افغانستانخبرونهنړۍ

ولسمشر غني د پاکستاني طالبانو «نائب امیر» پاکستان ته سپاري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): پاک ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې په افغانستان کې واک ته د نوي ولسمشر له رسېدو سره سم یې ژمنه کړې ده چې د پاکستاني طالبانو نائب امیر، مولانا فقیر محمد به پاکستاني حکومت ته سپاري. افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي پاکستاني حکومت ته پیغام استولی چې دی تیار دی چې مولانا فقیر محمد دوی ته وسپاري.

که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې کوم تړون نه دی شوی؛ مګر فقیر محمد به پاکستان ته د ملګرو ملتونو له اصولو سره سم سپارل کېږي.

پخواني افغان ولسمشر د فقیر محمد سپارل د افغان طالبانو د مرستیال (ملا عبدالغني برادر) چې اوسمهال د پاکستان بند کې دی، تسلمېدو پورې تړلی بللی.

افغان حکومت د مولانا فقیر محمد د خلاصون یا د کومې تبادلې په اړه تر دې دمه غبرگون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x