نظــر

هغوی چې دمېرمنې دحقوقو نارې وهي

womensoldiersدڅیړنیزو راپورونو له مخې دامریکا په پوځ کې په ښځینه پوځیانو دجنسي تشدد کچه ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده ، دپوځي چارو دماهرینو په وینا چې هره درېیمه ښځه دجنسي تېري ښکار ګرځي په هغو کې دځینو قضیې تر عدالت پورې رسول کیږي خو ډیری پېښې یې دمیرمنو دخاموشي اود عدلیې دسرنه ګرځولو له امله ګونګې پاتې کیږې .

د(Anti War Group Coding) په نامه ادارې مرستیال مشر(میډی بینجمن) په خپلې یوې مرکې کې دا خبره په ډاګه کړې چې پوځ کې دجنسي تیرې دښکارکیدونکوښځینه پوځیانویو شمیریې په عراق او افغانستان کې په دندو ګمارل شوې چې هورې هم دورته ناخوالو سره لاس او ګریوان دي . همداراز تیر کال دامریکا دبهرنیو چارو وزارت له لورې د یوې خپرې شوې احصائیې له مخې ۳۲۳۰  دداسې نوعیت پېښې  ثبت شوې چې په پوځي اډو کې دمېشتو نارینه پوځیانوله لورې په ورسره ملګرو ښځینه پوځیانو په ډله یزه توګه بې کچې پراخې جنسې حملې ترسره شوې چې له امله یې ډیری میرمنې ځان وژنې ته مجبوره شوې .

همداراز دې ته ورته ټکي د۲۰۰۸ م کال داکتوبر په ۳۱ مه نیټه د(Post Trama Stress Disorder)نومي دولتي ادارې چې په کلیفورنیا کې پرته ده او پکې دذهني ،جنسي ،رواني او دماغي ناروغیو ترڅنګ دبېلابېلو ناروغیو درملنه کیږې ، ماهر ډاکټر (ریچرکیمرلنګ) هم ویلي چې عراق او افغانستان ته په استول شویو پوځې میرمنو کې زیات شمیر یې دجنسي تیري نښه ګرځي او ددوی ترټولوله عمده ستونزو څخه ذهني فشار دي .

نوموړي چې خپله هم ددې ادارې دماهر ډاکټرانو له ډلې څخه دي  دیوې مرکې په ترڅ کې ویلې چې دافغانستان اوعراق له جګړې څخه دستنېدونکو لږ تر لږه ۱۵ سلنه مېرمنې دسخت ډپریشن او ذهني کشمکش سره سره په راز راز جنسي،عصبي او ذهني ناروغیو اخته دي .که څه هم دځپل شویو ډېری برخه ښځې تشکیلوي خو قابو درې سلنه نارینه هم له دې ستونزې چې ګواکې دخپلوپوځي مشرانو له لورې ورسره ناروا جنسي سلوک کیږي ، سرټکوي .ډاکټر کیمرلنګ  داخبره په ډاګه کړې چې جګړې له ډګر څخه دستینېدونکو پوځیانو ۴۰ سلنه یې له دوي سره تر درملنې لاندي دي .

دنوموړې ادارې یوه څیړنیز پلاوي اندېښنه څرګنده کړې ده که دورته  ناروغیو  درملنې ته په  فوري توګه پاملرنه ونه شي ،نو نه یوازې داچې  دامیرمنې به  دیو مبهم له شرمه ډک برخلیک سره  مړې شې بلکې په ټولنه کې په دروانې جګړې په اړه منفي اغېز وشیندي .

په امریکایې وګړو کې دجنسي تېري رجحان یوازې په عراق او افغانستان کې دښکېلو پوځیانوترمنځ نه بلکې دغربي نړۍ په هر قشر کې ښځې او وړوکې جینکۍ دهوس ،درنده توب او جنسي غریزې داشباع نښه ګرځي .که په لویدیځ کې په اصطلاح د(ښځو خپلواکي )شعار ته ددرناوي چیغه وهل کیږي خو په حقیقت کې هغوی خپله دفطري قانون نه دسرغړونې له امله دناوړه ظلم ،استبداد ،جنسي تشدد او استحصال ښکار دي .

راشئ چې پدې تش په نامه پرمختللې!!! ټولنې کې له ښځو سره روان وحشت او له معصومو نجونو سره زړه بوږنونکو ظلمونو څوارقام تر ځغلنده نظر تېرکړو.

په یوه څیړنیز راپور کې ویل شوې چې یوازې په امریکا کې په ښځو دتشدد تر اووه لکه زیاتې پېښې درج شوې دي چې ډله یزه تیریو او تښتونو قضیې لا ترینه بېلې دي ،په تېرو څو کلونو کې کوچنیو ماشومانو په ګډون ۳۳ سلنه هندوستاني نژاده ښځې دتیري نښه ګرځي .په هرو دوه نیمو دقیقو کې یو نه یو ځای جنسي پېښه کیږې ،دجبري زنا په پېښو کې امریکا غوندي هیواد کې یوازې ۳۳ سلنه پولیسو ته راپور ورکوي ځکه هلته جبري زنا یوازنی جرم دي چې ځپل شوی کس په تکلیف سره خپله بې ګناهي ثابتولای شي .همدا وجه ده چې دامریکایې قانون اوعدالتي نظام له لورې په جنسي جرمونو اخته کسانو ته دعملاتحفظ ورکولوله امله زیات شمېر میرمنې دورته جرمونو له راپور ورکولوڅخه ډډه کوي ، حتی چې دجنسي جرمونو ککړ کسانو ستاینه کیږي او ښځو ته خپل حق ورکولو په ځای له رټلوسره مخامخ  کیږي .

دیو راپورله مخې په امریکا کې هرکال لس لکه کم عمره نجونې ناجایز اولادونه زیږوي او په همدې شمېریې خپل حمل ضایع کوي او په کوچنیوالي کې لادغرب دهوس پرستو لپاره یوه نانځکه ګرځي .همدارنګه داخبره ثابته ده چې په امریکا او اروپا کې ښځي له جنسي تشدد سره سره دناوړه نسلي امتیازاتو او استحصال ښکار دي .

داچې دمختار بي بي په پېښه کې دمېرمن پالنې علمبردارانو او دهغوی ملاتړو په زوږ او غوغا اسمان په سر اخستی وو نن څه بلا وهلي ؟ کله چې داسلامي نړۍ په یوه کونج کې ورته پېښه رامنځ ته کیږې او هغې ته شرعي قوانینو له مخې دسزا ورکولوغندنې ته په نړۍ کې هنګامه جوړوي  خو که له بلې خوا ددوي په انګړ کې په دومره لوړه کچه جرمونه کیږ ي ولې سترګې پرې پټوي ؟ دښځو حقوقو شعار درلودنکي ولې په امریکایې میرمنو دتشدد دراپوراخستلو په ځای هغه رټي……….؟

پوهیږو چې په ټوله نړۍ کې دښځو دحقوقو تش په نامه دعلمبرداري اودروغجن حمایت دلاپو شاپو وهونکو ټولنو او هیوادونو جریان ډیر له تاسف او شرمه ډک دي او بیخي د انسانیت لپاره دمرګ خبره ده .

ژباړه : عبدالمالک محب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x