افغانستانخبرونه

د ولسمشر اختریز پیغام: «د سولې راوستو ته قوي اراده لرم»

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): نن د لوی اختر په لومړۍ ورځ ولسمشر اشرف غي احمدزي په ارگ ماڼۍ کې د اختر له لمانځه وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو سیاسي څېرو په شتون کې له حامد کرزي مننه وکړه چې په لومړي ځل یې واک بل ولسمشر ته په ډېره ښه طریقه ولېږداوه. ولسمشر له وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل چې جگړه د حل لار نه ده او یوه بین الافغاني سوله د ټولو ستونز د حل لار ده. ولسمشر زیاته کړه چې هر سیاسي اختلاف ښايي له سیاسي لارو حل شي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي سوله او امنیت له یوه بل سره مهم وگڼل او څرگنده کړه چې د سولې راوستو ته قوي اراده لري.

ولسمشر داسې مهال د سولې غږ پورته کوي چې تېره اوونۍ يې د امریکا له متحده ایالاتو سره د اوږدمهاله پوځي اډو د ورکړې تړون لاسلیک کړ. د کارپوهانو په باور د دې تړون لاسلیکېدا د سولې د لارې خنډ کېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حبیب الرحمن همت

سوله هوایی نه راځی،
سوله یوه سولی ته وفادار، د فساد ضد تربیه شویو کسانوته اړتیا لری چی اوسنی دولتی چوکات تقریبآ بلکل ورڅخه خالی ده، د اشرف غنی سره ولاړ کسان زیاتره یی په فساد او وژنه کی سابقه لری او دغه کمال د اشرف غنی په څنګ کی درولی او بس! سوله د الهی قوانینو په پلی کولو کی ممکنه ده نه دخارجی پالیسوو په تطبیق کی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x