ورزش

اسیایي لوبو پایلوبه: ښه توپ اچونې سري لنکا تر ۱۳۳ منډو محدود کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۳ل):  د اسیايي لوبو د کرکټ په پایلوبه کې افغانستان د ښه توپ اچونې پر مټ وتوانېد څو د سري لنکا په څېر لوبډله تر ۱۳۳ منډو محدوده کړي.

په جنوبي کوریا کې روانې اسیايي لوبو کې د افغانستان په استازیتوب یواځې کرکټ او تکوندو یو څه لاسته رواړنې لري.

افغانستان کرکټ لوبډلې تر دې مهاله یو د سپينو زرو مډال ګټلی او نن کوښښ کوي د سرو زرو مډال تر لاسه کړي.
په پایلوبه کې سري لنکا پچه وګټله او د لومړی توپوهنې پریکړه يې وکړه. سري لنکا خپل لومړی مهم لوبغاړی ترنګا په دوهم اور کې له لاسه ورکړ، ترنګا د نسیم بړیچ په بال ویکټ کيپر قسیم خان کیچ کړ.

د ترنګا تر سوځېدو ورسته سري لنکا ډیره تېزه لوبه پیل کړه، د سري لنکا د ملي ټیم لوبغاړي چندیمل او تیرمنې د ۷۲ منډو په شراکت سره منډې تر ۷۹ ورسولې. په ۷۹ منډو کې  د فضل الرحمن په بال مهم لوبغاړی چندیمل وسوځېد.

دا مهال داسې اټکل کېدله چې ښايي سري لنکا افغانستان ته تر ۱۶۰ او ۱۷۰ پورې منډو هدف وټاکي خو محمد نبي دا خوبونه ريښتیا کېدلو ته پرې نښودل او د سري لنکا د لوبغاړو په سوځولو يې پيل وکړ.

چندیمل تر سوځېدو وروسته نبي ترېمنې، ډي سلوا، رامبوک ویلا او اوډانا وسوځول.

همدا راز ګلبدین نایب په ۴ اورنو کې ۱۶ منډې ورکړلې او ۲ مهم لوبغاړي يې وسوځول.

سري لنکا په ۷۸ کې یو لوبغاړی سوځېدلی و او په ۱۳۳ کې ټول لس لوبغاړي يې وسوځېدل.

د کرکټ پوهانو په اند افغانستان بېټنګ که څه هم قوي دی، خو سربېره پر دې هم د سري لنکا سره ډیر قوي توپ اچونکي شته چې پر مټ یې کولای شي افغانستان لوبغاړي ژر ژر وسوځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x