افغانستانخبرونه

الجزیره ټلویزیون: پاکستان د طیب اغا د کورنۍ غړي خوشي کړي

نن ټکی آسیا (جمعه، تلې ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): الجزیره ټلویزیون نن خبر ورکړی چې پاکستان په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر، طیب اغا دوه وروڼه چې پنځه میاشتي مخکي د پاکستان د کویټي ښار کې له خپله کوره نیولې و، نن بیرته خوشي کړي.

پنځه میاشتې وړاندې الجزیره ټلویزیون خبر ورکړی و چې د طیب آغا دوه وروڼه هر یو، یونس اغا او طاهر اغا د پاکستان په کویټه ښار کې د پاکستان د امنیتي چارواکو له خوا نیول شوي و او نن يې خبر ورکړ چې هغوی بیرته خوشي شوي.

طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د پاکستان او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د استازو تر منځ د خبرو په نتیجه کې د طالبانو د دغه سیاسي مشر د کورنۍ غړي خوشي شوي.
د یونس اغا او ورور یې طاهر اغا په اړه ویل کیږي چې د طالبانو په لیکو کې کومه دنده نه لري او په کویټه ښار کې د افغان مهاجرینو اوسیدونکو لپاره یوه دیني او عصري مدرسه لري او په همدې .مدرسه کې بوخت دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x