نظــر

سړې كه تودې غولونې؟! لیکوال: قتيل زوى خوږياڼى

oda-574-and-hamid-karzai-november-2001په افغانستان كې سياسي ډلو تل ساړه او تاوده ملگري  د خپل مشرتابه تر اغېز لاندې را ټول كړي او د وټه ييزې گټې د رڼې چينې په توگه يې ورته په بېلابېلو بڼو بې ډوله څرخولي دي. كله، چې ساړه شوي دا خبره ترې رازيږېدلې، چې : ملت، خلك او ټولنه بې علمه او جاهله ده. دې زيږېدلې خبرې د ودې بېلابېل پړاوونه تر سره كړي نه دي، بلكې ساړه ياران پرې بېرته تاوده شوي او تاوده ساړه شوي دي.

ددغې تودې او سړې غولونې بېلا بېلې بڼې د فشار پر څو اړخيزو  ډلو تر دې  دمه خوندي پاتې دي.

دوى په افغان ټولنه كې تېر هير گڼلي او د قدم، قلم او درهم په كڅوړو كې يې د نوښت خوبونه اوبو ته تېر كړي دي. كله، چې راويښ شوي چا د قدم لوري ته ودانگل،چا قلم ته مخه كړه او چا ځان هم درهم ومنلو.معنا دا، چې څوك شل شول، د چا ژبې گونگۍ شوې او د چا پانگه وركه شوې يا دا، چې  د گام او قدم پلويان  مو كارگران ، د قلم ياران مو قلموال او د درهم مينه وال مو پانگوال  شول.

كارگرانو د نړۍ كارگرانو ته د يووالي چغه پورته كړه، قلموالو د نړۍد قلموالو ارزښتونه راوژباړل (خپل سكني وروڼه يې ونومول) او پانگوالو خپله گټه د نړيوال ښكېلاك او زبېښاك تر اغېز لاندې  د ډېريدو په هيله  له لاسه وركړه.

اوس گورو، چې ددې مثلث مخه په افغان ټولنه كې ډپ شوې او د خپلو كړنو د پلي كولو لپاره بې چاپېرياله پاتې دي.

همدا لامل دى، چې ساړه ياران مو تاوده او تاوده ياران مو ساړه ښكاري او يو هم پرته له بهرنۍ علمي مرستې او پوځي ډاډمنتيا  خپلې هلې ځلې ډاډمنې نه بولي. يعنې خپلې زده كړې د هغه چا په وړاندې ، چې دوى يې بې علمه بولي كارولى نه شي.

اوس تاسې ووايئ، چې:  جهالت په چا كې دى؟

له پوره ژورې كتنې وروسته به ومنو، چې:   

جهالت په ملت ، خلكو او ټولنه كې نه، بلكې  په  واكمنو او بې واكه  سياسي ډلوكې دى، چې خپل كړيدلي اوځپلشوي  خلك رهبري كولى نه شي.

دا څنگه؟

دا داسې، چې ددوى په ډاډ مو ټولنه وېشل شوې، خلك مو وېشل شوي او حتا مليت مود وېشل كيدو پر لوري روان شوى دى. په ښكاره او څرگنده توگه پوځي ،سياسي او فرهنگي وېره پر واکمنو حاكمه ده، د بهرني مصلحت  په خاطر له ملي گټو، ملي هويت او مقدساتو تېرېدنه غوره او نيك عمل گڼل كېږي او پردي پالنې ته د ملي گټو د خوندي كولو او فرهنگ جوړونې د ارزښت نوم وركړ شوى، تېروتنې او جگړې ورته تودې دي او معلوم الحاله كورنۍ، افراد، اشخاص او ډلې ورته په وينا او نڅا اخته پاتې دي.

شرم، حيا او صداقت د نظام جوړونې لار نه، بلكې زر، زور او ملي خيانت ورباندې د وفاداراۍ ښكاره بېلگه منل شوې ده.

وېره، خفگان، شرم او قناعت هغه بنسټونه دي، چې هم پرې نظام جوړېداى شي او هم پرې پر وحشت، كركې او جنگ ولاړ جوړښتونه ساتل کيږي.

زمونږ په ټولنه كې بهرني ښكېلاك او زبېښاك له تېرو څه ناڅه درې پېړيو واكمنو او بې واكه ډلو ته د وېرې، خفگان،شرم او قناعت نسكوره بڼه د علم اوخلاصون دلارې په توگه ځلولې او كه نه د وېرې، خفگان ، شرم او قناعت سمه بڼه علم،سياست، اقتصاد او فرهنگ را پورته كوي او هر اړخيز ډاډ پرې رامنځته كيدونكى دى.   

هغه خلک ،چې نظام جوړوي ورته ولسي او ملي خلك ويل كېږي . دا د ډاډ وړ خلك دي، خو د دوه يم عمل پلويان ولسي خودارديت او انفراديت په کې له لاسه وركوي، ولسي او ملي ډاډ نه شي  ورته را منځته كولى.

د لومړي نظر او تگلارې پلويان شرم، وېره، خفگان او قناعت د بشرد تاريخي شتون گډ ارزښت بولي او د تاريخ دغه مادي او معنوي پوهنه يو له بله سره نه بېلوي.

دوى پرهمدې اصل ټينگار او عمل د ملي پېداېښت ژغورنه،هڅونه او پالنه بولي،چې حکومتي _ سياسي غوښتنې او پوښتنې په کې بشريت ته ډالۍ کيږي.  

په دې معنا، چې شرم ته شرم، وېرې ته وېره، خفگان ته خفگان او قناعت ته قناعت ويل يو ملي _ اخلاقي عمل دى.

دا، چې شرم څنگه شرم ، وېره ولې وېره، خفگان ولې خفگان او قناعت ولې قناعت گڼل کيږي دا دتاريخ  د يو تريخ حقيقت د څرگندونې غوښتنه كوي.

هغه دا، چې واكمن بې شرمه، بې وېرې، بې له دې، چې ولس پرې قانع  شي، د پرديو ملاتړ ته  د وفادارۍ لورى خپلوي او له ولسه تجريدشوې هڅې غوره بولي او يا هم يو د بل پسې بې له دې، چې ولسي اراده  په كې دخيله وي، د پرديو په مستقيم او غير مستقيم ملاتړ او پيرزوينو د ادارې  پر چلولو بوښت پاتې کيږي او حتا پر ولس وحشيانه يرغل ته دخپلې خوښې قانوني بڼه وربخښي.

وگورئ:

زمونږ نننى ولس د پروني ولس په څېر له څلور لوريو د يرغليز عمل سره مخ دى، خو د پروني او ننني يرغل تر منځ توپير په دې كې دى، چې نننيو يرغلگرو د فضايي او هوايي كرښو پر حاكميت سربېره ځمکنى نسلي وحشت اوبشري كركه د خپلو بړېڅو لپاره د گټې وټې د لاسته راوړلو يوه غوره منبع پرېښې ده، ساړه او تاوده ياران دواړه پرې را څرخېدلي او ډاړې يې پرې ښخې كړي دي.

دوى ټول د يوې كړۍ (حلقې) په توگه پر بېلا بېلو پلمو او بڼو پر ولس خپل ملاتړ او جگړيزې پېرزوينې تپي او پر هېوادغوښتنې، ملي واكمنۍ او ملي هويت ښکاره ملنډو ته د ډلو له خوا د ډلو لپاره د ډلو واکمني (ډيموکراسي) وايي.

ولس همدې شرم ته شرم ويلى؛ ځكه يې په تېرو درې لسيزوكې يو دېرش واكمن له پښو غورځولي او ملاتړ يې ترې نه دى كړى.

په هېوادکې دتېرو درې لسيزو د سيمه ييزو او نړيوالو مصلحتي سازشونو د كرل شويو زړيو رېښې د وينو په ډنډونو كې له ودې ؛ځكه پاتې شوې، چې ولس پرې د آزادۍ خپل نيالگي خړوبول غواړي.

زما مطلب دادى، چې د بن د كړۍ(حلقې) واکمنې ډلې[ چينايان، امريكايان، روسان، فرانسويان او انگريزان (ساړه او تاوده) ياران] دې څلور گامه پورته كړي:

په لومړي گام كې دې دسرحدي شپږو هېوادونو واکمنې ډلې، معلوم الحاله کورنۍ اوافراد پر يوې  بلې گډې پرېکړې،چې ملي واکمني په کې وړ گڼل شوې وي، بې واكه كړي ، بيا دې د افغانستان نژدې هېوادونو ته ډاډ وركړي،چې پښتانه د نوې واکمنۍ لپاره ونه ځپي . ورپسې دې د يو سياسي _اخلاقي چتر لاندې د ټاکنو نوى پړاو د يو كال لپاره په پوره امانت وځنډوي ،څو ملي او تاريخي شتون په کې د پاملرنې وړ وگرځي.

په دوه يم گام كې دې په افغانستان کې له پلار نيكه را پاتې غلام صفته مشران! افراد، اشخاص، ډلې او معلوم الحاله كورنۍ، چې ولس ته په هر اړخيزو اداري او ملي چارو كې نېغ نېغ كېږي، خو څوك يې په خولې د پياز غوټه هم نه خوري، د حق او عدالت له ډگره ( افغانستان څخه) وباسي.

په درېيم گام كې دې د افغانستان طبيعي او فرهنگي پولې له گاونډيانوسره بيا وټاكل شي.

په څلورم گام كې دې لويې جرگې ته ملي او نړيوال واک وسپارل شي، چې بيا خپل خواخوږى مشر وټاکي.

كه دا څلور گامه د بن  د غونډې واكداران او ياران ونه مني او تشې د نظام جوړونې چغې تر سره كړي؛ نو زه باور لرم، چې دا ملي او سيمه ييز سياسي_ اخلاقي بحران به په نړيوال بحران واوړي.

دا اوس روسان، چينايان، امريكايان او اروپايان په سياسي بحران اخته دي، امريكايانو د سياست او عمل دواړه ډگرونه بايللي او هېواد يې د سياسي او پوځي ماتې سره مخ دى. انگريزان هم د ورته ستونزوښکار شوي او چينايان د اقتصادي، سياسي، نظامي او اخلاقي بحران تر څنگه  په ايديالوژيك بحران اخته شوي دي.

يو ځل بيا ټينگاركوم، چې د ځاني او ملي شتون په گټه له وژنوڅخه تېر شئ. پورته وړاندې شوى تريخ حقيقت و زغمئ، د ملي گامونو، قلمونو او درهمو لوري ته گامونه پورته كړئ او له پښتنو څخه په ټاټوبي كې د سياسي واکمنۍ حق مه اخلئ ؛ځکه،چې روانه پوځي او سياسي لوبه  په  دې  بڼه او په  دې  څېرو نوره  لوبولى نه شئ.

غوره ده ژر تر ژره يې مخه پخپله ونيسئ.

په افغانستان کې ددغه راز واکمنيو پټه بېلگه شاه شجاع او څرگنده هغه يې ډاکټر نجيب او حامد کرزى دى،چې ده هم ښارونو ته له نژدې کليوڅخه دکليوالوشوراگانو نومول شويو استازيوته خپله اداري اوقانوني بېوسي وړاندې کړه او د تېښتې لار لټوي.  

دا څه نوى عمل؛ ځكه نشو گڼلى، چې له تېرو درې پېړيوڅخه په نړيواله کچه حقايق پټ شوي او له يو دېرش كلونوڅخه په ملي کچه په پرله پسې توگه نا منلې ډلې او افراد ځواکمن ساتل شوي،واکمنۍ يې تكرار شوي او تكراريږي؛ ځكه، نو په افغانستان اوسيمه کې د پښتنو د وژنې روان  بهير نه ستاسو په گټه دى او نه ستاسو د هغو يارانو، چې پرون ساړه ښكارېدل او نن په کې پوره تاوده شوي دي.

اوس تاسې ووايئ ، چې سړې او تودې غولونې كومې دي؟

په درنښت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x