سږ کال تر ۲،۵ میلیونو زیات کسان د حج فریضه ادا کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د نړي له کونج کونجه په لکونو کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره مکې ته رسېدلي او نن د حج مهم رکن په عرفات د ودریدلو لپاره تللي دي.

حاجیان به نن د ذي الحجې په نهمه د عرفات په میدان او غونډۍ ودریږي او د ماسپښین او مازدیګر د یوځای لمونځ کولو وروسته به ورځ په دعا او ذکر کې تېروې.

د لمر د ډوبېدلو وروسته به حاجیان د مزدلفې په لور روانیږي او شپه به په مزدلفه کې کوي.

تر دې وروسته به سهار د ذي الحجې په ۱۰مه د شیطان ویشتلو، قربانۍ، ويښتان کمول یا کلول لپاره منی ته  او بیا د افاضې طواف کولو لپاره به مکې ته  درومي.

حاجیان به په منی کې د تشریق ۳ ورځې په منی کې د شیطان ویشتلو لپاره تيروي او که څوک په تلوار کې وي، کولای شي په دوه ورځو کې شیطانان وولي او بیا د وروستي طواف لپاره مکې ته ولاړ شي.

امنیتي تدابیر

دا ځل د حج لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د راپورونو له مخې ۷۰ زره امنیتي ځواکونه پر دنده دي او بیت الله تر ۱۷۰ زیاتو دروازې خلاصې شوي.

همدا راز د دوه سختو ساري مرضونو ایبولا او کورنا  لپاره هم سخت صحي تدابیر نیول شوي دي.

سعودي چارواکي وايي چې روان کال کې ۱،۴ میلیونه مسلمانان له بهره حج ته راغلي او په سلګونو زره کسان  د هېواد دننه خلک حج کوي.

روان کال کې تر ټولو زیات حاجیان د اندونیزیا څخه راغلي چې ټولټال شمېر يې یو لک ۶۸ زره او ۸۰۰ دی. تر اندونیزیا وروسته پاکستان  او هند دي چې  ۱ لک او ۴۳ زره او ۱ لک او ۳۶ زره کسان په ترتیب سره د حج لپاره تللي دي.

د افغانستان څخه سږ کال ۲۴ زره کسان د حج لپاره تللي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د