ورزش

هندوستان د آسیا نوی اتل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د جنوبي کوریا په انچن ښار کې د آسیايي لوبو په جریان کې پرون هندوستان هاکي لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکولو سره سرو زرو مډال وګاټه او هاکې لوبه کې د آسیا نوی اتل شو.

د لوبې په درېیمه دقیقه کې پاکستان گول وهلو سره په لوبه کنټرول حاصل کړ. ټاکل شوي وخت کې لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسیده.

څلور کاله وړاندې آسیايي لوبې چین هیواد کې په لار اچول شوې وې چې پاکستان د هاکي پایلوبه کې مالیزیا ته په ماتې ورکولو د آسیا اتلولي وګټله.

هندوستان وروسته له ۱۶ کلونو په آسیايي لوبو کې د سرو زرو مډال وگاټه. له دې مخکې هندوستان په ۱۹۹۸ز کال کې جنوبې کوریا ماتولو سره د سرو زرو مډال گټلی و.

د دې کامیابۍ په نتیجه کې هندوستان د ۲۰۱۶ ز کال اولمپیک لوبو ته لار وموندله حال دا چې پاکستان اولمپیک کې گډون لپاره باید ډیرې نورې لوبې و گټي.

په پایلوبه کې پاکستان د لوبې په درېیمه دقیقه کې د گول په وهلو له هندوستانه مخکې شو.

د لوبې په دوهمه برخه کې هندې لوبډلې سخته لوبه وکړه او د پاکستان په لوبډلې فشار ډیر شو چې په نتیجه کې کوتا جت سنګ د لوبې د دوهمې برخې په ۱۲مه دقیقه کې گول وهلو سره لوبه برابره کړه.

د لوبې تر آخره دواړو لوبډلو ډیر چانسونه له لاسه ورکړل او په گول وهلو بریالي نه شول. پاکستاني گول ساتونکی عمران بټ دغه لوبه کې ډیر ښه وځلید او د هندوستان دري باوري گولونه يي ناکامه کړ.

دغه لوبه هندوستان په پینلټي کې وگټله او په هاکې لوبه کې د آسیا نوی اتل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x