نظــر

موږ خو د استادانو فتواوو تر دغه ځایه ورسولو!

لیکوال: ملاجنت ګل

پر کابل توغندي وريدل، هر لور ته د بمونو او ماتمونو شور ماشور و، فضا ګردونو پر سراخيستې وه، د وينو او بارودو لوغړن بويونه وو، پر کابل ښار د استاد رباني په مشرۍ د مجاهدينو واکمني وه، د کابل ښار او شاوخوا ټولې پوستې او وسلوال ګروپونه د نظار شورا وو، چې مشري يې فقيد احمدشاه مسعود کوله.

څنګه چې په اول کې د مجاهدينو ترمنځ د شوې معاهدې له مخې حضرت صبغت الله مجددي دوه مياشتي ورپسې استاد برهان الدين رباني څلور مياشتي د جمهوري رياست لپاره منل شوي وو؛ خو د اهل حل وعقد په نامه د خپلو قومندانانو د يوې غونډې د فیصلې له مخې استاد رباني د تلپاتې جمهور رئيس تاج پر سر ايښي و، چې استاد سياف يې پخپله فتوا هر مخالف باغي ګاڼه. دا د استاد رباني د رژيم وروستي کلونه وو، د طالبانو تحريک هم د هيواد په جنوب کې سر راپورته کړی و.

موږ د حرکت له يوه قومندان سره کابل ته ولاړو، هلته ستره محکمه د حرکت انقلاب اسلامي د تنظيم په برخه رسيدلې وه، دا وخت لا د حرکت تنظيم د رباني له رژيم سره خپله مقاطعه نه وه اعلان کړې.
سترې محکمې ته لاړو، د ماسپښين له لمانځه وروسته ارګ کې د قومندانانو غونډه وه، موږ هم له خپل مشر قومندان صيب سره ارګ ته ولاړو، اول ځل و چې ښاغلي استاد سیاف مي مخامخ وليد؛ لاس مي ورسره ميلاو کړ او دا راته يو ستر اعزاز و چې له استاد سیاف سره مي مخامخ مصافحه وکړه، د حديثو استاد، د جهاد رهبر او د اسلامي دولت له ستر چارواکی سره مي مخامخ لیده کاته وشول!
استاد سیاف راغليو قومندانانو ته اوږده او جالبه وينا وکړه، دا وخت طالبان نوي نوي په کندهار کې پیدا شوي وو. هلمند او زابل ته يې هم سرایت کړی و، استاد يې په اړه د خپلې وينا په يوه برخه کې وويل: «…دا د امن فرشتي دي، د دیني مدرسو پاک زړي ځوانان دي، دوي د فساد د ورکولو او امن راوستلو لپار راپاڅيدلي دي، اسلامي دولت به د دوي پوره مرسته کوي…»

همدا راز استاد په راغليو قومندانانو او سرګروپانو غږ وکړ چې د کابل ښار د اسلامي دولت د باغيانو لخوا داسي محاصره دی (اشاره يې د ښاغلي حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب ځواکونو ته وه) لکه د احزاب په پيښه کې چې مدينه منوره د مکې د مشرکينو لخوا محاصره وه؛ خو بري الله جل جلاله د نبي عليه السلام او صحابه وو په برخه کړ او مشرکين سرټيټي په تيښته مجبور شول؛ نو موږ باور لرو چې بري به د اسلامي دولت د ځواکونو په برخه وي، د اسلامي دولت هر عسکر اوهر پولیس هغه مقام لري، کوم مقام چې د احزاب په پيښه کې صحابه وو لاره…

په دې وخت کې د نظار شورا يو سرګروپ چې فولادي جامپر يې په تن و اوبرګ دسمال يې په غاړه او پکول يې پر تندي ايښی و، له ځایه پاڅيد او د تکبير ناره يې وکړه، په ټول تالار کې د الله اکبر د غږونو زوږ پورته شو، استاد پسې زیاته کړه:«… ای د اسلامي دولت مجاهدينو، عسکرو او پوليسو! تاسي د مدينې د انصارو او د مکې د مهاجرو صحابه کرامو په څير یاست او ستاسي مخالفين د مکي د مشرکينو مثال لري. ستاسي د بوټونو ګردونه به اسماني فرشتې صفا کوي او ستاسي په سترګو د دوزخ اور حرام دی؛ ځکه تاسو د اسلامي دارالخلافة ساتنه او څارنه کوئ…».

ماښام د سترې محکمې ودانۍ ته راغلو، په غوږونو کې مي د استاد سیاف د وینا اغيز لا پاتي و، کابل مي تر پام مدينه وه او هغه هم د پيغمبر په مبارک دور کې، د ماخستن پر ډوډۍ مې تر خوا د کابل د مرافعې يو قاضي فکر وړی ناست و، تر څنګ ناست يو بل ملا ته يې په ټيټ اواز څه وويل، ورپسې يې څک څک وکړ، ماهم غوږونه څک کړل، قاضي دو باره په ټيټ اواز څه وويل چې ورسره ناست ملا په ځواب کې ترې وپوښتل: «څلور سره يې له شرمولو وروسته يې مړې کړې دي؟ قاضي: هو! شیرعلم او ممتاز پخپل لاس وژلې دي اوس غم دا دی چې استاد يې سخته دفاع کوي، بس په مړه اور کې يې بيا اور لړونی وواهه؛ اوس به يې زور تر نورو پښتنو وزي…»

د دوي له خبرو چې کله راته جوته شوه چې د استاد سياف وراره او يو سترقومندان د دشتي برچي له سیمې د هزاره ګانو څلور تور سرې تښتولې او بيا يې له بې عفته کولو وروسته مړې په ډيران غورځولې، غوږونه مې درانه سول، د حيرت او کرکې څپه راباندي خوره شوه، چې داڅه اورم؟
په سبا خبره نوره هم روښانه سوه، سبا سهار د پوهنې وزارت له يوه کابل ميشتې رئیس سره مخ شوم، چې زما د پلار پخوانی دوست و، په دې اړه مې په حيرت پوښتنې ترې شروع کړې، هغه زما حيرت ته حيرت يوړ: «وراره! ته خو بيخي په بله دونيا کې اوسې، دا ډول کیسې نن سبا د کابل روزمره خبري دي، ته به له دې هم خبر نه يې چې د دغو قومندانانو د وطاقونو او امنیتي پوستو له لاسه نجوني له بامونو ځانونه غورځوي او يوې پکې له شپږم پوړه ځان راګذارکړ!..»

د رئيس صيب د خبرو سره زما په غوږونو کې د استاد سياف پرونۍ جملې يو ځل بيا تکرار شوې: «ستاسي د بوټونو ګردونه به اسماني فرشتې صفا کوي او ستاسي په سترګو د دوزخ اور حرام دی؛ ځکه چې تاسو د اسلامي دارالخلافة ساتنه او څارنه کوئ!…»
د ماشوم په څير مي د رئيس صيب په خبرو کې ور ودانګل: ولي د مجاهدينو مشران پرې خبر نه دي؟… رئيس لکه د خپلو خبرو په پريکون چې ناراحته سو، په تريو تندي يې راغبرګه کړه:
مشران- مشران! مشران يې پخپله مشري کوي، د ورځې د مرګونو او راکټونو باران وي، د شپې عزتونه لوټ کيږي؛ دلته د ښار د امنيتي!؟ پوستو سره نږدې کورونه ټول کډي باروي او په ښار کې له مازيګره وروسته خلګ په ځان پورې د روازې قلفوي… دا خو زما د دوست دولتي رئيس خبرې وي؛ خو د څو ورځو په تيرېدو مي ډيرڅه تر ستوګو تير شول او ډير څه مي واوريدل، د کابل ښار راته د وحشت او ظلمت يو ژوندی انځور وګرځيد، د ملي امنيت يوه مامور د استاد سیاف د زوی عبدالستار کیسه هم راته وکړه چې د څو نورو ملګرو سره يې له نشې نه په بيهوشه حال کې له ډيرو ناوړه شواهدو سره په يوه کانتينرکې موندلی و او بيا يې د استاد سياف له تماس نه وروسته خپل کورته وړی و!
داسي خلک مي هم وليدل چې د کابل ښار د يوه وحشت ځپلي او کم بخته وګړي په لاس کې يې د وخت د رئيس جمهور استاد رباني هغه مکتوب هم ليدلي و، چې پرې ليکلي و”محترم قومندان صاحب لطفا زنش بتی…” خو قومندان يې بياهم ښځه پخپله پوسته کې په زورساتله!

دا د استاد سياف پر ژبه د نړۍ د تر ټولو متشريع رئيس جمهور لخوا خپل ماتحت فرد ته ليکلی حکم و! هغه هم د کابل په ښار کې، همدا په دارالخلافة کې د اسلامي قانون واکمني!؟ وه.
يوې پوستې له پل چرخي سره په اولاد ناروغه ميرمن یرغمل کړې وه، ميړه ته يې قومندان ويلي و، چې ته له پوستې د باندي انتظار وکړه، موږ ښځې په هرحال کې ليدلې دي؛ خو يو دغه صحنه مو لانه ده کتلې چې ماشوم ترې څنګه زيږي!!

دا ډول په سلګونو پيښې چې هغه وخت زما غوندي خلګو ته يوازي څو معلومي وي؛ خو اوس د نړۍ تاريخونه پرې شاهدي ورکوي؛ د تاريخ په پاڼو کې په تفصيل سره ساتل سوې او د نړيوالو بشرې ادارو په اسنادو کې په دقت سره ثبت دي.

دا حقيقت اوس له هيچا هم پټ نه دی، د سياف د پړيڅو لخوا د هزارګانو د تور سروعفت لوټل او د مزاري او خليلي د وسلوالو لخوا د پښتنو ميندو سینې غوڅول؛ رقص مرده او د ژونديو انسانانو په سرونو کې ميخونه ټکوهل، نن هم هر ځای په مثال کې ياديږي!

دا د استادسياف د هغه وخت دارالخلافة؛ اسلامي دولت او متشريع او واکمن رئيس جمهور و، چې نن هم پرې شخوند وهي!
په حقيقت کې استاد د تاريخ له اوسپنيز ديوال سره خپله ورسته ککره جنګوي، چې د خپلو مازغو له شاربلو پرته بله لاس ته راوړنه نلري.
استاد ته د تاريخ محاکمه هم نرمه ښکاری او داسي فکر کوي چې دا به هم د نړيوالو استخباراتو په څير د خپلو ګټو لپاره د ده تورمخ ورته سپين کړي.
دا خو د نړيوالو استخباراتو کرشمه وه چې د سره کمونيزم په زندان کې چې د مکتوبونو چپړاسيان او جوماتونوعادي ملايان پکې د اخوانيت او اسلام پالنې په تور تر پوليګونه ورسيدل؛ خو استاد سیاف نه يوازي ترې روغ رمټ رخصت شو، بلکې د تورخم تر پولې په ډیر درناوي بدرګه هم شو!

زه په پيښور کې د مجاهدينو د حکومت پرمهال د سياف کومې غونډې ته نه يم ورغلي او نه مي هغه وخت مخامخ د استاد کومه وينا اوريدلې، خو د استاد هغه درنې ويناوي مې ترغوږه رسيدلې چې ويل به يې: «له افغانستانه وروسته به بيت المقدس ازادوو، د روس له ماتې وروسته به د امريکا مقابله کوو؛ ظاهرشاه کافر دی، که ما د غرب ملاتړ وکړ، نو هغه وخت تاسو پوه شئ چې زه يا ليونی شوی يم اوياګمراه!

دا ډول ويناوي د هغه په ځيني رسالو او کيسټونو کې اوس هم پیدا کيږي او داسي زرګونه خلګ اوس هم ژوندي دي، چې پخپلوغوږونو يې ترې اوريدلې دي.
د استاد د ويناوو او فتواوو دومره زور وو، چې د عربي شيخانو زياته برخه بسپنه به د استاد خزانې ته تله، داسي هم شوې چې کوم شتمن عرب د مرستې لپاره ميلونونه رياله مرسته د ټولو تنظيمونو لپاره راوړې وه خو استاد ترې ټوله يوازي ځان ته تروړلې وه!

د استاد یاسر مرحوم وراره همايون چې اوس په لندن کې اوسيږي او د سياف يو بل قومندان ظابط خان دوران چې اوس هم ژوندي دي. دوي دواړه کيسه کوي چې د سعودي اوکويټ دوه ډیر ستر شتمن شیخان پیښورته د مجاهدينو د مرستې لپاره راغلي وو، استاد یاسر سياف ته په تلفون خبر ورکړ، چې ډير ستر شتمن شيخان راغلي او لومړی له تاسره ليدل غواړي، سياف ورته وويل چې په پيښورکې نه ورسره وينم زه به لاړشم د ځاځيومرکز ته، دوي هلته ما پسي را وليږه، د پکتيا د ځاځيو سیمې ته څيرمه د پاکستان په خاوره کې د سياف نظامي مرکز و، هلته په غره کې يو دوه امنيتي پوستي هم وي، چې د موټر لاره هم ورختلې وه، همايون وايي عربانو ته مو وويل: استاد سياف په جهاد کې مصروف دی، پيښور ته نشي راتلای، هغه هيله لري چې تاسو د هغه ليدلو ته هلته ورشئ.

هغوي په دې خبره نور هم ليواله شول، استاد ياسر په جيپ موټر کې زه له عربانوسره ځاځيو ته په سياف پسي واستولم، سياف ويلي و چې کله عربان د ځاځيو مرکز ته دوه يا درې کيلومتره نږدې شي،ماته دي د چيپ ډريور په مخابره خبر راکړي، هم هغه و چې مرکز ته له رسيدو وړاندي مو استاد ته خبر ورکړ؛ خو کله چې مرکز ته راغلو استاد نه و، لاندي يې کس درولی و، هغه راته اشاره وکړه چې سياف د تپې په سر کې «زيکويک» ته ختلی هلته ورشئ، زه حيران شوم چې دا ميلمانه او د تپې سر دا بيا څه لوبه ده!

موټر مي کومک ته واچاوه او په اول ګير کې د تپې سر ته روان سوم، چې د تپې سر ته نږدې سوم، د يو کس سر مي وليد چې د تپې له بره يې لاندي يوازي سترګې راښکاره کړې او نور ورک شو، له دې سره سم د زيکويک غر شو او ‌ډزې يې پيل کړې.

د زيکويک ډزونو موږ ټول په ويره کې واچولو، د تپې په سر کې مي موټر ودراوه، په هوا کې نه کومه الوتکه شته او نه يې اثرښکاري! خو استاد سياف د زيکويک په څوکۍ کې ناست دی او تش هوايي فیرونه کوي، خړ ګردونه ورباندي ګرځي او دغه اية شريف په لوړ اوازتکراروي (ومارميتَ اذ رميتَ ولکن الله رمی)
زه پوه شوم چې استاد دا ټوله مصنوعي لوبه دې ته جوړه کړي چې ميلمانه عربان تر اغيز لاندي راولي.

له يوې شيبې وروسته استاد د زيکويک له مسنده راکوز شو اوعربانو ته يې مخ ورواړوه، په عربي يې ورته وويل: بښنه غواړم، د ملحد دښمن الوتکې تر سرحد را اوښتې وې اوغوښتل يې چې زموږ مرکزونه بمبارکړي؛ خو ما بيرته وځغلولې.
څرنګه چې دواړوعربانو تر اوسه استاد په شکل نه پیژاند، ماته يې مخ راواړاوه چې دا څوک دی، ما ورته وويل دا پخپله سياف دي، عرب په ځير ورته وکتل، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، غيږ يې ورکړه او په ژړغوني اواز يې ورته وويل: «انت سياف! والله الان وجدنا اميرالمومینين»
(ته سياف يې!؟ په الله قسم چې موږ اوس رښتينی اميرالمومینين پيدا کړ)
همايون وايي چې ميلمانه عربان د سياف له دغه ډول حالت نه چې پخپله په الوتکو ډزي کوي دومره زيات متاثره شول، چې له ځانه سره راوړې هغه ټولې نقدي پیسې او ليکلي چيکونه چې له ټولو تنظيونو سره د مرستې په نيت يې راوړي وو، ټول يې يوازي استاد سیاف ته تسليم کړل.
مازيګر ته بيرته سياف له پيسو او چيکونو سره يو ځای پيښور ته ځان را ورساوه.
دا ډول ډيرې خاطري د استاد سیاف سره د نږدې پاتې شويو کسانو پر ژبو دي؛ خو موږ دلته په دې یوه کيسه اکتفا وکړه.
استاد یاسر مرحوم ويل يوه ورځ پير سید احمد ګيلاني ته ورغلم او په بحث کې مي اعترض ورباندي وکړ، چې ټول تنظيمونه اسلامي منشور لرې او دا يو ته ليبرال يې اوغرب ته نږدې يې!

پير صيب راته ويل یاسره، زه منم چې ته مخلص يې، ولي زه چې څه په زړه لرم هغه په خوله وايم او دريځ مي واضح دی، منافقت نلرم.

خو په الله قسم که ستا د تنظيم مشر(سياف) په زړه کې اسلام او اسلامي نظام غواړي، هغه د خپل جاه و جلال او واکمني لپاره بوخت دی، په هر نظام او د هر چا په غلامۍ کې که د هغه شخصي منافع وو، هلته به وي او د هغه اوسنۍ دیني او دعوتي بڼه او دعوه يوازي يو فريب او دام دی.
استاد یاسر به ويل چې د پیر صيب دغه خبره د کاڼې کرښه ثابته شوه.
اوس چې پخپله د سی ای اي مامور (ګيري شرون) پخپلو خاطرو کې روښانه کړه چې څنګه يې په ګلبهار کې سياف ته د ډالرو د ورکړې په بدله کې د هغه مرسته او فتوا ترلاسه کړه!
چې په پایله کې سياف د انجينر عارف او ممتاز په ملتيا سیمه یيز قومندانان دې ته وهڅول چې په ګلبهار کې د امريکايي جنګي الوتکو لپاره د هوايي رين وي په رغولو کې مرسته وکړي ترڅو امريکايان پر کابل عاجله بمباري شروع کړي، د ده ترڅنګ د يو بل ستر استاد له امريکا نه ګيله په دې وه چې امريکايي الوتکي ولي زما د فتوا سره سم پر افغانستان درانه بمونه نه غورځوي!
افغانستان ته د امريکايانو له راتګه وروسته، استاد سياف تر ننه د امريکا او ناټو د جګړې ترشا ولاړ دی او هيڅ ډول سوله نه غواړي.
د طالبانو او احمدشاه مسعود ترمينځ د سولې يو ستر خنډ هم د استاد سياف دريځ او فتوا وه، سياف ته نږدې سرچيني دا هم وايي چې څو ځله مسعود له طالبانو سره سولې ته مايله شو، خو د سياف مشوره او فتوا د دې کار خنډ شوه.

که له دغو استادانو سره د خپلې خاوري، خپل ملت او خپل دین غم واي، نو د جګړې د تودېدو پر ځاي به يې د جګړې د سړيدو هڅې کړې واي.
خو حقيقت دا دی چې زموږ د ملت غميزه د دغو استادانو منافقانه دريځونو او اجرتي فتواګانو همدومره اوږده کړه.
يو وخت چې د سعودي او کويټ ريالونو وو، نو استاد سياف د جلوزو په کيمپ کې د جنازې لمونځ په جهر کاوه، د کابل د جوماتونو محرابونه يې غلط ګڼل او په هر چا يې د مشرک ټاپه لګوله!
دا د ريالونو په بدل کې فتواوي وې، خو کله چې يې په کابل کې د رباني د جنازي امامت کاوه هلته بيا حنفی سو!
د رباني د واکمنۍ په دور کې له روسيې نه د چاپيدونکو افغانيو له کانتينره به چې سياف ته خپله برخه تسليميدله، نو هغه وخت بيا د رباني مخالفين د استاد سياف په فتوا باغيان وو، اوس چې بيا له ګلبهار تر پغمانه د ډالرو بنډلونه راشروع شوي نو استاد سياف د ايساف او ناټو مفتي او د امنيتي سند د امضا لپاره دلیل وګرځيد!
کاشکي زموږ د دغو استادانو فتواوي زموږ د غميزو د ختميدو لپاره وي؛ د وينو توېيو د مخنیوي لپاره وي؛ کوم رښتينی معيار او هدف يې لرلای، دا ديرش کاله موږ د دغو استادانو فتواوي اورو چې هره يوه دیبلې ضد وي.

موږ خو همدغو فتواوو تر دې ځايه راورسولو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x