
طالبانو د پنجشير ولايت په مقام راکټي بريد کړی
نن ټکی اسيا (جمعه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۳ل) : د راپورونو په اساس طالبانو د پنجشير ولايت په مقام او د امنيت په رياست راکټي بريد کړی.
د طالب وسلوالو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد پړه په غاړه اخيستې او ويلې يې دي چې په دې بريد کې يې ۳ تنه پوليس وژلي او ۵ يې ټپيان کړي دي.
ذبيح الله مجاهد د خپلو معلوماتو له مخې ويلي چې په وژل شويو کې ۲ کسان د ملي امنيت کارکونکي او نور پوليس دي.
له سيمي نه ترلاسه شوي خبرونه وايي چې د ولايت په مقام او د امنيت په رياست نن له غرمې وروسته يو شمېر راکټي مرمۍ وار شوې.
دطالبانو قوت ورځ تربلې پرختیا مومي دټولې نړۍ کفار راټول شول خو طالبان یې مات نکړای نشول دنړۍ دټولو هیوادونو دفاع وزارتونه دا ارمان کوي چې کاش دطالبانو په شان پوځ یې درلودلې .