نظــر

د هندوستان یو گام پرمختگ او دوه گامه شاتگ

لیکوال: لمر شرفزی

هندوستان په اوس وخت کې نسبت پخوا ته په نړېواله کچه مطرح لیدل کېږي او لامل یې هم په نړېوال سیاست کې د لویدیځ له لورې د پاکستان ښکېل کول دي، ځکه پاکستان د هندوستان رقیب هېواد دی او نړۍ نه غواړي پاکستان ته په ورنېږدې کېدو کې هندوستان له لاسه ورکړي؛ بلکې نړۍ هڅه کوي، چې د پاکستان او هندوستان انډول په نړېواله کچه یو ډول وساتي.

خو په هندوستان کې د بهرنۍ لاسوهنې او کورنۍ جگړې نه شتون دا زمینه برابره کړې، چې هندوستان په نظامي او اقتصادي برخه کې یو گام مخکې لاړ شي. د واچپای په وخت کې هندوستان نظامي پرمختگ درلود او لامل یې هم د وخت د چارواکو لخوا له پاکستان سره د سیالۍ پالل او نظامي برخې ته پراخه پاملرنه وه او همدا لامل و، چې ددې هېواد نظامي بودیجه یې لوړه کړه او اوس هر کال ۴۶ میلیارده ډالر نظامي چارو ته ځانگړې کېږي؛ خو د من موهن سینگ په وخت کې د هندوستان د اقتصاد او ټيکنالوژۍ پرمختگ هغه څه وو، چې د هندوستان نړېوال رول یې هم پیاوړی کړ او دا هېواد یې د نړۍ د اقتصادي او نظامي پیاوړو هېوادونو لیکې ته ډېر ورنېږدې کړ. د من موهن سنگ کورني او بهرني کامیاب سیاست وکړای شول، چې هندوستان په فضایي څېړنو کې هم گام پورته کړي او فضا ته د څېړنو لپاره د خپل کار په وروستیو کې سپوږمکۍ ولېږي.

اوس چې مودي په هندوستان کې د واک چارې په لاس کې لري؛ د مسلمانانو پر وړاندې دده تندلاری دریځ هغه څه دي، چې هندوستان د پرمختگ پر ځای د شاتگ پر لور ټېل وهي.

هندوستان د نړۍ په کچه د وگړو پراخ نفوسه هېواد دی. د ۲۰۰۹ز کال د سرشمېرنې مطابق د هندوستان د وگړو شمېر (۱۱۹۸۰۰۳۰۰۰) دی، چې د ۲۰۰۵ز کال د احصایې له مخې ۷۲% سلنه یې هندوان، ۱۲% سلنه یې مسلمانان، ۷% سلنه یې عیسویان، ۲% سلنه یې سیخان او پاتې ۷% سلنه په کې د نورو دینونو وگړي ژوند کوي.

د اوسني هندوستان د خپلواکۍ لپاره تر ټولو ستره قرباني د سیمې مسلمانانو ورکړه او په ۱۹۴۷-۸-۱۵ز تاریخ یې هندوستان له انگریزي ښکېلاک څخه ازاد او په یو خپلواک هېواد بدل کړ.
د گاندي تر څنگ د مولانا ابوالکلام ازاد پراخې سیاسي هڅې وې، چې هندوستان ته یې د ژوند ساه ورکړه، خو د وخت په تېریدو د مسلمانانو په سیاست کې لازمه نه مداخله ددې لامل شوه، چې مسلمانان شاته کړای شي او په هندوستان کې ورته د یو محکوم قشر په سترگه وکتل شي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ په شپو کې د نظامي محکمې او د وزيرانو د شورا په پرېکړه د بودا د مجسمو په ړنگولو په هندوستان کې د مسلمانانو پر وړاندې د هندوانو هڅې لا گړندۍ شوې او د بابري مسجد د شهید کولو پېښې هلته مېشت مسلمانان نور هم د محکومیت پر لور ټېل وهل، خو د مسلمانانو سوله یېزې او علمي مبارزې وکړای شول، چې خپلې دیني چارې په خپل موقف کې وساتي او همدا لامل و، چې کله مودي په گجرات ایالت کې والي و، نو د مسلمانانو په ځپلو کې یې په سیمه یېزو شخړو کې د هندوانو لاس محکم کړ.

مودي په مذهبي توگه تقریباً سخت دریځی هندو دی او د نورو هندوانو په څېر د مسلمانانو پر وړاندې له تشدده ډک گامونه اخلي. له کله چې مودي د هندوستان واگي په لاس کې اخیستي، نو د مسلمانانو پر وړاندې یې هڅه کړې، چې یو لړ نامشروع گامونه پورته کړي او بیا قانوني بڼه ورکړي. د مودي د کار په دویمه میاشت کې په هندوستان کې په لاسپېکرونو کې د مسلمانانو پر اذان بندیز او په دې وروستیو کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري لخوا په هندوستان او گاونډیو هېوادونو کې یې د نوې جبهې له اعلان وروسته په مسلمان مېشتو هېوادونو کې بېړنی حالت اعلانول هغه څه دي، چې د مسلمانانو د محکوم گرځولو هڅې په کې نغښتې دي.

هغه وخت چې اوسنی پاکستان او بنگله دېش له هندوستانه جلا کېدل، نو سترلامل یې د ځينو هندي سیاستوالو لخوا د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ مذهبي کړکېچونو په اړه یو اړخیز قضاوت و، چې په پایله کې یې هندوستان دوه برخې شو او وروسته د پاکستان د ځینو ناکامو سیاستونو له امله پاکستان هم دوه برخې شو او بنگله دېش رامنځ ته شو.

د ۲۰۰۵ز کال د شمېرنې له مخې مسلمانان په هندوستان کې ۱۲% سلنه دي، چې د هندوستان لویه برخه تشکیلوي. که چېرې د هندوستان اوسنی لومړی وزير “مودي” د مسلمانانو پر وړاندې خپل نامشروع گامونه همداسې پرلپسې پورته کړي، نو لرې نده چې هلته مېشت مسلمانان به د هندوستان د حکومت پر وړاندې د خپلو روا حقونو د ترلاسه کولو لپاره ټوپک ته لاس کړي او هندوستان به د اوسني پرمختگ له پوړیو کورنۍ جگړې ته ور ټېل وهي.

د ایمن الظواهري لخوا په هندوستان کې د نوې جبهې اعلان هغه څه دي، چې د هندوستان په مسلمانانو کې د را ویښېدو ساه پو کوي. که د هندوستان اوسنی حکومت په خپل سیاست کې دا باریکي درک نکړي، نو خامخا به د خپلمنځي جگړې په دودونو کې ترې د پرمختگ لاره ورکه او د شاتگ په لور به په بیړه گامونه پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x