ورزش

شاهین آسمايي د افغانستان غوره لیگ اتل شو

شاهین آسمايي ۳-۲ عقابان هندوکش

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان غوره لیگ پایلوبه پرون د جمعې په ورځ د شاهین آسمايي او عقابان هندوکش تر منځ وه.

پایلوبه کې شاهین آسمايي درې گوله وهلو سره د دوهم ځل لپاره افغانستان غوره لیگ سیالي وگټله.

د لوبې لومړۍ نیمايي د شاهین آسمايي په لاس کې و او له پیله داسې ښکاریده چې همدغه لوبډله به د غوره لیگ اتل شي. د شاهین آسمايي تکړه لوبغاړی امیرالدین شریفي په لومړۍ نیمايي کې خپلې لوبډلې لپاره دوه گوله د لوبې په ۳۰ مه او ۴۵ مه دقیقه کې ووهل.

لوبې دوهمه نیمايي کې د لوبې حالت بدل شو او عقابان هندوکش لوبډلې سخته لوبه پیل کړه چې په نتیجه کې يې انور اکبري د لوبې په ۶۰ مه او رضا رضايي د لوبې په ۷۰ مه دقیقه کې گول وهلو سره لوبه مساوي کړه.

لوبه اضافي وخت ته داخله شوه چې د اضافي وخت په لومړني ۲ دقیقو کې هشمت بارکزی خپلې لوبډلې شاهین آسمايي ته گول وواهه او لوبه د شاهین آسمايي په گټه شوه.

اضافي وخت پای ته رسیدو پورې عقابان هندوکش لوبډلې په گول وهلو بریالۍ نشوه او لوبه یي د یو گول په توپیر وبایلله.

هیره دې نه وي چې د تیر کال غوره لیگ اتل هم شاهین آسمايي لوبډله وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x