نظــر

دزندان دماتېدو کیسه – تصور څنګه په حقیقت واوښت

kandahar_tonalکندهار زندان :

دکندهار مرکزي محبس دکندهار ښار لویدیځ  پلو ته دسرپوزې په سیمه کې دکندهار ــ  هرات دلویې لارې  شمال ته متصلا پروت دی ، دا دافغانستان په جنوب کې ترټول ستر حکومتي محبس دی ، چې دزرګونو کسانو دساتلو ظرفیت لري ، محبس یوه مرکزي دروازه لري ، په منځ کې یې متعدد بلاکونو دي او په شاوخوا یي یوه محکم لوړ دیوال  راګرځیدلی دی .

دا محبس خورا په اساسي ډول جوړ شوی دی ، په څلورو کونجونو کې یې دترصد او څار لوړ برجونه ودان شوي ، دغه راز یې په لویه چاردیوالي سربیره  ترځمکه لاندې هم څو پاخه دیوالونه ترې راچاپیره شوي ترڅو له زندان څخه بهر ته دتونل وهلو مخه ونیول شي .

خو له دې ټولو امنیتي ترتیباتو سره سره دازندان دافغانستان او ښایي دنړۍ په سطحه یوه کیسه زیږونکی زندان هم وي ، په تېرو اتو کله ۲۰۰۳ کال دجون په میاشت کې ددې زندان له سیاسي بلاک څخه بندي مجاهدین په دې وتوانیدل چې دزندان له دننه څخه تونل ووهي اوټولو بندیانوته  چې شمیر یي ۴۵ تنو ته رسیده له تونل څخه  دوتلو لاره هواره کړي ، ورپسې د ۲۰۰۸ کال  دجون په میاشت کې په ونوکې دری ځله ددې زندان په سیاسي بلاک کې ټول بندي کسان په دې توانیدلي چې له زندان څخه دتیښتې  لاره ومومي ، لومړی ځل پدې زندان باندې داسلامي امارت مجاهدینو بریدوکړ چې په پایله کې یي دزندان ټول ساتونکي ووژل شول او نږدې ۱۲۰۰ بندي مجاهدین ازاد کړای شول ، له دې پیښې وروسته دکندهار چارواکو او امریکایانو دزندان ساتلو ته توجه خورا ډيره کړه ،کناډایانو دزندان دساتنې لپاره ځانګړي پولیس وروزل ، دغه راز یي دامنیتي برجونو شمیر زیات کړ ، دزندان په شاواخوا یي امنیتی کامرې ولګولې ، او ګردچاپیره یي یوه ژور خندق ترې را تاوه کړ ، خوله دې ټولو هڅو سره سره دروان ۲۰۱۱ میلادي  کال داپریل په ۲۵ مه مجاهدین دیوه اوږده پلان په نتیجه کې وتوانیدل له زندان څخه ۵۴۱ تنه زنداني مجاهدینو ته دراوتلو امکان برابر کړي .

تصور محض  :

دکندهار دښاري چریکي مجاهدینو له جملې یوه تن چې له خپلو اړیکو نه  په استفاده یې  دکندهار دمحبس په دننه او شاوخوا سیمه کې  ځان ښه بلد کړی  وه ، یوه ورځ له ځان سره داسوچ وکړ چې آیا ممکنه نه ده  چې  دې زندان ته دسرک دبلې غاړې له یوه کور څخه تونل وایستل شي ، او بندیانو ته دراوتلو امکان برابرکړي ؟؟ دا تصور په لومړیوکې  خپله همدې مجاهد ته هم  خندوونکی ښکاریده او له چا سره دشریکولو زړه یي نه شوای کولای ، خو وروسته نوموړی په دې اړه پوره باوري شو، او یوه ورځ چې دکندهار په ښار کې له خپلو دوو نورو ملګرو سره په رکشا کې سپور وه ، له ملګرو سره یي خپل  دانظر  شریک کړ، په لومړیو کې خپله دده غوندې یې نورو ملګرو ته هم دا له امکانه لرې بریښیده او یوه خطرناکه بې ځایه خواري یې بلله ، خوبالاخره یې په لوی څښتن اتکاء وکړه ، خپل داپلان یي په کندهار کې داسلامي امارت دمجاهدینو له مشرتابه سره شریک کړ او دهغو دهدایاتو په رڼا کې   څلورو تنو سره همرازو ملګرو هوډ وښود چې که هر څو خطرناک او ناممکن بریښي دوی حاضر دی  یوځل دا پلان تجربه کړي .

دګاډر جوړولو کارخانه:

دې هوډمنو مجاهدینو له اوس څخه شپږ میاشتې وړاندې لومړی دکندهار محبس جنوب لویدیځ کونج ته څیرمه  دعمومي سرک په بله غاړه یو کور په کرایه ونیو ، په کور کې پخوانۍ کوټې نړیدلې وې نو لومړی یي یوه نوې کوټه په کې جوړه کړه ، دغه راز یي په کور کې دسيمټی ګاډرو دجوړولو لپاره  ټول لازم مواد هم رایوځای کړل  ، څو تنه کاریګر یي هم ورسره ونیول چې دورځې به یې سیمټي ګاډر جوړول ، او مازدیګر به بیرته دخپلو کورونو په خوا تلل ، په همدې وخت کې لومړی څلورو تنو مجاهدینو چې په سرای کې دپیره دارۍ  په نامه پاته کیدل دسرای له همدې نوې جوړې شوې کوټې څخه دزندان په خوا تونل شروع کړ.

څلور میاشتې ستړی کوونکی کار:

لومړی کار څلوروتنو پیل کړ، په داسې شکل چې یوه تن به کولنګ واهه اونورو به خاوره انتقالوله ، دخاورې دنقل لپاره څنګه چې تونل تنګ او لاسي ریړۍ نه په کې چلیده ، نوددې کارتنظیموونکو په بازار کې څودکوچنیانو دلوبو بایسکلونو راونیول ، ارابې یي ترې وایستې  او په همدې کوچنیو ارابو یي وړې وړې  باډۍ نصب کړې ، همدا کوچنۍ لاسي جوړې شوې ریړۍ دوی له خاورو ډکولې اوبیا یي دیوې رسۍ  په واسطه  دغاردخولې په خوا راښکلې ، دلته دوی خاوره  رایوځای کوله اوبیا به یي ولاړ موټر ته ورپورته کولو او سهار مهال چې کندهارښار ته له شاوخوا سیمو څخه دخرڅلاو لپاره له خاورې ډک موټر راځي دوی هم خپل دخاورو ډک موټر په هماغه حساب کې ښار ته داخلاوه او خاوره یی ترینه خرڅوله ،دوی تردوو میاشتو پورې په څلورو کسانو کار کاوه او وروسته یي ملګري ۸ کړل ، د اتو کسانو په وخت کې یي هره شپه نږدې ۴ متره کار کاوه ، دوی چي خپل کار سل میترۍ ته ورساوه نو دنفس تنګۍ له ستونزې سره مخ شول ، تردې چې د۱۵۰ مترۍ په مسافه کې یي نور هیڅ ددې توان نه درلود چې کار پرمخ بوزي ، همدا مهال یي لومړی برقي بادپکې تجربه کړې ، هغو نفس تنګي ختموله خو څنګه چې ژمی وه ،نو دهوا دسړوالي  او سردردۍ مشکل یي جوړاوه ، بیا دوی یوډول باد اچوونکي بنۍ جوړې کړې چې دغارله خولې څخه يي داخل ته دیوه پایپ په واسطه هوا رسوله چې دا دهوا دستونزې دحل لپاره ترټولو ښه لاره وه چې دبترۍ په چارچ ارامې چلیدې اوهیڅ ډول شور یي هم نه کاوه ،دکار په مهال دوی ته دا اندیښنه پیدا شوه ، څرنګه چې دزندان په داخل کې تونل دعسکرو دموټرو دلارې څخه لاندې تیریږي هسې نه چې  هلته دموټر دفشار دراتلو په وجه تونل کیني ، نودوی یې باید څومره ژور ووهي ترڅو دکیناستو احتمال یي کم شي ، ددې تجربې لپاره دوی دهمدې سرای او عمومي سرک ترمابین په مسافه کې په  دوه نیم متره  ژور وهل شوي تونل باندې یوه دخاورې ډک موټر ودراوه او کله چې دې درانه موټر تونل ته تاوان ونه رساوه نو دوی ډادمن شول چې ددشمن موټر یي هم نه شي کینولای ، مګر بیا هم داحتیاط لپاره دوی دسر په برابرتونل ښه ژور کړ او تختې یي ورلاندې کړي ،دڅلورو میاشتو په تیریدو سره ملګرو ۲۲۰ متره کار وکړ چې دامهال دتونل په مخکې یوه برمه ورته راغله ، دوی دافکر کاوه چې دابه دزندان په مابین کې کومه برمه وي خوکله یي چې دزندان دمابین برمه دخپل یوه ملګري په واسطه وکتله دا هغه  برمه نه وه ، بلکې دوی ته معلومه شوه چې داله زندان څخه جنوب لور ته په کلي کې یوه برمه ده ، په حقیقت کې تونل وهونکو چې کومه نقشه ورسره نه وه ، ترځمکه لاندې یي لار ورکه کړې وه ، دوی په ښي لاس دومره راګرځیدلي وه ،چې ترعمومي سرک بیرته را اوښتي وه ، او دلته نږدې یوه کلي ته یي ځان رسولی وه ، دغه راز دوی پوه شول چې دزندان دنقشې له موندلو او ځمک پیژندونکو آلو څخه پرته دا کار نه شي کامیابیدلای .

یوه نیمه میاشت اغیزمن کار:

تونل وهونکو مجاهدینو چې ۱۲۰ متره اضافي کاریي کړی وه ، او لار یي غلطه کړې وه ، داځل یي لومړی له انټرنیټ څخه دزندان نقشه را وایسته  چې له مخې یې دوی دزندان موقعیت په سمه طریقه معلوم کړ ورسره دوی  دهمدې نقشې او ځمکنۍ مساحت معلوموونکو آلو څخه په  استفاده له سل مترۍ څخه بیا مخامخ تونل پیل کړ، دغه مهال څرنګه چې شپې دپخوا په پرتله وړې وې ، نودوی کسان ډیر کړل او شمیر یي ۲۱ تنو ته ورساوه ، څنګه چې په اوړي ځمکه ډیر بخار نه لري نو دنفس تنګۍ ستونزه هم دپخوا په پرتله کمه شوې وه ، دا مهال نو دوی خورا اغیزمن کار وکړ ،او د۱۶۶ متره مسافې په وهلو سره یې  دزندان داخل ته ځان ورساوه ( بایدوویل شي چې دالاماره پاڼې په رسمي راپور کې چې دتونل اوږدوالی ۳۶۰ متره ښودل شوی وه ،هلته هغه څه باندې سل متره  اضافي تونل چې په غلطی وهل شوی وه هم ورسره شمیرل شوی وه ، چې په  هغه حساب  دتونل  اوږدوالۍ نږدې ۳۶۰ مترو ته رسیږي ، خوله اضافي تونل پرته یي بیا اوږدوالی دقیقا ۲۶۶ متره کیږي دغه راز  باید ووایو چې ددې تونل لوړوالی ۷۰ سانتي او عرض یي ۶۰ سانتي وه )

دکندهار په محبس کې مجاهدین دوه ځایه بندیان وه ، ډیر مجاهدین چې شمیر یي تقریبا ۵۳۰ نفرو ته رسیده دمحبس په سیاسي بلاک کې بندیان وه ، مګر یوشمیر نور دمحبس په توقیف خانه کې هم بندیان وه ،دتونل په مخکې لومړی توقیف خانه راغله ، په توقیف خانه کې دهمدې تونل وهوونکو مجاهدینویو ارتباطي وه ، چې هغه به په یوه بهانه ځمکه ټکوله اولاندې به په کار بوختو ملګرو ته دادرک لګیده چې دوی مخکې دي ، شاته دي او یاهم څنګ ته دي ، خو بالاخره په همدې طریقه دوی وتوانیدل چې توقیف خانې ته  تونل وربرابر کړي ،اوبيايې دموقعیت دښه یقیني کولو لپاره په یوه مناسب فرصت له لاندې خوا څخه سیخ هم پورته وباسه ، ترڅو پاسني ملګري ډاډ ورکړچې موقعیت سم دی   بیا له دې ځایه سیاسي بلاک ته درسیدو لپاره دپنځو ورځو په ترڅ کې  دشمال په خوا ۲۳ متره نور کاروشو ترڅوتونل  سیاسي بلاک ته ورسید ، په سیاسي بلاک کې دتونل کیندونکو دوه ارتباطي ملګري وه چې دواړه په ۷ نمبر اطاق کې وه ، اودوی هم غوښتل چې تونل اووم نمبر اطاق ته ورسوې ، دوی غوښتل چې دموقعیت دیقیني کولو لپاره  دلته هم له تونل څخه پورته یوځل سیخ وباسي ترڅو بیا دسوري پرې کولو په مهال غلطي رانشي ، دغه مهال نو دوی په دې کې متردد وه چې تونل دشپږم اطاق په برابر دی که داووم ، ددې لپاره چې دسیخ ایستلو په مهال ددې اطاقونو نور ملګري له دې پروګرام څخه خبر نه شي همدې دوو ملګرو یوه ورځ دماښام له لمانځه وروسته  دزندان په مسجد کې دقران کریم دختم مراسم راوبلل ، په دې ورځ چې ټول ملګري په مسجد کې په ختم بوخت وه ، او اطاقونه ټول خالي وه ، دغه دوه تنه ملګري له مسجد څخه راووتل یوه په شپږم اطاق کې څار پیل کړ او بل په اووم کې دغه مهال چې لاندې له تونل څخه ملګرو سیخ ته زور ورکړ ، نوددوی دطمعې خلاف په شپږم اطاق کې سیخ راووت ، له دې وروسته دوی دوه متره نور کار وکړ ترڅو داووم اطاق اندازې ته ورسیدل ، مګر بیا هم دښه یقین لپاره دوی ضروري بلله یوځل له لاندې خوا څخه پورته سیخ وباسي ، دلته نو له اطاق څخه دنورو ملګرو دایستلو لپاره بیا ختم هم نه شوای جوړیدلای ، نودڅاښت په مهال کې چې زیاتره زندانیان  دڅاښت دلمانځه او یا اودس تازه کولو لپاره بهر وزي ، له یوه داسې څو دقیقه یي فرصت نه دسیخ دایستلو لپاره استفاده وشوه چې په اووم نمبر اطاق کې له همدې ارتباطي ملګرو پرته بل څوک نه وه ، چې په دې توګه سیخ په بریالیتوبداووم نمبر اطاق ته وایستل شو ، او دخلاصون دعملیاتو په ورځ دسوري جوړولو لپاره ځای  دقیق شو ، باید ووایو چې ددې سیخ په ایستلو کې هم  له یوه په زړه پورې حکمت څخه کار اخیستل شوی وه ، ځکه تونل دوه نیم متره لاندې دی ، چې ایله ۷۰ سانتي لوړوالی لري ، نودومره اوږد سیخ څنګه په کې برابریږي ترڅو پورته وایستل شي ، ددې لپاره مجاهدینو فولادي سیخونه نیم نیم متر پرې کړي وه ،چې  یوله بل سره په چوړیو بسته کیدل ،کله به چې نیم متر دجېک په واسطه پورته په خاوره کې ننویستل شو، بیا به بل نیم متری ورسره بسته شو، اوهغه ته به جېک ورکړل شو ، دغه راز یي بیرته درایستلو لپاره هم یوداسې  اوسپنه ورته جوړه کړې وه ، چې له هرنیم متری سره په چوړیو بسته کیدله او بیا دلاندې خواته دڅټک په ګوزار سره سیخونه را ایستل کیدل .

دبندیانو درایستلو پلان:

مطلوب هدف ته دتونل له رسیدو وروسته ، ددې کار مسؤلو ملګرو نور کار ودراوه ، او داسلامي امارت له مشرتابه څخه یې دبندیانو دراایستلو دپلان په اړه هدایات وغوښتل ،په دې اړه دکندهار دمسؤلو مجاهدینو په شمول داسلامي امارت لوړپوړو چارواکو له یوبل سره په بیا بیامشورې وکړې ،ترڅوپه خوندي توګه دبندیانو درایستلو عملیات انجام شي ،ددې مشورو په پایله کې پلان داسې ترتیب شو ، چې دتونل کیندونکو له جملې یوه تن  نوښتګر مجاهد چې ددې تونل دوهلو نظریه یې پیشنهاد کړې وه ،او دتونل کیندلو  په مهال  تر ۳۰۰ متره پورې دکولنک وهلو سخت کار تنها ده کړی وه ، نوموړی به دنجات دعملیاتو مشر وي ، او دعملیاتو په مهال به له ضرورت سم بیړني تصامیم نیسي او مشرتابه به دجریان ژوندی حال ورکوي .   

دغه راز پلان باید تروروستي شیبې محرم وساتل شي ، په زندان کې له ارتباطي ملګرو سره تماس جوړ شي ، او هغه دې ته تیار شي چې دزندان په دننه کې له پلان سره سم دبندیانو د تنظیم او راایستلو مسؤلیت په غاړه واخلي ، په دې توګه پلان نهایي شو او داجراء لپاره دعملیاتو نومول شوي مشر ته وسپارل شو .

دخلاصون عملیات:

دعملیاتو دسم ترسره کیدولپاره ، په احتیاطي تدابیرو او مقدماتي کارونو له سره غور وشو ، په تونل کې دنفس تنګۍ  دستونزې دحل لپاره ، یوه قوي هو ا پمپوونکي بنۍ فعاله شوه ، او هغه پایپ چې دتونل تربل سره غځیدلی وه لس ځایه نور سوری شو ترڅو ټول تونل ته هوا وکړي ،دغه راز په تونل کې ۴۵ بتۍ هم ولګول شوې ترڅو تونل رڼا کړي ، داحتیاط لپاره دفدایانو یوګروپ هم شاوخواسیمي ته ورسول شو چې داحتمالي خطر په وخت کې په عملیاتو لاس پورې کړي ، دعملیاتو مشر په دې خاطر چې عملیات خورا پیچلي او خطرناک وه او دافشاکیدو احتمال یي خورا قوي وه ، دخپلو یو ویشتو رازدارو ملګرو له جملې دعملیاتو په ورځ یوازې پنځه تنه نور له ځان سره کړل چې ټول شپږ کیدل ، ترڅو دعملیاتو دناکامۍ په وخت ټول ملګري نه وي ضایع شوي .

دوی دورځې په نهه بجې دزندان په داخل کې خپل دری ارتباطي زندانیان چې یوه په توقیف خانه او دوه په سیاسی بلاک کې وه خبر کړل ، چې را روانې شپې ته عملیات دي دوی باید ورته اماده وي ، دسیاسي بلاک داووم اطاق ارتباطي کسانو په دې شپه ددې لپاره چې ملګري په خپل وخت اګاه او وتلو ته تیار کړای شي ، په خپل اطاق کې میلمستیا جوړه کړه اودهراطاق یو یادوه کسان یي راوغوښتل ، دعملیاتو مشر ترتیب داسې جوړ کړ، چې دشپږو ملګرو له جملې به څلورتنه تونل ته داخلیږي ، دوه به دتوقیف خانې په سوري کار کوي او دوه دسیاسي بلاک په سوري  ، او دوه نور به  دتونل په بهرنۍ خوله کې ناست وي ، څرنګه چې دوی په دې ورځ دلین ټیلفون هم دتونل مابین ته تیر کړی وه ، نو په دې طریقه به دتونل په خوله کې ناست ملګري د داخلوشویو ملګرو او دزندان په داخل کې دملګرو ترمابین په ټیلفون معلومات تبادله کوي ، چې اړوند کار یي کوم ځای ته رسیدلی او څه باید وکړي .

څلور ملګري له جېکونواو اوسپنیزو پایو سره تونل ته داخل شول او څه باندې لس بجې وې چې توقیف خانې او سیاسي محبس ته په سوري ایستلو یي شروع وکړه ، دجېک په واسطه دتوقیف خانې فرش زر مات شواوهلته بندي ملګري هم راووتل ، څرنګه چې له دوی سره دوه تنه حکومتي عسکر هم بندیان وه ، دهغو له جملې یودمجاهدینو له خوا دبي هوښي په درملو سره بې هوښه کړل شو او دوهم تن لاس تړلی ترتونل وایستل شو ترڅو غالمغال جوړ نه کړي ، دسیاسي محبس فرش خورا قوي جوړ شوی وه ، او ملګري ترډیره پرې بوخت وه ، جېک به فرش پورته کړ، خوداسې معلومیده لکه دتونل چې هوا ایساره وي نوځکه پورته نه سوری کیده ، خو بالاخره په بیا بیا هڅو سره وتوانیدل چې دافرش هم مات کړي ، دسیاسي بلاک داووم نمبر اطاق په غولي کې دښه ازاد سوري دپرې کولو نه وروسته لاندنیو ملګرو پاسنیو ارتباطیانو ته څلورمیله توپانچې او څلور قبضې برچې ورکړې ترڅو په عملیاتو کې کار ترې واخلي دغه راز یي دلیني تیلفون دستګاه هم ددوی په واک کې ورکړه ، ترڅو دتونل دبل سرله ملګرو سره په رابطه کې وواوسي ،په دې توګه له زندان څخه دبندیانو راوتل پیل شول ،تریوې نیمې بجې پورې تقریبا ۲۵۰ کسه بندیان راووتل  ، دلته دعملیاتو تنظیموونکو دافکر وکړ چې که بندیان همداسې په بیړه راوزي کیدای شي ،تردوو بجو پورې ټول زندان خالي شي ، اوپلان داسې وه چې بندیان باید داسې مهال راوایستل شي چې بهر ډیر انتظار ونکړي او زر رخصت شي ، ځکه بهر ترسهار انتظار ډیر خطرناک وه ،له یوې خوا بهر افشاکیدل او بل که خدای نخواسته ددښمن عسکرو زندان ته ورکتلي وای  او یومخ خالي یي لیدلای وای نوبیا هم خبره افشا کیده ، له همدې امله دبندیانو دراایستلو کار ترنیم ساعته پورې وځنډول شوه ،په دوه بجې بیا دملګرو رایستل پیل شول او تر ۳ بجو پورې مکمل زندانیان را ویستل شول ، باید ووایو چې درایستلو په وخت کې دتونل په دواړو سرونو کې بندیان تلاشي کیدل ، په لوړ سرکې له دوی نه اضافي شیان لکه بکسونو ، او نور منقوله شیان غورځول کیدل ځکه ددوی انتقال یي ځنډاوه ، او کیدای شي ددوی دبیا نیول کیدو سبب ګرځیدلي وای ، دغه راز له هرملګري څخه تردری زره زیاتې پیسې اخیستل کیدې او هغو ته ورکول کیدلي چې پیسې نه درلودې .

دبندیانو درایستلو په مهال دزندان په داخل کې هم نظم خورا برابر وه ، تعین شوي ملګري په نوبت هرې کوټې ته ورتلل بندیان یي راویښول او دتونل په خوایي رهبری کول ، زندانیان چې څنګه له تونله راوتل نو په سرای کې په ولاړو موټرو کې کینول کیدل ، باید وویل شي چې په هرموټرکې  ۳۶ تنه بندیان ځای په ځای  کیدل ، کله چې ټول بندیان راووتل نو لس باندې دری بجې وې چې موټرو ته دروانیدو اجازه ورکړل شوه ، موټر له سرای نه ووتل دغه راز یوشمیر بندیان په دیواله کې له یوه غار څخه دمحله جات په خوا مخ په جنوب هم ووتل ، خو هغو ته هدایت داسې وه ، چې له څه مزله وروسته بیرته  دکندهار ــ هرات عمومي سرک ته راپورته شي ، او دلین په موټرو کې ځان له سیمې وباسي ، باید وویل شي چې دبندیانو دانتقال لپاره دراوستل شویو موټرو له جملې دوو موټرو یوه یوه بله پېره هم وکړه ، او چې دری نیم یا څه کم څلور بجې کیدلې دزندان په شاوخوا کې هیڅوک هم پاته نه وه .

باید وویل شي چې له زندانه بهر دمجاهدینو داحتیاط او هوښیارۍ برکت وه ، چې دښمن په جریان خبر او یا اګاه نه شو ،کنه  همدغه سرای دزندان دامنیتي برج نه یوازې شل متره فاصله لري ، او دسرای منځ  له همدې برج څخه شکاري ، دغه راز ددشمن امنیتي کامره دهمدې سرای دروازې ته مخامخ متوجه ده ، خو ترپایه یي هیڅ هم کشف نه کړل .

دعملیاتو مصارف:

باید ووایو چې دې عملیاتو هیڅ ځاني زیان نه درلود او نه دمجاهدینو یوه مرمۍ په کې مصرف شوې ده ،دغه راز یي مالي زیانونه او مصارف هم ترهغه ډیر کم وه چې اټکل یي کیږي ، دعملیاتو دمشر په وینا په تیرو پنځه نیمو میاشتو کې ددوي ټول مصارف  یوازې نهه لکه افغانیو ته رسیږي ، په دې کې  دسرای له کرایې ، دملګرو له خوراک ، دموټرو له کرایې او داسې نورو مصارفو نیولې هغه زیان شوي شیان هم شامل دي چې په وروستۍ ورځ په سرای کې پاته شول ، دعملیاتو مشر  مجاهد ملګری(چې ددې عملیاتو دترسره کولو لپاره یي دګاډرو کارخانه جوړه کړې وه )  وایي چې په پنځه نیمو میاشتو کې مو سل سیمټی ګاډر هم جوړ او خرڅ کړل چې ښه ګټه یي وکړه ، دی وایي دعملیاتو په پای کې چې کله دوروستیو کسانو په توګه له سیمې وتلو او سرای ته مو دوروستي ځل لپاره قلف اچاوه ، نوپه تونل کې مو ۴۵ بتۍ ، او هوا تولیدونکی بنۍ چالانې پرې ایښې وې ، دغه راز مودګاډر جوړولو لس قالبونه ،د ۵۰ زرو افغانیو فولادي سیخ ، دوه جنراتورونه ، دوه لاسي ګاډۍ ، دوه جېکونه ، او څو پېرې جغل هم پرې ښود ، خوله دې تاریخي سرای څخه مو هغه ګټه ترلاسه او وایستله چې له دغو لږو مالي تاوانونه سره په هیڅ وجه هم دپرتلې وړ نه بلل کیږي .

پای

(عبدالرؤف حکمت)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x