روغتیا

د شامي حس مو راتلونکي عمر ټاکي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): ډاکټر د خلکو تیر عمر کې د بویولو حس اندازه معلومولو سره دا اندازه کولی شي چې راتلونکي پنځه کلونو کې ستاسو د ژوندي پاتې کیدلو چانس څومره ده.

د پي ایل او ایس ون  (PLOS ONE) یو سروې چې ۳۰۰۰ کسانو په کې گډون کړی و د هغوي له جملې څخه ۳۹٪ کسان چې د بویولو حس يي کمزوری و په پنځه کلونو کې له منځه ولاړل او ۱۰٪ هغه کسان چې بوی يي په صحیح ډول تشخیصولی شو ژوندي پاتې شول.

ساینسپوهان وايي چې د شامې حس له منځه تلو سره انسان نه مري خو دا د انسان لپاره یوه ابتدايي اخطار دی چې باید جدي ونیول شي.

د شیکاگو پوهنتون څیړونکې د ۵۷ او ۸۵ کلونو تر منځ عمر لرونکې يوي ډلې څخه د بویولو ازموینه واخیسته. په دې ازموینه کې د تور مرچ، کب، مالټه، ګلاب او چرم بویونه شامل وو.

پنځه کاله وروسته د دې ډلې څخه ۳۹٪ هغه کسان چې په دې ازموینه کې کمې نمبرې اخیستې وې او څلور یا پنځه غلط ځوابونه يي ورکړي وو مړه شوي وو، په داسې حال کې چې ۱۹٪ کسان چې د بویولو قوي او یا هم معتدل حس يې درلود ژوندي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x