افغانستان

ټول والیان سرپرستان اعلان شول

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۳ل):  ولسمشر اشرف غني احمدزي د یوه فرمان په صادرولو سره د ۳۴ ولایتونو والیان سرپرستان اعلان کړل.

د چارو د ادارې لوی ریاست او وزیرانو د شورا د دار الانشاء له لورې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نوي والیانو تر مقرریدو پورې ټول زاړه والیان د سرپرستان په توګه منظور شوي.

همدا راز د نوي والیانو تر ټاکل کېدو پورې هيڅ والي نشي کولای چې څوک له دندې منفک یا نوی کس په دنده وګماري.

دا په داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني احمدزي ټول وزیران سرپرستان اعلان کړل.

ولسمشر اشرف غني دغه فرمان په داسې وخت کې صادروي چې تر دې وړاندې یې د بلخ والي عطامحمد نور سره په ارګ کې ولېدل.

عطا محمد نور  څو ځل ګواښونه کړي وه چې هیڅوک یې لرې کولای نشي خو د ولسمشر اشرف غني سره په خبرو کې یې بیا ویلي چې د والیانو د بدلېدو او نوي والیانو د ټاکل کېدو ملاتړ کوي.

داسې اټکل کیږي چې ولسمشر اشرف غني احمدزي نوموړی تر ولایته د سترې دندې په تمه کړی دی.

نور له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د بلخ ولایت والي دی او څو وار یې د ولسمشر کرزي فرمانونو سرغړونه کړې.

نوموړی که څه هم د حکومت برخه و، خو سربېره پر دې یې هم پر پخواني ولسمشر کرزي تورنه لګول او د ټاکنو پر مهال یې کرزی پر درغلیو تورن کړ.

ویل کیږي چې عطامحمد نور به  یا پر خپله دنده پاتې شي او یا هم د کورنیو او دفاع وزارت د وزیر په توګه وټاکل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x