افغانستانخبرونه

ذبیح‌الله مجاهد د خپل موقعیت اړوند د رسنیو راپورونه رد کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یو شمېر رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې پرون یې راپورونه ورکړل چې گواکې دی د پاکستان په سند یالت کې دی. ښاغلي مجاهد پرون (جمعه) پر خپل ټویټر حساب د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر مجاهد اختریز پیغام نشر کړی و چې د ده موقعیت پکې د پاکستان سند ایالت په گوته شوی یو.

نن مجاهد پروني راپورونه رد کړل او دا یې د خپل دښمن هڅې بللي: «د دښمن د کمزورو هڅو په لړ کې زما د ټويټر په صفحه کې لاس وهنه شوې او زما د موقعيت ځای يي د پاکستان سند ښودلي، زه داسې جعلي هڅه د شرم وړ بولم».

پرون د بي بي سي فارسي په گډون یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړي وو چې د ذبیح الله مجاهد ځای معلوم شوی. نن ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د خپل شتون ثابتولو لپاره خپله شمېره هم خپره کړې ده. ښاغلي مجاهد لیکلي: «اوس د دښمن د دې جعل کارۍ مخه ونيول شوه، زه په ډاډ سره وایم چې زه په خپل هېواد کې دننه هستوګن یم، دامې د تليفون شميره ده: 070394456».

ذبیح الله مجاهد وايي چې دښمنانو یې پر پاڼو او سایټ وخت نا وخت حملې کړي: «کمزوري دښمن تل د امریکايي تخنيک په مټ زموږ په پاڼو او خبري سايټ ناکامه حملې کړي او د جعل کاریو هڅه يي کړي ده، خو ډير ژر يې پلان خنثی شوی ده».

ذبیح الله مجاهد د طالبانو له ماتې او له هغې وروسته چې بیا یې لیکې منظمې شوي، د دې ډلې د ویاند په توگه وخت نا وخت له رسنیو سره خبرې کوي. ښاغلي مجاهد سره څو څو ځله گڼو راډیوگانو مرکې کړي او د طالبانو دریځ یې معلوم کړی. طالبان د امنیتي دلایلو په خاطر خپل دقیق ارسونه پټ ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x