
د فوټبال ستوری لیونل میسي محاکمه کیږي
نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): یو هسپانوي قاضي خپلې فیصلې کې ویلې چې د بارسلونا شخصي لوبډلې او ارجنټاین هیواد ملي لوبډلې تکړه لوبغاړې لیونل میسي مالیه کې د درغلیو په جرم به قضا ته حاضر او محاکمه شي.
د دې قضیي څارنوال غوښتنه کړې وه چې د لیونل میسي مالي چارو مسول يي پلار دی نو؛ ځکه باید لیونل میسي محاکمه نه شي چې دغه غوښتنه د قاضې له خوا رد شوه.
پر میسي او پلار يي جارج دا تور دی چې دوی مالیي چارواکې د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت مالیه کې تیر ایستې.
په دوی دا تور دی چې ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ ز کال کې دغه پیسې د ماليي مامورینو له نظره پټ ساتلې وې.
قاضي په خپله فیصله کې وویل: «ضروري نه ده چې تورن کس دې د ماليي او محاسبې په اړه بشپړ معلومات ولري یوازې همدا کفایت کوي چې تورن کس د درغلیو څخه خبر و او درغلیو پلان په اړه معلومات او د ده رضایت شامل و.»
میسي څلور ځله د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) له خوا د نړۍ غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړې او د ارجنټاین ملي لوبډلې مشر هم دی.