د دروغو ګوډی لیکنه: زخمي افغان

news_conference_as_Lutfullah_Mashalدروغ  هغې خبرې ته ویل کیږي ، چې له واقع سره مطابقت نلري ، مطلب  واقعیت یو څه وي  خو یوڅوک یې تعبیر بل ډول کوي .

که ددروغو فلسفه راسپړو کیدای شي لیکنه ډیره اوږده شي ، خوپه ټوله کې ویلای شو ، چې دروغ دانسان لپاره ترټولو سپکوونکی صفت دی ، په اسلام کې دروغ دمنافق لومړنۍ علامه بلل شوې ، چې په بناء یې زمونږ دکلیو سپین ږیري

هم دیوټولنیز اصل په توګه په دې سره یوه خوله دي او ټول په عامه محاوره کې په دې خبره ژبه ټکوي    ( سي دروغ وايي آغه بي ایمانه وي ) رښتیا هم ، په دروغ  ویلو، سره له دې چې څوک کافر کیږي نه ،خو ایمان ته یې ضرور خلل رسوي ، چې همدې ته نفاق وایي .

په عامه ژوند کې دهغه چرګ چې له سپیده داغ سره غبرګ وزرونه ټپوي او  اذان کوي ، خبره خلک مني خو د دروغجن انسان  خبره له قسمونو او بیا بیا ټینګار سره سره هم څوک  نه مني او نه باور  پرې کوي .

ددروغو له همدومره بدوالي سره سره به شاید داسې کسان خورا کم وي چې بالکل دروغ نه وايي ، ډیری خلک په خپلو خبرو کې په قصد او یاهم  په سهوه دروغ وایي ، خو په مجموع کې په ټولنه کې ددروغو صفت دمنطقیانو په اصطلاح کلي مشکک دی چې شته خو ، مګر څوک لږ او څوک ډیر وایي .

کلیوال متل کوي  وایي ( ګډیږي خو هرڅوک مګر پلانۍ ابۍ  یې جندر باسي ) نوپه ټولنه کې هم دروغ ډیر خلک وایي مګر ځیني کسان داسې وي چې دروغ شرموي اود دروغو جندر باسي ، هغه چې په رښتیا ویلوکې یې خدای نصیب نه وی کړی ، چې په ژبه څه راوړي  نو دروغ وي ، چې داسې کسان بیا دټولنیز قضاوت له مخې د (دروغو ګوډي) بلل کیږي .

دلته غواړو د دروغو همداسې یو مشهور ګوډی  دروپیژنو ، چې په دروغ ویلو کې پوره مهارت لري او کله هم په معمولي دروغو خپل ګټلی نوم له لاسه نه ورکوي .

لطف الله چې له څه مودې راهیسې په مشعل غږ کوي ، یو وخت یې دپښتونخوا دټل په یوه مډل سکول کې ورځ دپاک سرزمین په بوللـه پیلوله ،بیا یې دپیښور په افغان ادبي بهیر کې شاعرانه چمونه شروع کړل  ، خو چې امریکا رانازله شوه ، دډیرو نورو غوندې یې ایله  خپل څراغ په اوبو کې روښان ولید، سرترنوکه یې پخوانی اخوانی پوست واچاوه او نوی یې په تن کړ، دیوه امریکایي الاصل امریکایي  زلمی خلیلزاد سره یې خدایزده دکوم چاینل له لارې  اړیکي تودې کړي ، او دامریکاپه سفارت کې یې دکولتوري سلاکار دنده پیل کړه ، دغه راز یې دیوه بل افغاني الاصله امریکایي علي احمد جلالي سره هم شناخت وموند او دکورنیو چارو  د وزارت  دویاندي دنده یې خپله  کړه .

خو خیر دلته دده په ژوندلیک ډیر نه تم کیږو خو دومره وایو چې همدا ښاغلی چې په یادو ادارو کې یې مردارې بڼې تلې کړي ، وروسته د دروغو او بردګۍ درسمي کورس لپاره لندن ته ولاړ  او همالته  دانګلیسي درګاه په وړاندې ترقبولیت وروسته  څوکاغذي مډالونه او بادراوړي دوکتوراوې په اوږو وروټومبل شوې ، او په نوي پتلانه کې  بیادجګړې ډګر ته راواستول شو .

نوموړی چې له څه مودې راهیسې دکابل دملی امنیت  دویاندۍ په دنده ګمارل شوی په رسمي توګه یې دخپل فن (دروغ پرانۍ ) اظهار ته ملاتړلې  .

دا دروغجن چې دخبري کانفرانسونو خورا شوقین دی او تراوسه یي ماشاءالله ښه څټ پرې کړی دی ، هر ورځ ددروغو نوی ماډل نندارې ته وړاندې کوي ، کله وایي دطالبانو په سلو کې ۹۱ بریدونه  له ترسره کولو مخکې کشف کوو ، کله دکابل جوماتونه د بم جوړونکو ځالې بولي ، او کله بیا دمومین خان په ښامار کې دچړې سرې کولو په دود په پوره جسارت سینه ډبوي ، چې داسامه ځایګی   داینجانب  دمعلوماتو په اساس وموندل شو.

له څه مودې راهیسې لکه  چې دنوموړي په دروغو چندانې ټېغ نه وه ختلی ، نوځکه یې  نن  بیامطبوعاتو ته یوه بله نادره شتۍ کړې ده .

نوموړي مطبوعاتو ته ویلي چې دطالبانو داسلامي تحریک مشرملامحمد عمر  نادرکه شوی او یاهم وژل شوی دی !!؟

داده سوړه !! نه پوهیږم دا زوی مړی ځان بزرګ بولي چې کشف ورته کیږي او که دټپوس خوندې خوب ویني چې داسې نادر کشفیات کوي ، دکرزي دګړبیدلې ادارې !؟؟ کاري ظرفیت او دراکت خو موږ ته معلوم ده چې شعبې او کاري ځواکونه یې څومره مسلکي او ځواکمن دي ، دشاعرخبره . . . په خوله که نه وایم شلیدلی ګریوان چیغې وهي . . .  که موږ هیڅ هم ونه وایو دکندهار سوړې  چیغې وهي چې دمشعل صاحب  استخبارات !؟؟ څومره زورور  او ذر ه بیني دي ،ددفاع وزارت  په دوهم پوړ کې جګړه ، او دچهارصدوبستر حمله  چیغي وهي ، چې دمشعل کشف  څومره فعال دی .

که مشعل له مطبوعاتي کانفرانسونو سره مینه لري کولای شي ، دا خمار په نورو موضوعاتو مات کړي ، داسې شنه درواغ چې انساني عقل یې له شانه پیژني ، دده او دده دنورو ولینعمتانو هیڅ درد هم نه شي دوا کولای .

د دروغو له دې ګوډي نه هیله کوو چې نور خپله  خوله وتړي ، نوموړی ته په کار ده چې دخپل دفتر چاپیرچل ته خپل استخباراتي فوکس راټول کړي ترڅو کومه ورځ  دبلې دنیا مرغۍ ترې جوړه نه شي ، که نوموړی په خپل ټول استخباراتي جال سره دکرزي په حکومت  کې خپل ژوند وساتی او ډالري حسابونه دوچند کړي همدا به یې ستره کارنامه وي  ، نورې بې ځایه لاپې یې دخلکو خولو ته اچوي چې بیا به سپکه بڼکه ترې جوړه وي .

زخمي افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د