ورزش

هندوستان: چنای سوپر کینگ د چمپینز لیگ اتلولي وگټله

نن ټکي اسیا (یکشنبه، تلې ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): هندوستان کې د چمپینز لیگ شل اوریزو سیالیو پایلوبه کې چنای سوپر کینگ د سریش راینا سلیزې په مرسته کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته ماته ورکړه.

پایلوبه بنگلور ښار کې وشوه او دغه لوبه چنای سوپر کینگ په ۸ ویکټو وگټله. چنای لوبډله ۱۸۱ منډو هدف دوه لوبغاړو په سوځیدو په ۱۹ مه اوور کې پوره کړه.

چنای لوبډلې لوبډل مشر مهیندر سنگ دوني د لوبې پچه وگټله او سیالې لوبډلې ته يې د لومړي توپ وهنې چانس ورکړ.

کلکته نایټ رایډرز د ښه توپ وهنې په مرسته ۱۸۰ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یي د ۱۸۱ منډو هدف ورکړ.

په ځوابي توپ وهنه کې د چنای لوبډلې توپ وهونکې هم ډیر ښه وځلیدل چې د لومړی لوبغاړی سوځیدو وروسته سریش راینا او برینډن میکلم په شریکه ۱۲۲ منډې جوړې کړې.

سریش راینا په ۶۲ توپونو کې د ۶ څلوریزو او ۸ شپږیزو په مرسته ۱۰۹ منډې جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی د چنای لوبډلې توپ اچونکی پون نیگي د ۵ لوبغاړو سوځولو په اساس وټاکل شو.

چنای د دوهم ځل لپاره دغه سیالیو اتل شو له دې مخکې ۲۰۱۰ کې هم د دې سیالیو اتلولي چنای سوپر کینگ لوبډلې گټلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x