داسامه وژنه ! ستره لاس ته راوړنه که داوړو پوزه ؟

Osama8

همدا اوس ځوشيبې وړاندې دامریکا  ولس مشربارک اوباماپه سپینه ماڼې کې خبرې غونډې ته په خپلو خبروکې وویل چې نوربه دتل لپاره هيڅوک هم داسامه نوم په ژوندوکې وانه خلی .

نوموړي وویل چې هغه زمونږځانګړوځواکونودپاکستان پلازمینې ته ځېرمه دایبټ په ښارکې دځانګړوعملیاتوپه ترځ کې وواژه .

که څه هم تردې وړاندې  ډیرځله داسامه  دوژلوخبر دمختلورسنیوله خوا ورکول کیده چې هرځل به دهغه په ویډیواویاهم صوتي پیغام سره بې اثره کېده . خوداځل داسي بريښي چې خبره دې ترډېره حده باوري وي اونوموړي دي له دې پاتې اوفانې نړي سره خداي په اماني کړي وي . اوکیداي شي نوریې هیڅوک تازه ویډیواوږغیږپیغام وانه وري.

خوخبره دلته په دې کې ده چې دامریکایانودغه لاس ته راوړنه ترکومه بريده  مهمه اودغرب په خوندیتوب کې څومره اغېزمن  رول لوبولای شي.

ایادهغه په وژلوسره به امریکادتل لپاره دخوندیتوب احساس وکړي اوهغوي  به نورهیڅ خطرنه محسوسوي . ایاهمدغه دامریکااوپلویانو یې یوازیني هدف وچې ترلاسه یې کړنوربه دوي په سېمه اوافغانستان کې دخپل موجودیت احساس اواړتیاونه ویني اوخپل لس کلن یرغل اوبربریت ته به دپای ټکی کیږدي .

اوایاداسامه په وژلوبه دالقائده ډلې ملاماته اوبنسټ له بېخه وایستل شي اودتل لپاره  به بیاپرپښوددرېدلوجوګه نشي .

اوایا له جکړې نه ستړي امریکایې اوپلوي فوجونه به نور له جګړې نه خلاص اوخبلوهیوادونه ته ستانه شي .

پورتنۍ پوښتنې به کیدای شی راتلونکی نزدي وخت ډيرژرجواب اوپه حقیقت بدلې کړي .

خودومره ضرور ویل کیدای شي چې دهغه په مرګ به رښتیاهم دالقاعدې ډلې غړواوټولواسلام پالوملتونواوجهادي احزابوته دروندګزار اوله ویرنه ډکه صدمه رسیدلي وي .کیداي شي په وېرکې یې بې شمېره سترګي نمجنې شوي وي . خوداهم یوه روښانه اوڅرګندحقیقت دي چې دنوموړي په وژلوبه نه خودالقاعدې ډله ختمه شي اونه به يې په فعالیتونوکې کوم کمی ولیدل شي . ډیرامکان لري چې دمقاومت اومبارزي صفونه یې نورهم پیاوړي اودانتقام په جذبه سرشاره په خپله مبارزه کې شدت راولي . اوس چې داسامه مفکوري سلګونه زره اسامه ګان اوظواهریان زېږولې دي اټکل نشي کیداي چې دهغه په مرګ دې دهغه ډله اوپلویان دکومې سترې ناکامي اوشکست احساس وکړي .

داسامه پلویان  ، ډله اوخواخوږي به   ځکه داله اطمنان اوافتخارنه ډک  مرګ بولي  چې هغه هسي هم دژوند ډېره برخه  له ستروکارنامواواتلولیونه ډکه تېره کړي وه . اوس بیخي دخپل انقلابي ژوند په وروستي پړاو کې له سختوناروغیوسره لاس او ګریوان و،  اوهمدغه مرګ  یې په اتلولي اوافتخاراتوکې زرګونه چنده زیاتوالي راوست ، دشهادت مرګ هسي هم نږدې ټول مسلمانان ستره نیکمرغي اودفتحې اونصرت زېری ګڼي اوخپله نوموړي  هم دامریکایانواواسلام دښمنه ځواکونه په لاس دشهادت  سخته ارزودرلوده چې په وار وار یې دخپلې همدغې هیلې لپاره په بېلابېلوویډیویې پیغامونوکې یادونه هم کوله . چې دادي پوره شوه .

بده اونه زغمونکې به هغه وخت ګڼل کېدلای چې نوموړي یې ژوندي نیولي واي .

البته دنوموړي په مرګ سره امریکایانواوجنګې پلویانوته یې  چې دلس کلن یرغل اوبربریت په موده کې دملیاردونو ډالرو اوبې  درېغه اوبې شمېره جنګې وسایلو په لګښت اوهم دزرګونو عسکرو په وژلواو ژوبلیدلوخویې داده  دومره وکړل چې یو اسامه خویې وواژه .

اوهمدومره داوړوپوزه خویې جوړه کړه چې له افغانستان اوسمي نه په وتلوکې يې خلګوته وشئ

چې همدغه پوزه دغربیانواوددوي دپلویانولپاره  داسامه ترمرګ هم ډېره اوڅوچنده زیات داهمیت وړده .

دافغانستان له جګړې ځخه ترپوزي راغلې اوباما امریکایې عسکروناټواوپلویانوته به داخورازرین چانس وي چې له افغانستان نه په پښوسپکولو کې ترې نه کارواخلي  . چې هسي هم له ډېري مودي راهیسي  بیچاره ګان دهمداسي یوې بهانې په لټه کې وچې دادي قسمت ورباندې مهربان شو .

ندیم  ( توخي )

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د