fbpx

د ۸۰ لکه انسانانو قاتل غر!

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): بولیفیا (Bolivia) هیواد کې موجود انسان خوړونکی غر تر اوسه ۸۰ لکه انسانان وژلي.

سیرو ریکو غره کې ۵۰۰ کاله پخواني د نقرې کانونه چې د هسپانوي حکومت د عوایدو وسیله وه نن دغه غر د مرگ ځاله گرځیدلې ده چې کارکوونکې د ځان ژغورنې په خاطر د شیطان عبادت کوي.

هسپانيي د بیا رغونې پر وخت له دې غره څخه ۵۶.۵ ټنه سپین زر ویستل شوی و چې اوس هم په دغه غرونو کې ۱۵۰۰۰ کسان کار کوي.

بیا رغونې دور څخه اوسه پورې دغه غره کې ۸۰ لکه کسان وژل شوي چې همدې لپاره دې غره ته انسان خوړونکی غر وايي.

د یوې ادارې د معلوماتو په اساس دلته هره میاشت ۱۴ ښځې کونډېږي چې خاوند يي دغه غره کې کار کولو له امله د سیلیکوسیس (Silicosis) په ناروغۍ اخته او له منځه ځي.

سیلیکوسس ناروغي گردجنې هوا تنفس کولو سره پیدا کیږي چې د ککاو (Cocoa) پاڼې ژوولو سره له منځه ځي.

کان کیندونکې د غره په ټولو سوریو کې د شیطان مجسمه چې دوي يي د آل ټیو په نامه سره یادوي ځای پر ځای کړي او ککاو پاڼې، شراب او سگریټ ورته د نذرانې په ډول هره جمعه وړاندې کوي.

خلک وايي چې مونږ کاتولیک مذهبه یو خو کان ته داخلیدو سره شیطان نمانځو او نذرانې ورته وړاندې کوو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د