خبرونهنړۍ

«تحریک طالبان پاکستان» د «اسلامي دولت» ملاتړ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): «تحریک طالبان پاکستان» یا د پاکستاني طالبانو غورځنگ په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت پر جهادي ډلې او نورو ډلو غږ کړی چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف پر ضد یو موټی شي.

له څه مودې راهیسې د اسلامي دولت ډلې ملاتړ په سویلي اسیا کې مخ په زیاتېدو دی. راپورونه وايي چې د اسلامي دولت د پلویانو له لوري د پاکستان پېښور ښار کې ویناپاڼې هم خپرې شوې دي. د پاکستان کنټرول کشمیر کې هم د اسلامي دولت بیرغونه رپول شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې پاکستاني طالبان له اسلامي دولته خپل ملاتړ اعلانوي. دوی په خپلې وروستۍ اختریزې خبرپاڼې کې ویلي چې د اسلامي دولت د موخو بشپړ ملاتړو به کوي او د دې ډلې د دفاغ لپاره به مجاهدین استوي او له هرې ممکنې لارې به یې ملاتړ کوي.

پاکستاني طالبانو په دغې اختریزې ویناپاڼه کې له سلامي دولته غوښتي چې د «گډ دښمن» پر ضد یو لاس شي. په دې ویناپاڼه کې راغلي ده: «په دې سختو شرایطو کې موږ تاسو غواړو چې له حوصلې کار واخلئ او د خپل دښمن پر وړاندې یو موټی شئ، لکه څنگه چې ستاسو دښمنان هم ستاسو پر وړاندې متحد شوي دي. سیالۍ پرېږدئ». پاکستاني طالبان داسې مهال له اسلامي دولته خپل ملاتړو اعلانوي چې د امریکا او سعودي په مشرۍ د دې ډلې د ځپلو لپاره تېر سپټمبر کې نړیوال ایتلاف منځ ته راغلی.

د پاکستاني طالبانو یو بل مشر، عمر خراساني په خپلې لس دقیقه يي ويډیو پیغام کې له اسلامي دولته ملاتړ کړی او ډاډ یې ورکړی چې تیار دی د القاعدې، نصرت جبهې او اسلامي دولت ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

د اسلامي دولت پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له منځ ته راتگ سره له دغې ډلې سره د نړیوال جهاد پلوو ډلو خواخوږي مخ په زیاتېدو ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x