افغانستان

هرات: زندانیانو یو ځل بیا اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په لویدیځ ولایت هرات کې لسګونو زندانیانو یو ځل بیا پر غذايي اعتصاب لاس پورې کړی.

د هرات ولایت د زندان دننه بندیانو ته نېږدې سرچېنې وايي چې دوی د زندان دننه له تېرې یوې اونۍ څخه په غذايي اعتصاب پیل کړی.

دوی د هېواد له ولسمشر اشرف غني احمدزي څخه غوښتنه کوي چې د دوی دوسیې د څېړلو لپاره  فرمان صادر کړي.

په اعتصاب کوونکو زیات شمېر سیاسي بندیان دي.

تر دې وړاندې هم به غزني، هلمند، کابل او نورو ولایتونو کې زرګونه بندیانو اعتصاب کړی و.

دوی له نوي دولت څخه غوښتل چې د دوی دوسیې دې ژر تر ژره وڅېړي او د دوی د بند په سزا ګانو کې دې تخفیف وشی.

دوی همدا راز نېوکه کوله چې د یو لړ فرمانونو له مخې باید د دوی سزا ګانو کې کمی او یا هم له بنده خوشې شوي وی خو به دغو فرمانونو عمل نه دی شوی.

دا په داسې حال کې چې تر دې مهاله د هلمند د ۱۴۰۰ بندیانو اعتصاب ته د دولت لخوا لازم ځواب نه دی ورکړل شوی چې د هرات بندیانو هم په اعتصاب لاس پورې کړ.

په ورته وخت کې د زندان دننه سرچېنې وايي چې یو شمېر زندانیانو خولې تړلي دي.

د سرچېنې په وینا که څه هم د زندانیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی خو سربېره پر دې هم دوی   وايي چې تر هغه وخت چې د دوی «مشروعو» غوښتنو ته ځواب نه وي ورکړل شوی له غذايي اعتصابه لاس نه اخلي.

د هرات ولایت د څارنوالۍ مرستیال ګل احمد رامش د هرات د زندان دننه د بندیانو اعتصاب تایید کړی.

نوموړي ویلي چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د هرات د زندان کې بندیانو په اعتصاب پیل کړ.

رامش چې له زندانیانو سره یې له نېږدې لیدلي وايي چې زندانیان غوښتنه کوي څو ولسمشر  د دوی د دوسیو د بیا څېړلو به اړه فرمان صادر کړي. د رامش په وینا زندانیان د هرات په محکمو او پریکړه اعتراض لري.

زندانیان وايي چې «د دوی په دوسیو کې عدالت نه دی شوی، کوم مجرمین چې پانګوال دي، هغوی د دوی پر ځای د پیسو په مقابل کې خوشې شوې دي او دوی چې بې ګناه دي او اصلي د خوشې کېدو حقدار دي په زندان کې اچول شوي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x