نظــر

د مات زندان ويډو ته سترګي په لار

 

kandahar_zindanد روان ميلادي کال د اپريل په ٢٥ شپه چي د کندهار محبس مات او ٥٤١  مجاهدين ترې ازاد شول  دې ستري بريا د ډيرى افغانانو حتى نړيوالو عکس العملونه وزيږول دا عکس العملونه په دوو ډلو ويشلى شو يو ډله هغه خلک وو چي د دې بريا په سهار يي يو بل ته مبارکي ويله .

او دوهمه  ډله هغه خلک وو چي بيا يې زړونه ودربــيدل چي تراوسه  له څو ګوتو په شمار چريکانو څخه پټ ګرځيدل  نو اوس چي دا  ٥٤١  نور فدايان هم ور ازاد شول نو د دوى انديښني لاپسي زياتي شوې ، که په ياده ورځ  يي تاسو له ځينو سره مخ شوى واى داسي به مو فکر کړى واى چي ژوندى ندي بلکي اوس لا مړه دي .

دې کارنامي ( دزندان ماتيدو)  بېلابېلي نوې خبري هم  را وزيږولي او ځيني مفت خوره اجنټانو خو لا دا ستره کارنامه نورو ته منسوب کړه ، زمونږ افغانانو بلکي د هغو افغانانو چي مفت  اجنټان او بې معاشه تبليغات کوونکي دي يو ستره تيروتنه داده چي  تل دافغانانو، مجاهدينو او مظلومو انسانانو لاس ته راوړني نورو ته منسوبوي که څه هم چي دغومبارزينو شهيدان  ، او زخميان يې ورکړي وي او يايي هم  ډول ډول تکليفونه زخملي وي خو د دغو اجنټانو سترګي هيڅ کار نکوي او تل چي د مسلمانانو ستره لاس ته راوړنه وويني نو کوښښ کوي چي دا ستر وياړ په بل  ډول وښيي او يا يي نورو ته منسوب کړي .

په تبصيره کوونکو کي ځيني داسي تبصيره کوونکي هم شته چي داسي عاجبه مفکوره لري چي اصلاً هيڅ عقل يي نشي منلاى .

دوى بيا په دې عقيده دي چي اوس د  دولت لخوا د سولي چيغي وهلي کيږي نو دا کار دسولي د عالى شورا په مشهوره شوىدى  موږ لدې کسانو پوښتنه کوو که ستاسو خبره ومنو نو تاسوواياست چي ايا د زندان دماتولو لپاره زندان ته د تونل په غزولو کي رباني برخه اخيستي که سياف ، کرزي ، پدرام ، دوستم او يا نورو ؟؟

که فرضاً ستاسو دا ادعا ومنو نو تاسو واياست که د کندهار له زندان نه زندانيان په ازاد ډول خلاص شوى واى  د سولي له چيغو سره به يې مرسته کړى واى؟  او که اوس چي د تونل له لاري په ميړانه او شهامت ووتل ؟

د افغان ولس باور دادى چي اوسنى نظام يوازي نظام ندى بلکي دا يو داسي غريب او بې چاره د لاسونو د پاکولو ټوکر دى  چي مثال يي نه په افغانستان کي او نه دسيمي په نورو هيوادونو کي ليدلاى شو .

څرنګه مو چي د زندان د ماتيدو په اړه دځينو کسانو نظرونه چي موږ ته معلوم وو وړاندي کړل نو په دې ترتيب يو ډله نور کسان هم شته چي تراوسه پټه خوله دي او سبب يي دادى چي دوى په دې تمه دي چي (( کله به د زندان د ماتيدو رښتيني ويډيود مبارزينو لخوا  را ووزي  ))  د دوى په باور ورسته بيا فيصله کولاى شي چي مجاهدين وله څه عجب،  نوي  او زړه ور تکتيک څخه کار اخيستى دى .

دې ويډيو ته ځکه د هر چا تلوسه ده چي يو خو يي د زنداني مجاهد  هغه کيسه لوستي چي ويلي يې وو (( موږ ته په لومړى سر کي يو بکس راکړل شو چي په نور وسايلو سربېره پکي يوه کمره هم وه))  او بل دا چي په ويډيو کي هر هغه څه په رښتني بڼه معلوميږي .

چي دا تونل څومره دى؟  څرنګه کښل شوى ؟  او داسي نورو پوښتنو ته هم ځواب وايي  .

په پاى کي يوې خبري ته اړتيا شته چي فوځونه په ايمان تلل کيږي نه په ټانکونو ، توپونو ، او يا نورو وسايلو هر کله چي د کفر او اسلام جنګ افغانستان ته را رسيدلى نو تل ټيکنالوژي د غريبو کمزورو خو بايمانه افغانانو له لاسه ماتي خوړلي ده .

په هيواد کي د يوه واقعي اسلامي نظام د منځ ته راتلو په هيله

فضل الرحمن زرغونى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x