روغتیا

څیړنه: روانه میاشت په اعصابو فشار زیاتیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۳مه، ۱۳۹۳م): د څیړنې پر بنسټ د کال ۱۱ میاشتو کې انسان په مکمله توگه خپل اعصاب استعمالولی شي؛ خو د اکتوبر (روانه میاشت) میاشت کې د انسان اعصاب له ډیرو جدي مشکلاتو سره مخ وي.

د هارورډ میډیکل سکول څیړنه ښيي چې د اکتوبر په میاشت کې انسان د ستړیا احساس کوي او په همدې اساس خوب هم پرې غلبه کوي.

د څیړنې پر بنسټ اکتوبر میاشت کې ورځې لنډیږي او شپې اوږدیږي چې له امله يي د روښنايي دورانیه کمیږي او له دې څخه نه یوازې ورځنی ژوند بلکه د خوب دورانیه هم متاثره کیږي.

په څیړنه کې ویل شوي چې په ورځني ژوند کې تغیر په اساس خلک ذهني ستړیا محسوسوي چې له دې څخه اعصاب متاثره کیږي.

څیړنه ښيي چې د خوب دورانیه کې تغیر سیده د انسان اعصابو باندې اثر کولی شي خو که د پخوا په اندازه او وخت خوب وشي نو انسان به د خوښۍ احساس وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x