نادري ناولده

کله چې دین څنډې ته شي… فرانسوي خپله میره نکاح کړه!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): فرانسه کې یو تن د محکمې له اجازې وروسته له خپلې میرې سره واده وکړ.

د فرانسې قانون پر بنسټ له نا سکه خور او ورور سره نکاح کول غیر قانوني ده؛ خو بیا هم فرانسوي محکمه د دغې زوی او مور د واده کولو اجازه ورکړه.

د بي بي سي د راپور پر بنسټ ۴۵ کلن ایکرک هولډر خپل پخوانی نا سکه مور ۴۸ کلنه ایلیزیبت لورینټز سره د میتز ښار ته څیرمه د ابو قصبې سیمه کې واده وکړ.

د واده په مراسمو کې ډیرو میلمنو سربیره د هلک پلار او د ښځې پخواني خاوند هم گډون کړی و.

د څارنوالانو دفتر د سیمه ییزې محکمې فیصله نه وه منلې؛ خو بیا هم د محکمې د فیصلې په خلاف قانوني اقدام نه کولو فیصله وکړه.

د سیمه ییزې محکمې له فیصلې وروسته ایلیزیبت وویل: «نن یوه مهمه ورځ ده»

ایلیزیبت فرانسوي خبرې کانال اې ایف پي ته په وینا کې وویله: «چې زما کیسه به ډیرو نورو خلکو ته گټه ورسوي؛ ځکه چې ما ته معلومه ده داسې نور ډیر خلک هم شته»

د ایلیزیبت په وینا د دې پخوانی خاوند د محکمې په ټولو کارونو کې له دې سره مرسته وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

ویل کیږی باچا(بادشا)له وزیره وغوښتل دری دووسان می پکاردی راته پیدایی کړه وزیرډیرحیران أوپه عین حال کی زړه نازړه وه چی داڅنګه کیداسی چی زه داغوښتنه پوره ،لنډ داله ښاره راوه وتل أو ددووسانوپه لټه کی سوو که ګوری پرلاریوسړی روان ده وزیر ورغږ کړودریږه چیرته ځی سړی ځواب ورکړ دغه مخامخ کلی ته ځم، وزیرڅه کوی ،سړی زماښځه بل کس ته ور واده کوی زه یی هم ورغوښتی یم ،وزیرسړی ترلاس ونیول ورته وی ویل راځه باچا غوښتی یی ،وزیرسړی راوستل دباچا په مخکی یی ودرول ،داده دووس می راوستل بادشاوویل دغه سړی څه کړی وزیرکیسه ورته وکړه باچاوویل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x