ټکنالوژي

د الوتونکي موټر خوب رښتیا شو!

نن ټکي اسیا (یکشنبه، تلې ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): تیرې لسیزې څخه ټوله نړۍ او په خاصه توگه اروپا کې د ترافیک زیاتوالی د حکومتونو لپاره لویه ستونزه گرځیدلې ده؛ خو اوس اروپايي اتحاديه د دغې ستونزې حل لار پیدا کړې ده او د الوتونکو موټرو د پروژې د تکمیلولو هوډ يي کړی.

جرمني کې الوتونکو موټر په اړه د څیړونکې ادارې میکس پلینک مشر هېن وايي چې ځینې فلمونو او کتابونو په قصو کې د الوتونکو موټرو لیدل یو خوب ښکاریده خو مونږ دغه خوب په حقیقت بدلول غواړو او ډیر ژر به تاسې په هوا کې الوتونکې موټرې ووینئ.

هېن په وینا دغه څلور سیټه لرونکی موټر مايي کوپټر (myCopter) نومول شوی چې ۴۰۰۰ فټ څخه په لږه اوچتوالي کې الوزي او د الوتنې لپار ۱۰۰ فټه ځمکه باندې منډې ته ضرورت لري.

مایي کوپټر به په عام سرکونو د ۱۸۰ کیلومټره في ثانیه په سرعت سفر کولی شي. د بیټری ضعیف والي له امله دغه موټر یوازې ۲۵ کیلو متره سفر کولی شي او ۲۰۵۰ ز کال کې بازار ته وړاندې کیږي.

اروپايي اتحادیه څلور کاله د دې پروژې تکمیل لپاره د ټول اروپا څخه څلور ادارې انتخاب کړې وې چې په فضا کې د نوي پرسنل ایو اشن وهیکل (Personal aviation vehicle) جوړولو پر وخت واقع کیدونکي ستونزې او خڼډونه څیړي. د کارپوهانو په وینا د دوي توجه په موټر جوړولو نه بلکه په فضا کې د هغوي کنټرولولو باندې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x