خبرونهنړۍ

ډیوډ کامرون: د اسلامي «تندلارو» پرضد به یو بل نسل هم جگړه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): د بريتانیې لومړی ویر ډیوډ کامرون چې پرون افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر راغلی و، له ولسمشر اشرف غني سره له له لیدنې وروسته په هلمند ولایت کې له خپلو سرتېرو سره د لیدو پرمهال وویل چې «لوېدیځ به د اسلامي تندلارو پر ضد یو بل نسل هم جگړه کوي». ښاغلي کامرون سپینه نه کړه چې له «اسلامي تندلارو» يې هدف څوک دي.

کامرون خپلو سرتېرو ته په خبرو کې وویل: «تاسې باید وویاړئ چې د طالبانو او القاعده پر ضد جنگېږئ».

لومړی وزیر کامرون ادعا کوي چې «په افغانستان و پاکستان کې لا هم ترهگر پر بریتانیې حملې پلانوي».

کامرون زیاته کړه چې د افغانستان په دیارلس کلنه جگړه کې يې تر دې دمه ۴۵۳تنه پوځیان وژل شوي دي.

ډیوډ کامرون د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل چې د دوی جگړه‌مار پوځیان به په افغانستان کې نه پاتې کېږي؛ خو هېواد به یې د افغانستان ملي اردو تر ۲۰۱۷م کال پورې روزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x