نظــر

دامریکایې ښکېلاک له لوري دافغان ولس ځاني تلفات

nangarhar_12years_old_grils_killed_by_natoسید سعید

ګرانولوستونکو! دتأسف ځای دی  چي اوس په اصطلاح دبیان ازادۍ په دورکي هم پرافغان ولس دډیموکراسۍ دپوځیانوله لوري دډول ډول وژنواوظلمونوپه اړه رسنۍ څه نه خپروي داڅه چي نشرسوي دي اویاخپریږي هغه بیخي د«مشت نمونه ای خروار»په توګه دي .

په لاندي کرښوکي هڅه کووچي دګران هیوادافغانستان له ګوټ ګوټ څخه دروان میلادي (۲۰۱۱)

کال دتېروڅلورومیاشتودملکي تلفاتوهغه ارقام وړاندي کړوچي وخت په وخت دنړیوالواوکورنیورسنیوله خواخپاره سوي دي .

جنوري :

دجنوري پر۲مه نیټه دکونړولايت له اسمارولسوالۍ په شال نومي سیمه کي دبهرنیوځواکونوپه یوهوایې بریدکي «دوه تنه ماشومان اویوه ښځه »په شهادت رسیدلي دي .

دجنوري پر۸مه نیټه دکونړولايت دماڼوګي ولسوالۍ په ترري سيمه کي دامریکایې الوتکود بمبارله امله «درې »تنه ملکي هیوادوال شهیدان سوي دي .

دجنوري پر۱۶مه نیټه رسنیوخبرورکړچي امریکایې الوتکودميدا ن وردګ ولايت د سيدابادولسوالۍ دتنګي درې په جوزرین کلي کي «څلور»تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي .

دغه رازدجنوري پر۲۴مه نیټه دلوګرولايت په پل علم کي دوه تنه ملکي وطنوال په داسي حال دیرغلګرودبریدښکارسول چي په غره کي یې تیږي ماتولې ،دبمبارله امله دشهیدانویو ډامپرموټرهم په بشپړه توګه سوځیدلي دي .

فبروري :

دفبروري پر۴مه  نیټه دننګرهارولايت د لعلپورولسوالۍ په دریناپارچاوسیمه کي امریکایې ځواکونودیوې چاپې په ترڅ کي دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي .

دفبروري پر۶مه نیټه رسنیوخبرورکړچي : دکندهارولايت دخاکريزولسوالۍدچنارپه سيمه کې امریکایانوپه یوهوایې بریدکي څلورتنه ملکیان شهیدان کړي اودرې تنه یې ژوبل کړي دي .

دفبروري پر۸مه نیټه د هلمندولايت دګریشک ولسوالۍدقلعه ګزدګوندیانوپه سیمه کي دامریکایې ځواکونوپه بمبارۍ کي دیوې کورنۍ څلورتنه غړي (پلاراودرې زامن ) شهيدان شول .څلورواړه شهیدان سوي  ملکي افغانان ووچي دچاسره یې کوم سیاسي یاپوځي تړون نه درلود.ويل کيږي چي په  دې بمباري کې ملکي خلکو ته دځاني تلفاتوسربيره مالي زیانونه  هم اوښتی دي .په همدې نیټه دلغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کي هم دامریکایانوپه چاپه کي څلورتنه ولسي وګړي شهیدان اوزخمیان سوي دي .

دفبروري پر۹مه نیټه خبرونوکي ویل سوي چي :دهلمندولايت دموسی کلاولسوالۍدخواجه دادپه سیمه کې امریکايي عسکرودخپلوعملیاتوپه ترڅ کي  ددووتنوسپين ژروپه شمول شپږتنه بي ګناه کسان شهيدان اودرې نوريي ژوبل کړي دي  .

دباوري سرچینوپه حواله دفبروري پر۱۶مه نیټه د هلمند ولايت مرکز(لشکرګاه)ته نزدې دناوې ولسوالۍدنګاري په سیمه کې امريکايي ځواکونودخپلوعملیاتوپه لړکې دیوې کورنۍ څلورتنه غړي پلار( حاجي عبدالخالق) اودرې زامن يي په خپل کورکي په ډزوشهيدان کړي دي .

دفبروري پر۲۰مه نیټه رسنیودکونړدوالي فضل الله وحیدي له خولې خبرورکړچي :د کونړولايت دغازي ابادولسوالۍ په ايلګل، څوکۍ اوادره ګل سيموکي دامریکایې ځواکونوددرنوبمباریوله امله «څلورشپیته »تنه ملکي هیوادوال شهيدان سوي اویوشمېرنورټپیان سوي دي .والي وحیدي وویل چي :دپیښي دڅیړني په موخه یې  سیمي ته پلاوی لیږلی دی ؤچي اوس بیرته راستون سوی دی ،دپلاوي دڅیړني په اساس په دغوبمباریوکي «څلورشپیته »تنه ولسي وګړي وژل سوي چي شل تني یې ښځي اونهه ویشت یې ماشومان دي .په ټوله کي ددې  ولسي مرګ ژوبلي زیاتره قربانیان ښځي اوماشومان دي . پرځاني تلفاتو سربېره په سیمه کي پنځوس  کورونه هم وران شوي دي .ددې پیښي څخه دوې ورځي مخکي بهرنیوځوکونوادعاکړې وه چي دکونړپه غازي ابادولسوالۍ کي یې دهوایې بریدپه پایله کي پنځه دیرش تنه طالبان وژلي دي  ،خووروسته معلومه سوه چي ټول زیان ملکیانوته رسیدلی دی .په افغانستان کي دبهرنیوځواکونوترټولولوي قوماندان پیټریوس دیادوملکي ځاني اومالي زیانونه دخبرپه غبرګون کي وویل چي :«افغانانوخپل بچیان خپله قصداسوځولي اووژلي دي چي دولسي مرګ ژوبلي شمېره زیاته  وښیې !!».دپیټریوس دیادواوتوبوتوپه اړه ډیری افغانانوله هیواده بهراودننه غبرګونونووښوده ،دپیټریوس خبره  یې دافغانانودکلتوراوعنعناتوسپکاوی اودده ماشومانه اواحمقانه توجې وبلله .

رسنیوخبرورکړچي :دفبروري پر۲۱مه نیټه دبهرینوځواکونوپه بمباردکي دننګرهارولايت دخوګياڼوولسوالۍ په قيلغوسيمه کي شپږ تنه ولسي وګړي شهيدان سوي دي .خبروایې چي : دغه سړي چې په کوريې بمبارشوی په ياده سيمه کي دامريکايي سرتېروپه بيس کي اشپزي کوله، نوموړی په بمبارکي وژل شوی اودده ښځه اوڅلورماشومان هم شهيدان شوي دي .دهمدې بمبارپه ترڅ کي یادکورته څیرمه دیره څلورتنه طالبان هم وژل سوي دي . 

دفبروري پر۲۴مه نیټه د کاپيساولايت دآله سای ولسوالۍ کي بهرنیوځواکونوپرهغوپنځوتنوولسي وګړوبمباري وکړه چي غره ته دخس خاشاک دراټولواوښکارله پاره تللي ووچي له امله یې پنځه واړه هیوادوال شهیدان سول . په همدې نیټه دهلمندولایت دمارجې ولسوالۍ دوردوګوبلاک په سیمه کي هم بهرینوعسکرودرې تنه ملکي هیوادوال شهیدان اودوه نوریې ټپیان کړي دي .

مارچ :

دمارچ پرلومړۍ نیټه دکونړد ماڼوګي ولسوالۍ دننګلام تنګي څخه رسنیوخبرورکړچي دبهرنیوځواکونودبمباریوله امله « نهه  »تنه ماشومان شهيدان سوي دي .یاده پیښه هغه مهال رامنځته سوې  چي وژل سووماشومانو دسون توکي (لرګي )راټول چي دبریدښکاراوټول شهیدان سوي دي  .

درسینودهغوراپورونوپربنسټ چي دمارچ پر۵مه نیټه  یې خپاره کړل ویل سوي چي :امریکایانوپه یوه چاپه کي دخوست ولايت د نادرشاکوټ ولسوالۍ دشمباوټ سيمي په جکي کلاکلي کي دګڼوکورونودتلاشیووروسته دوه وروڼه اويوبل کليوال شهيدان کړي دي .خبرزياتوي چې یرغلګروعسکروله يادي سيمي نه نهه  تنه کليوال له ځان سره دبنديانوپه توګه هم بیولي دي  .

دمارچ پر۸مه نیټه رسنۍ خبرورکوي چي : دهلمندولايت دسنګين دجګړه ځپلي ولسوالۍپه بېلابیلوسیموکې دیرغلګروځواکونوله خوادمارچ په لومړۍ اونۍ کي «ده پنځوس »(۵۲)تنه ولسي وګړي شهیدان سوي دي .دیرغلګرودچاپواوډزوله امله ډیری ولسي خلګ دخپلوکورونوڅخه نورونسبتااراموسیموته کډه سوي دي اوهغه کورنۍ چي پاته دي دامریکایانوله خوامجبوریږي چي یاددوی په ملاتړټوپک واخلي اوپه اصطلاح دمخالفینوپرضدوجنګیږي اویاخپل کلی کورتخلیه کړي ،دڅوخالي کړل سووکلیونومونه په لاندي  ډول دي: دخانانوکلی ،پيرزوکلی ،بارګزوکلی ،بخشک کلی ،خاشوکلی،ملاعزيزالله کلي ،هزارګانوکلی،ملک عبدالله اکاکلي ،دکلاميانوکلی ،دچيناری کلی،زعفرانی کلی ،ګاروکلی ،چارده ،خواجه ګدای ،داحمدزوکلي ،ګنبتي ،اوسرکيله داهغه سيمي دي چې اوسيدونکي يي ټول کوچیدلي دي .

دمارچ پر۸مه نیټه دلوګرولايت دڅرخ ولسوالۍ په خروټوکلي کي اشغالګرودوه تنه عام وګړي شهيدان کړي .دباوري منبع دخبرپه اساس بهرنیوعسکرولومړی د وژل سوو هیوادوالوپرکورچاپه اچولې وروسته یې کوروالا  سخت وهلي اوبیایې په شهادت رسولي دي .

دمارچ پر۹مه نیټه د نيمروز ولایت دخاشرودولسوالۍدقلعه نوپه اړونده سیمه کې دبهرنیانوپه چاپه کي یوتن ولسي هیوادوال  شهيدسوې اودوه نوريي خارجیانوله  ځانوسره خپلومرکزونوته وړي دي .

دمارچ پر۱۰مه نیټه دکندهار ولايت دژړۍ ولسوالۍدسنګحصارپه سیمه کې دامريکايي ځواکونوپه بمباري کې «درې »تنه بي ګناه خلک شهيدان اودوه نورژوبل شوي دي .

دمارچ پر۱۵مه نیټه دکونړ ولايت دڅوکۍ ولسوالۍ په کتوقلعه سيمه کي دامريکايي ځواکونوودبمبارله امله «دوه» تنه عام خلک شهيدان سوي دي .

دسیمه ییزورسنیوله قوله دمارچ پر۱۹مه نیټه دکونړولايت د شيګل ولسوالۍ دلاحسين سيمي په لاهوري کلي کي امريکايي عسکرودخلکوپه کورونوچاپه ووهله اوپه بې رحمانه  توګه يې دخلکودکورونوتالاشي پيل کړه،چي په پایله کي یې «لس »تنه ولسي هیوادوال  دښځواماشومانوپه شمول شهیدان او«پنځه »تنه ټپیان سوي دي  . دځایې استوګنوپه ویناچي زیانمن سوي خلګ ټول بزګران اوغریب کاروو،دطالبانوسره یې کوم تړاونه درلود.

دمارچ پر۲۴مه نیټه خبروکړچي :د هلمندولایت دمارجي ولسوالۍ دقاري صدي دکنجک په کلي کي امریکایانودعاموخلکوپه کورونوبمونه غورځولي  دي ،چي له امله يي «پنځه» تنه ملکي هیوادوال شهیدان سو ي دي . ويل کيږي په وژل شويوکسانوکي دوه تنه سپين ژري  هم شامل دي

دمارچ پر۲۷مه نیټه  خبرورکړچي :دهلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې بهرینو ځواکونو دملکي وګړو دسپرلۍ پرموټر بمبارکړی دی ،چې له امله یې اووه  تنه ولسي  وګړي شهیدان او اته تنه نور ټپیان شوي دي .بهرنیانویاد بمبارتائیدکړی خودایې هم منلې چي دناسمومعلوماتوله مخي یې بریدکړی دی .

دمارچ پر۲۹مه نیټه خبرورکړچي :د جوزجان ولايت دقوشتپه ولسوالۍ په قريه طالب خيل اوقريه پاره شورکي دامریکایې وعسکروله خوادیوې چاپې په ترڅ کي څلورتنه عام وګړي شهیدان سوي دي . دسمیه ییزوخلګوپه ویناچي وژل سووکسانودکوم سیاسي یاپوځي جریان سره تړاونه درلود،بلکي ټول غریب کلیوال ووچي دناسمواستخباراتي معلوماتوپربنیاد دنړیوالودبریدښکارسول .

اپریل :

داپریل پرلومړۍ نیته یرغلګرودکندوزولايت د امام صاحب ولسوالۍ دمرکزاړوندملاافغان کلي کي دیوې چاپې په ترڅ کي دکورونودروازې ماتي کړي اوبیاتلاشي کړي ،خلګ یې وهلي ټکولي اوبالاخره یې «دوه »تنه عام وګړي شهیدان کړي او«دوولس »تنه یې بندیان کړي دي .

داپریل پر۳مه نیته امریکایانود هلمندولایت دکجکي ولسوالۍ دزمينداوردچارده په سیمه کي دولسي خلکوپه کورونوچاپه اچولي او«دوه »تنه عام وګړي یې په ناتارډزوکي شهیدان سوي  دي .

داپریل پر۳مه نیته دزابل ولايت دشاه جوی ولسوالۍ مرکزته نژدې دفخان په کلي کي امریکايي ځواکونودبي ګناه خلکوپه کورونويرغل اوډزي کړی ،چي په پایله کي یې «یو»تن ملکي هیوادوال اومیرمن یې شهیدان سوي او«یو»ماشوم یې ژوبل سوي دي .

داپریل پر۴مه  نیټه  رسنیوخبرورکړچي :دکابل ولايت په چهاراسياب ولسوالۍ کي امریکایانوچاپه وهلې چي په ترڅ کي یې «یو»تن ملکي هیوادوال (حاجي محمدیاسین )تروهلووروسته شهیدکړی اودهغه زوی یې دبندي په توګه له ځان سره کوم نامعلوم ځای ته وړی دی .دسیمه ییزوخلګوپه ویناچي وژل سوي حاجي صاحب دمجاهدینوسره تړاونه درلودنوځکه نه پوهیږي چي ولي دیادي پیښي ښکارسو.

داپریل پر۴مه نیته نیواکګرو دهلمندولايت دکريشک ولسوالۍ دقلعه ګزپه سیمه کي دحاجي مسعودپه کلي درنه  بمباري کړې ده ،په بمبارکي دولسي خلګوکورونه په نښه سوي چي له امله یې ديوه کور«څلور»تنه غړي (پلار،دوه زامن اويوه ميرمن) شهيدان شوي دي .په دغه بمباریوکي ملکي خلګوته دځاني تلفاتوسربیره مالي زیانونه هم اوښتي دي .

داپریل پر۵مه نیته امریکایانوپه سرپل ولایت کي پریوکورپه حمله کي «شپږ»تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي .امریکایانودعوه وکړه چي په یادبریدکي یې طالب سرتېري په نښه کړي دي ،خووالي وویل چي : وژل سوي کسان ټول ملکیان دي .

داپریل پر۱۰مه نیټه دميدان وردګ ولايت دسيدابادولسوالۍ په تنګي سيمه کي یرغلګروعسکرودملکي خلګودسپرلۍ په موټرډزي کړي چي له امله یې «درې »تنه ولسي وګړي شهیدان او«دوه» تنه ژوبل سوي دي .

داپریل پر۱۲مه نیته د بادغيس ولایت دغورماچ ولسوالۍ دتزناوه په سیمه کي امریکايی ځواکونودولسي خلکوپه کورونويرغل کړی چي په نتيجه کي يي «ديارلس» تنه ملکي هیوادوال شهيدان اوګڼ نورژوبل سوي دي . سمیزخلک وايي شهيدان اوژوبل کسان ټول ددې سيمي عام خلک دي اودطالبانوسره یې هيڅ ډول تړاونه درلود.

داپریل پر۱۲مه نیټه دمیدان وردګوولایت دسیدابادولسوالۍ دتنګي درې دګلابخېلوکلي ته پرغځیدلې لارامریکایانو«دوولس »تنه ملکي هیوادوال په ډزوشهیدان کړي اوژوبل کړي دي .پیښه هغه مهال رامنځته سوه چي یرغلګرځواکونه په سیمه کي دموجودبیس پرېښوولوته اړایستل سول  ،نوپه لاره چي تلل اوکوم څوک یې لیدل هغوی یې په نښه کول .ړشهیدانواوټپیانوپه جمله کي  موټرچلونکي ،بایسکل سواره ،پیاده تلونکي اونورلارویان اودخپلوکورونوڅخه راوتونکي افغانان شامل دي  .

داپریل پر۱۳مه او۱۴مه نیټه دامریکاپه فلوریډاایالت کي دمتعصب اووحشي پادري ټیري جونزله لوري دقرآن عظیم الشان دسوځوني دغندني په موخه په ټول افغانستان په ځانګړې توګه دکندهارپه ښاراوولسوالیوکي پراخ ولسي لاریونونه ترسره سول .مظاهره چیانودوحشي تورزړي پادري یادعمل په سختوټکووغانده اودنړیوالوڅخه یې دهغه (کافر)دمحاکمې غوښتنه وکړه چي دبیان دازادۍ په پلمه یې دیونیم ملیاردمسلمانانومؤمن به کتاب (قرآن مجید)لولپه کړ،خودډیموکراسي پوځیانوپه کندهارکي پرمظلومومظاهره چیانودخپلوټوپکوخولې راواړولې چي په ترڅ کي یې «شپاړل »تنه ددین په مینه مست افغانان شهیدان اوتر«سل «تنه ډیرژوبل سول .

داپریل پر۱۵مه نیته رسینوخبرورکړچي : یرغلګروعسکرودکابل ولایت په چهارآسیاب ولسوالۍ کي پریوکوردیرغل په ترڅ کي ددغه کور«یو»تن وژلی اوبل تن یې بندي کړی دی .سیمه ییزوخلګورسنیوته ویلي چي بهرنیوپوځیانودعملیاتوپه پایله کي ددغه کورمیرمني په سپیوداړلي دي ،دکورنیوچارووزارت هم یادعملیات تائیدکړي دي خودپیښي په څرنګوالي یې ناخبري ښوولې ده .

داپریل پر۱۸مه نیټه رسنیوخبرورکړچي : دپروان ولايت په مرکزکي دولسي خلکویوپراخ لاریون روان دی ،ولسي خلګووروسته له هغه په مظاهره لاس پوري کړچي بهرنیوعسکرودتلاشیوپه ترڅ کي پنځه تنه ولسي وګړي دبندیانوپه توګه خپلومرکزونوته یووړل .لاریون کونکوچي ددولت اویرغلګروپرضدیې شعارونه ورکول  ژرترژره یې دبندي سویوخلګودخوشي کیدوغوښتنه کوله ،عسکروچي قهریدلي مظاهره چیان ولیدل نودټوپکوشپیلۍ یې ددوی پرخواورواړولې چي له امله یې «څلور»تنه ملکي وګړي شهیدان اوزیات شمېرنورټپیان سول .

داپریل پر۲۰مه نیته نیواکګرو دکونړولايت د دانګام ولسوالۍ په سابندۍ نومي سيمه کي دطالبانوسره ترمخامخ جګړې وروسته سیمه بمباري کړې چي په ترڅ کي یې «نهه »تنه ولسي وګړي (دوې ښځي اووه ماشومان )شهیدان سوي دي .

داپریل پر۲۱مه نیته امریکایې ځواکونود هرات ولایت دکشک کهنه ولسوالۍدزمان کاريزپه سيمه کي وروسته له هغه چي دطالبانوپه کمین کي راګیرسول اوځاني تلفات ورواوښتل ،پرملکي وګړواوکورونویې دتوپونوناتارډزي وکړې چي په ترڅ کي یې «اته »تنه ولسي خلګ شهیدان سوي دي ،پرځاني تلفاتوسریره ملکي خلګوته مالي زیانونه  هم اوښتي دي.

داپریل پر۲۴مه نیته خارجي عسکرو دتخارولايت داشکمش ولسوالۍ په پخرک کلي کي ديودهقان سړي په کور چاپه وهلې،ملکي خلګ یې وهلي ټکولي دي ،څلورتنه یې بندیان کړي او«یو»کس یې په شهادت رسولی دی .

داپریل پر۲۵مه نیټه یرغلګروځواکونوداروزګان ولايت دچارچينوولسوالۍ دګورګين په سیمه کي دولسي خلکوپه کورونوچاپه اچولي چي په ترڅ کي یې «څلور»تنه ملکي وګړي شهیدان او«دوه »تنه ژوبل سوي  دي .دسیمه ییزوخلګوپه ویناچي بهرنیانو«درې »کسه ملکي وګړي دبندیانوپه توګه دځان سره وړي دي .

داپریل پر۲۷مه نیته یرغلګروعسکرودکابل ولايت دده سبزولسوالۍ په  تره خېل کلي کي چاپه وهلې اوپه ډیره بې رحمانه توګه یې دکورپه انګړکي ډزي کړي چي له امله یې «یوه »میرمن شهیده سوې او«یو»ماشوم ژوبل سوی دی .

دپکتياله ګردي څېړۍ ولسوالۍ څخه داپریل پر۲۷مه نیته رسنۍ خبرورکوي چي بهرنیوځواکونوددغي ولسوالۍ په سرانه کلي کي پریوکوردیرغل په ترڅ کي « درې» تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي اودوه تنه بندیان کړي دي .

داپریل پر۲۸مه نیته د بادغيس ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ دجان دوستي په کلي کي یرغلګروځواکونودعاموخلکوپه کورونوچاپه اچولې چي په ترڅ کي یې «اووه »تنه عام هیوادوال شهیدان سوي او«دوه »تنه نورژوبل سوي دي . بهرنیوعسکرو«اووه »تنه ملکي وګړي هم بندیان کړي دي .

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي =،پژواک اژانس ،اسلامي اژانس ،بینواویبپاڼه ،لراوبر= ،تاند= ،روهي =]

دامریکایې ښکېلاک له لوري دافغان ولس ځاني  تلفات

سیدسعید

ګرانولوستونکو! دتأسف ځای دی  چي اوس په اصطلاح دبیان ازادۍ په دورکي هم پرافغان ولس دډیموکراسۍ دپوځیانوله لوري دډول ډول وژنواوظلمونوپه اړه رسنۍ څه نه خپروي داڅه چي نشرسوي دي اویاخپریږي هغه بیخي د«مشت نمونه ای خروار»په توګه دي . په لاندي کرښوکي هڅه کووچي دګران هیوادافغانستان له ګوټ ګوټ څخه دروان میلادي (۲۰۱۱)کال دتېروڅلورومیاشتودملکي تلفاتوهغه ارقام وړاندي کړوچي وخت په وخت دنړیوالواوکورنیورسنیوله خواخپاره سوي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x