نظــر

د عدم تشدد چیغې وهونکو ته

لیکوال او ژورنالست : عبدالمجید عارف

د ګاندي  د عدم تشدد ناره د باچا خان له نارې سره توپیر لري د ګاندي  موخه دا وه چې د نورو له تشدد ځان وساتئ وسله او قوت پیدا کړئ د ګاندي هند اوس اتومي وسلې لري، مریخ ته راکټونو توغوي او دسیالانو سیال دی هیڅوک یې د بیا نیولو خوب نه شي لیدای خو پاچاخان او لارویانو یې ویل چې وسله ما ساتئ دوښمن که تاسو په تو پک ولي تاسو منډې ترې وهئ او لارویان یې اوس هم په همدې عقیده  دي د پاچا خان پښتونخوا تر ورځې بلې ته بربادیږي ورانیږي کور کور ته یې جګړه او لوږه رسیدلې له اوسیدونکو یې د تېښتې لوری ورک دی هر څوک یې نیولو او لوټلو ته بډې رانغاړي اکثریت پښتانه فرهنګیان او د پاچاخان لارویان ډوډۍ نورو ته د جاسوسۍ ، چاپلوسۍ او غلامۍ له لارې پیداکوي.

د عدم تشدد چیغه هم د بادار د خوښ ساتلود خپلې ارادې د اظهار  په موخه وهي کنه ښه پوهیږي چې هېڅ یې هم په وس نه دي پوره   یو هېواد تر بل هر څه زیات مجهز فوځ او پر مختللې وسلې ته اړتیا لري هغه وخت موږ د تشدد مخه نیولی شو چې زما په لاس کې وسله وي ته مې تر وړاندې چاته چاقو ګواښوې نود تشدد مخه دې نیوای شم او که ته مې په څپېړه وهې زه درته ژاړم دا نو عدم تشدد نه بلکې سوچه بې ننګي او داله توب دی.

موږ هره ورځ نارې وهو چې بهرنیان دې افغانان نه وژني کورونو ته دې نه ور اوړي په کندهار کې د ۱۷ کسانو ښځو او ماشومانو امریکایی قاتل دې محکمه شي د خلکو په کورونو دې بمبارد نه کیږي په افغانانو دې هېڅ ډول تشدد نه کیږي خو بهرنیان له ۱۴ کالو راهیسې وایي چې موږ پلټنې او فکر کوو چې افغانان په بخښنه غوښتلو ارزي کنه خوهره ورځ بهرنیان  پر لپسې ولسي بې ضرره بې وسلې او بې وسه افغانان وژني له ډولونو یو ډول تشدد خو هره ورځ ورباندې کیږي ستا د پاچا خان چیغه هم نه اوري که دوی دې وژني ته ترې منډه کړې بیا خو دې په دنیا کې ځای ورک دی غټ پړانګ درنه جوړوي چې هر چېرته دې څوک پیدا کړي لاس تړلی دې ورته راولي په اوس وخت کې خلکو ته د عدم تشددلارښوونه  زموږ لپاره نه ده باید امریکایانو او نورو زورواکو ته دا لارښوونه وشي مړه تاسو فرهنګیان هم لکه د تبلیغیانو سکه وروڼه هغوی هم د مسلمانانو په کونه پسې شوي کافرانو ته تبلیغ نه کوي په غرب کې یواځې تمثیل کوي خو په میلیونونو مسلمانان یې له کاره ویستي دي د ورځې خوبونو کوي  او د شپې ویښ ناست وي کار نه کوي او نور له کاره باسي.

د پاچا خان د عدم تشدد فلسفه دده نه ده هغه بریتانوی فلسفه وه هغه وخت چې بریتانیا غوښتل له نړۍ خپله لمن ټوله کړي د نورو ډېرو په څېر یې پاچا خان ته هم د چیغو وهلو حق ورکړ دده یواځې د عدم تشددچیغه وه چې په لکونو خلک یې داووسان کړل هغه وخت چې زموږ فوځونه په دنیا خپره وي او پر لپسې جګړې ګټي سیمې نیسي موږ باید د عدم تشدد چیغه ورپسې ولرو چې بې وسلې او بې ګنا کسانو باندې تشدد ونه کړي اوس دا چیغه زموږ لپاره شرم دی هغه دپاچا خان د زوی غني خان خبره

چې دې  وس د بدو نه وي
څه به ته څه به دې ښه وي
هغه ښه له بدو بد وي
له ناکامه چې ته ښه کړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x