افغانستانورزش

کرکټ پایلوبه کې سري لنکا افغانستان مات کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د سري لنکا کرکټ لوبډلې په پایلوبه کې افغانستان مات کړ.

افغانستان د اسیايي لوبو په دغو سیاليو کې خورا ښه لوبه کړې وه خو نن د سري لنکا توپ اچونې ته ټینګ نه شو او بال پر بال يې لوبغاړي وسوځېدل.

د  افغانستان له لوري زیاتې منډې نجیب ترکي وکړې، نوموړي په ۱۶ بالونو ۱۷ منډې جوړې کړې.

نور ټول لوبغاړي، په ۱۰، ۸، ۶، ۳، ۲ او صفر وسوځېدل.

افغانستان خپلې لومړنۍ ۳ ویکټې په ۲۰ منډو له لاسه ورکړلې او تر دې وروسته یې هم کومه د پاموړ ښه لوبه ونه کړله. نورې ویکټې په ۳۰، بیا پر ۳۶، بیا پر ۴۶ دوه ویکټې، پر ۵۳، بیا پر  ۵۶ او وروستۍ ویکټ په ۶۵ منډو له لاسه ورکړله.

د سري لنکا له لورې اجنټا مینډس ښه بال وکړ او په ۴ اورنو کې د ۱۳ منډو په ورکولو سره ۳ ویکټې واخېستلې.

افغانستان لوبډلې چې د سرو زرو مډال اخېستل يې ستر ارمان و، پوره نشو.

تر دې وړاندې سري لنکا افغانستان ته ۱۳۴ منډې هدف ټاکلی و.

د افغانستان له لوري کپتان محمد نبي ښه بالینګ وکړ، نوموړي په ۴ اورنو کې د ۱۸ منډو په ورکولو سره ۴ ویکټې وسوځولې.

لومړی راپور دلته کتلای شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x