدزي به مشرۍ تېره ورځ مازدیګر مهال د ارګ ګلخانۍماڼۍ کې ناسته دایره شوه.

په  ناسته کې نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي پخوانی ولسمشر حامد کرزی خدمتګاره، وطندوست او پوه سیاستمداره وګڼلو  او له کابېنې یې وغوښتل څو له نوموړي سره په خپلو چارو کې مشورو ته دوام ورکړي.

خبرپاڼه کاږي چې د کابېنې په ناسته کې په اتفاق پریکړه وشوه چې د کابل نړیوال هوايي ډګر به د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نوم ونوموي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د کابېنې د پریکړې په اړه لازم اجراآت وکړي.

پر دې سربېره،‌ پرېکړه دا شوه په هغه کور کې چې اوس ښاغلی کرزی اوسېږي، له دې کبله هغه ته ډالۍ شي، چې هغه په کابل کې کور نه لري.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې مشرانو جرګې هم پریکړه کړې وه چې د کابل هوايي ډګر دې د حامد کرزي په نوم ونومول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

یعنی څه؟ یعنی دکابل هوایی ډګر دغلو دګر؟ یا په پټه او غیر قانوی دبهرنی استخباراتو دجاسوسی دپاره پیسې اخیستلو ډګر؟ یا بی کفایته ډګر؟ مالخولیایی ډګر؟ اشغالی ډګر؟ که دا ټولی چی وویل شوه او په مجموعی ډول دجنایکارانو او دجاسوسانو دمندوی ډګر؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x