نظــر

په ملګرو ملتو کي داسلامي سفيرانو په نامه

OICپه دنيا باندي د جمهوريت او سکولرزم نظام دومره حاوي دى چي نن څوک دا ويلاى هم نه سي چي جمهوريت د بشريت لپاره تاواني او ناقص نظام دى، په جمهوريت کي سرونه تلل کيږي، د دې توپير نه کيږي چي په کوم سر کي زيات عقل دى او په کوم کي کم، او د کوم سر خاوند مصلح او د معاشري په ګټه دى او کوم يي په تاوان، او دا خبره په تجربي سره معلومه ده

چي په هر وخت کي کم عقل او بي کاره خلک زيات وي، او عقلمند او مصلح خلک کم وي، او حقيقت هم دا دى الله پاک فرمايي: وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ[الانعام:١١٦].
ژباړه: که ته په زمکه کي د ډيرو خلکو (د رايي) تابع سي د خداى د لاري څخه به دي ګمراه کړي ځکه دوى يوازي د خپلو خيالو پيروي کوي.
 
 د دې نتيجه ده چي نن په دنيا کي چي که د مسلمان يا د اسلام په نقصان کوم قانون جوړيږي، ډير په تيزي سره په ملګرو ملتو کي ورباندي اتفاق رايي رازي، کله د فلسطين او کله د صوماليا او کله د ليبيا او کله هم د افغانستان د ايلولو لپاره ګټه ځيني اخيستله کيږي، خو افسوس په سل ځله افسوس چي د اسلامي ملکنو سفيران او نمايدګان هيڅکله هم د اسلام او اسلامي نړۍ د حفاظت لپاره هيڅ فايده هم نه ده ځيني اخيستي، که د اسلامي ملکونو سفيران صاحبان د ملګرو ملتو په ګول ميز کي د خپل دين او د خپل دين د پيروانو لپار کله هم يو وار اواز اوچت کړى وايي نو به ډيره لويه خبره وه، او دا به مو ويلاى سو چي ملګري ملتونه زموږ په ګټه هم دي.
 
دغه وجه ده چي د اسلام مخالف قدرتونه هيڅ کله هم دا باک نه کوي چي له موږ به هم کله پوښتنه کيږي او که يا، نو چي څه زړه يي څه غواړي هغه کوي او چي زړه يي وغواړي پر مسلمانانو هغه نومان ږدي، او په يو او بل نامه سره يي بدنامه وي، د دې په تسلسل کي څو ناوړي پيښي…..
 
دنبي کريم صلى الله عليه وسلم په شان اقدس کي ګستاخي:
 
بالاخير پر دې يي هم بسنه ونه کړله د مسلمانانو پر هغه هستي چي هر مسلمان ته له خپل ځان او لاد او له خپل پلار  څخه زيات ګران دى، او چي وټولي نړۍ ته يي د امن خوشحالۍ او سوکالۍ پيغام راوړى دى، د هغه په مقدس شان  کي يي ګوستاخي او بې حرمتي په څو څو واره وکړله، نه يوازي دا چي په انفرادي سطحه بلکي د پر دي تر شا د وخت دحکومتونو لاس هم ور سره مل و،او  ويل به يي چي دا د بيان ازادي دى د هر چا حق دى، او بيا به غربي خبري رسنيو په ډير شد او مد سره نوره هم تشهيره وله او خپره وله به يي. دا هم د تعصب څخه پرته بل څه رنګ لري.
 
پر اسلامي سپيڅلي حجاب بنديز او د هغه ګستاخي:
 
د دوى هر څه بر داښتيږي او پر مسلمانانو تحميليږي، خو دوى د اسلام هغه سپيڅلى قانون لکه حجاب يا پرده چي مسلماني ښځي يي په خپله خوښه خوښه وي، هم نه سي برداښت ولاى، او رنګارنګه بد او رد په سي وايي کله وايي چي دا کفن پوښ، او کله وايي چي دا بيا په معاشره کي د پرده دارو ښځو امتياز راولي او له خپلو حقوقو يي بې برخي کوي او کله څه وايي.
 
نن سبا دحجاب په اړه په خبري رسنيو کي ګنګوسي دي چي حجاب د ښځو لپاره جبري کار دى، دوى يي په خپله خوښه نه خوښه وي، د کورنۍ له خوا مجبوريږي خو په خپله مسلمانو ښځو د خپل وس سره سم په هر ځاى کي مظاهري کړي دي چي دا زموږ ديني مذهبي او طبعي حق دى دا له موږ څخه څوک په جبر او زور نه سي اخيستى، خو بيا هم دوى وايي چي دا پر ښځو ظلم دى.
 
د څو لسيزو څخه د مسلمانو ښځو د حجاب په اړه په غربي دنيا کي رنګارنګه خبري کيږي د دې په تسلسل کي د د بلجيم او فرانس حکومت هم د حجاب د پابندي قانون منظور کړى، او په دليل کي دا وايي چي بيا د مسلمانو ښځو د نورو ښځو څخه امتياز راځي او په معاشره کي منفوري کيږي او بيا يوازي پاته کيږي چي دا د دوى د حقوقو خلاف ورزي دى چي له دې سره يي حقوق ضايع کيږي،او بل دا وايي چي دا زموږ وملي هويت او و عناناتو ته نقصان کوي، په تعليمي او حکومتي ادارو او په عامو بازارو کي د حجاب سره په ګرزيدلو راګرزيدلو يي پابندي ده.
 
دا د سکولرزم پيداوار او د دوى عنانات دي، د فرانس د باچا سرکوزي او د امريکا د مخکني باچا کلټن قصي د تاريخ په پاڼو کي ثبت دي، او دا شان په فرانس کي په تفريحي ځايو کي پر ټوله جامه قانوني بنديز دى، زه يي تفصيل ځکه نسم ليکلاى چي د ليکني بڼه مي ور باندي خرابيږي.
 
عجيبه خبره دا ده که يي ټول بدن پټ وي پروا نه لري خو يوازي دي مخ نه پټه وي، ځکه د دوى په ژبه چي يو له بل سره چي خبري کوي او يو د بل مخ ويني نو ښه وي او که يي مخ پټ وي نو بيا د خبرو اثر نه وي، دا يوازي له تعصبه ماسوا نور څه ځيني معلوميږي، هغو مسلمانو ښځو چي کله د خپلو مسلمانو زلميانو بې احساسي وليدله نو په خپله وميدان ته راووتلي او په لارينونو يي لاس پور کړى، په دې لړ کي ډيري ښځي د پليسو له خوا بندياني سوي او پر ډيرو نغدي جرماني ولګيده.
 
پر دې ټوله دنيا او بالخصوص مسلمه دنيا دا سي خاموښه ښکاري چي د غير مسلمو به لا دا خيال سي چي حجاب په اسلام کي اهميت نه لري.
 
تر دې له مخه په نورو ملکو کي هم په ښخصي او حکومتي سطه پر اسلامي حجاب حملي سويدي په دې لړ کي يوه ښځه چي اسلامي حجاب يي اغوستى و شهيده هم سوه چي بيا په شهيدة الحجاب سره مشهوره سوه، هلته هم اسلامي دنيا د خاموښى مظاهره کوله.
 
د مسلمانانو د مقدس کتاب قرآن کريم ګستاخي او د هغه سوځول:

د مسلمانانو د مقدس کتاب قرآن کريم يي په څو څو واره بي حرمتي وکړله، په خاکاندازو کي يي وغورزاوى، په لغتو يي وواهى، په مرميو يي وويستى، بالاخير په دې يي هم زړه نه سو سوړ د منحوسي کليسا معلون پادري ښه په اعلان سره و مقدس کتاب قرآن کريم ته اور واچاوى، او د حکومت له خوا د هغه د کليسا او د ده معلون  د حفاظت لپاره ډير پليس په کار واچول سول، چي څوک نقصان ورته ونه رسوي.
 
د دې ليکني تر ليکلو پوري خو لا ملعوم پادري نور هم پور جوښه ښکاري په امريکا کي يي نن د جمعي په ورځ[٤/22/2011م] د مسلمانانو د لوى مسجد مخته د لوى لاريون اعلان کړى دى، او دا وايي چي زه په امريکا کي د اسلامي کلچر خطر محسوسه وم، او موږ امريکايان اسلامي کلچر ته هيڅ ضرورت نه لرو، دا يوازي د ده شخصي نظر نه دى، د پردي تر شا د غربي دنيا د تعصب لويي لويي منصوبي پرتي دي، الله سبحانه فرمايي: قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ[آل عمران:١١٨].
ژباړه: يقينا د دوى له خولو څخه يي بغض (کين) ښکاره سو، خو د دوى په سينو کي چي (د مسلمانانو په خلاف) څه پټ دي (هغه تر دې هم ) ډير غټ دي.
 
پر اسلامي ذبيحه بنديز:
 
په غير مسليمه نړى کي مسلمانان هم زيات اوسيږي د هغو د ديني حکمونو سره سم بايد هغه پاکي او حلالي غوښه وخوري، او مرداره غوښه يوازي د اضطرار په حال کي خوړلاى سي، خو د هايلنډ حکومت دا هم نه کړو برداښت پر اسلامي ذبيحو يي بنديز ولګاوى، د دوى د ذبيحي طريقه دا سي ده چي حيوان پر سر په درانه شي ووهي چي بې هوښه سي نو د دوى په اصطلاح بيا تکليف نه محسوسه وي، او دا هم د حيوانانو حقوق بولي، او دوى وايي چي د مسلمانانو مذهبي ازادي ځان ته خبره ده او د حيوانانو حقوق ځان ته دي، د دې خبري مطلب دا دى چي د مسلمانانو د ديني ارزښتنو دومره قدر هم نسته ورسره لکه د حيوانانو.
 
د مذهبي امورو په اړه عالمي او بين المللي قانون:
 
په بين المللي قانون کي د هر مذهب د پيروانو د مذهبي شعايرو د ازادي د حفاظت او احترام کولو په اړه قانون وجود لري، څوک نه سي کولاى چي د يو مذهب د پيروانو مذهبي ازادي صلب کړي او يا يي توهين کړي. خو دا به څوک عملي کوي او څوک به يي غوښتنه کوي.
 
د اسلامي شعايرو د حفاظت عالمي او بين المللي حل:
 
په انفرادي ډول په هر ځاى کي د دوى د هري بدي پر خلاف عامو خلک خپله غم او غوسه ښکاره کړه او لارينونه يي وکړل، يقيني خبره ده چي دا يوازي د خپلي رايي له ښکاره کېدلو ما سوا نوره فايده نه لري، په حکومتي سويه يي تر ننه هم ترديد نه دى سوى، دا خولا پريږده، پر هغو لاريون کونکو د خپلو اسلامي حکمرانانو له خوا څه نه ورغلل، په ډبو ووهل سول، بنديان سول، جرمانه سول، د دهشتګر په نامه ونومول سول، زخميان او په مرميو وويستل سول، او يو ګڼ شمير خو يي لا مړه هم سول.
د وخت د حکمرانانو مسؤليت دى چي د خپلو خلکو او د هغوى د ازادى او ديني شعايرو حفاظت وکړي.
 
په ملګرو ملتو کي اسلامي سفيرانو ته:
 
په ډير درنښت او قدر سره ستاسو دې خبري ته توجه غواړم!
چي  په ملل متحد کي د هر اسلامي ملک نمايندګي سته، که ټول په اجتماعي ډول د خپلو ديني شعايرو د حفاظ اواز اچت کړئ يقينا ډير اثر به يي وي، او دا سي قانون منظور کړئ چي څوک د اسلامي شعايرو او داسلام د ستر پغامبر توهين کوي هغه د دنيا په سويه بين المللي مجرم بلل کيږي، نو هيڅوک به هم بيا و دا سي توهين کولو ته زړه ښه نه کړي، او بالفرض که په دې ناوړه کار لاس پوري هم کړي نو قانوني او بين المللي مجرم به بلل کيږي، او په دې امورو کي ټول مسلمانان سره برابر شريک دي، د شيعيه او سوني او يا بلي ډلي توپير نسته، نو حل يي هم د ټولو زمه واري دى.
 
دا نه يوازي د مسمانانو په ګټه دى بلکي د غير مسلمو هم په دې کي حفاظت سته، ځکه که هر وخت داسي ناوړه قدم اوچتيږي نو بالاخير  نه براداښتيږي عام مسلمانان وميدان ته راوزي او د خپلو مټو په زور يي حل غواړي چي يقينا دا د غربي او غيري مسلمه دنيا په نقصان دى.

مفتي احسان الله

بسم الله الرحمن الرحيم
 
په ملګرو ملتو کي داسلامي سفيرانو په نامه
 
په دنيا باندي د جمهوريت او سکولرزم نظام دومره حاوي دى چي نن څوک دا ويلاى هم نه سي چي جمهوريت د بشريت لپاره تاواني او ناقص نظام دى، په جمهوريت کي سرونه تلل کيږي، د دې توپير نه کيږي چي په کوم سر کي زيات عقل دى او په کوم کي کم، او د کوم سر خاوند مصلح او د معاشري په ګټه دى او کوم يي په تاوان، او دا خبره په تجربي سره معلومه ده چي په هر وخت کي کم عقل او بي کاره خلک زيات وي، او عقلمند او مصلح خلک کم وي، او حقيقت هم دا دى الله پاک فرمايي: وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ[الانعام:١١٦].
ژباړه: که ته په زمکه کي د ډيرو خلکو (د رايي) تابع سي د خداى د لاري څخه به دي ګمراه کړي ځکه دوى يوازي د خپلو خيالو پيروي کوي.
 
 د دې نتيجه ده چي نن په دنيا کي چي که د مسلمان يا د اسلام په نقصان کوم قانون جوړيږي، ډير په تيزي سره په ملګرو ملتو کي ورباندي اتفاق رايي رازي، کله د فلسطين او کله د صوماليا او کله د ليبيا او کله هم د افغانستان د ايلولو لپاره ګټه ځيني اخيستله کيږي، خو افسوس په سل ځله افسوس چي د اسلامي ملکنو سفيران او نمايدګان هيڅکله هم د اسلام او اسلامي نړۍ د حفاظت لپاره هيڅ فايده هم نه ده ځيني اخيستي، که د اسلامي ملکونو سفيران صاحبان د ملګرو ملتو په ګول ميز کي د خپل دين او د خپل دين د پيروانو لپار کله هم يو وار اواز اوچت کړى وايي نو به ډيره لويه خبره وه، او دا به مو ويلاى سو چي ملګري ملتونه زموږ په ګټه هم دي.
 
دغه وجه ده چي د اسلام مخالف قدرتونه هيڅ کله هم دا باک نه کوي چي له موږ به هم کله پوښتنه کيږي او که يا، نو چي څه زړه يي څه غواړي هغه کوي او چي زړه يي وغواړي پر مسلمانانو هغه نومان ږدي، او په يو او بل نامه سره يي بدنامه وي، د دې په تسلسل کي څو ناوړي پيښي…..
 
دنبي کريم صلى الله عليه وسلم په ښان اقدس کي ګستاخي
 
بالاخير پر دې يي هم بسنه ونه کړله د مسلمانانو پر هغه هيستي چي هر مسلمان ته له خپل ځان او لاد او له خپل پلار  څخه زيات ګران دى، او چي وټولي نړۍ ته يي د امن خوښحالۍ او سوکالۍ پيغام راوړى دى، د هغه په مقدس شان  کي يي ګوستاخي او بې حرمتي په څو څو واره وکړله، نه يوازي دا چي په انفرادي سطحه بلکي د پر دي تر شا د وخت دحکومتونو لاس هم ور سره مل و،او  ويل به يي چي دا د بيان ازادي دى د هر چا حق دى، او بيا به غربي خبري رسنيو په ډير شد او مد سره نوره هم تشهيره وله او خپره وله به يي. دا هم د تعصب څخه پرته بل څه رنګ لري.
 
پر اسلامي سپيڅلي حجاب بنديز او د هغه ګستاخي
 
د دوى هر څه بر داښتيږي او پر مسلمانانو تحميليږي، خو دوى د اسلام هغه سپيڅلى قانون لکه حجاب يا پرده چي مسلماني ښځي يي په خپله خوښه خوښه وي، هم نه سي برداښت ولاى، او رنګارنګه بد او رد په سي وايي کله وايي چي دا کفن پوښ، او کله وايي چي دا بيا په معاشره کي د پرده دارو ښځو امتياز راولي او له خپلو حقوقو يي بې برخي کوي او کله څه وايي.
 
نن سبا دحجاب په اړه په خبري رسنيو کي ګنګوسي دي چي حجاب د ښځو لپاره جبري کار دى، دوى يي په خپله خوښه نه خوښه وي، د کورنۍ له خوا مجبوريږي خو په خپله مسلمانو ښځو د خپل وس سره سم په هر ځاى کي مظاهري کړي دي چي دا زموږ ديني مذهبي او طبعي حق دى دا له موږ څخه څوک په جبر او زور نه سي اخيستى، خو بيا هم دوى وايي چي دا پر ښځو ظلم دى.
 
د څو لسيزو څخه د مسلمانو ښځو د حجاب په اړه په غربي دنيا کي رنګارنګه خبري کيږي د دې په تسلسل کي د د بلجيم او فرانس حکومت هم د حجاب د پابندي قانون منظور کړى، او په دليل کي دا وايي چي بيا د مسلمانو ښځو د نورو ښځو څخه امتياز راځي او په معاشره کي منفوري کيږي او بيا يوازي پاته کيږي چي دا د دوى د حقوقو خلاف ورزي دى چي له دې سره يي حقوق ضايع کيږي،او بل دا وايي چي دا زموږ وملي هويت او و عناناتو ته نقصان کوي، په تعليمي او حکومتي ادارو او په عامو بازارو کي د حجاب سره په ګرزيدلو راګرزيدلو يي پابندي ده.
 
دا د سکولرزم پيداوار او د دوى عنانات دي، د فرانس د باچا سرکوزي او د امريکا د مخکني باچا کلټن قصي د تاريخ په پاڼو کي ثبت دي، او دا شان په فرانس کي په تفريحي ځايو کي پر ټوله جامه قانوني بنديز دى، زه يي تفصيل ځکه نسم ليکلاى چي د ليکني بڼه مي ور باندي خرابيږي.
 
عجيبه خبره دا ده که يي ټول بدن پټ وي پروا نه لري خو يوازي دي مخ نه پټه وي، ځکه د دوى په ژبه چي يو له بل سره چي خبري کوي او يو د بل مخ ويني نو ښه وي او که يي مخ پټ وي نو بيا د خبرو اثر نه وي، دا يوازي له تعصبه ماسوا نور څه ځيني معلوميږي، هغو مسلمانو ښځو چي کله د خپلو مسلمانو زلميانو بې احساسي وليدله نو په خپله وميدان ته راووتلي او په لارينونو يي لاس پور کړى، په دې لړ کي ډيري ښځي د پليسو له خوا بندياني سوي او پر ډيرو نغدي جرماني ولګيده.
 
پر دې ټوله دنيا او بالخصوص مسلمه دنيا دا سي خاموښه ښکاري چي د غير مسلمو به لا دا خيال سي چي حجاب په اسلام کي اهميت نه لري.
 
تر دې له مخه په نورو ملکو کي هم په ښخصي او حکومتي سطه پر اسلامي حجاب حملي سويدي په دې لړ کي يوه ښځه چي اسلامي حجاب يي اغوستى و شهيده هم سوه چي بيا په شهيدة الحجاب سره مشهوره سوه، هلته هم اسلامي دنيا د خاموښى مظاهره کوله.
 
د مسلمانانو د مقدس کتاب قرآن کريم ګستاخي او د هغه سوځول

د مسلمانانو د مقدس کتاب قرآن کريم يي په څو څو واره بي حرمتي وکړله، په خاکاندازو کي يي وغورزاوى، په لغتو يي وواهى، په مرميو يي وويستى، بالاخير په دې يي هم زړه نه سو سوړ د منحوسي کليسا معلون پادري ښه په اعلان سره و مقدس کتاب قرآن کريم ته اور واچاوى، او د حکومت له خوا د هغه د کليسا او د ده معلون  د حفاظت لپاره ډير پليس په کار واچول سول، چي څوک نقصان ورته ونه رسوي.
 
د دې ليکني تر ليکلو پوري خو لا ملعوم پادري نور هم پور جوښه ښکاري په امريکا کي يي نن د جمعي په ورځ[٤/22/2011م] د مسلمانانو د لوى مسجد مخته د لوى لاريون اعلان کړى دى، او دا وايي چي زه په امريکا کي د اسلامي کلچر خطر محسوسه وم، او موږ امريکايان اسلامي کلچر ته هيڅ ضرورت نه لرو، دا يوازي د ده شخصي نظر نه دى، د پردي تر شا د غربي دنيا د تعصب لويي لويي منصوبي پرتي دي، الله سبحانه فرمايي: قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ[آل عمران:١١٨].
ژباړه: يقينا د دوى له خولو څخه يي بغض (کين) ښکاره سو، خو د دوى په سينو کي چي (د مسلمانانو په خلاف) څه پټ دي (هغه تر دې هم ) ډير غټ دي.
 
پر اسلامي ذبيحه بنديز
 
په غير مسليمه نړى کي مسلمانان هم زيات اوسيږي د هغو د ديني حکمونو سره سم بايد هغه پاکي او حلالي غوښه وخوري، او مرداره غوښه يوازي د اضطرار په حال کي خوړلاى سي، خو د هايلنډ حکومت دا هم نه کړو برداښت پر اسلامي ذبيحو يي بنديز ولګاوى، د دوى د ذبيحي طريقه دا سي ده چي حيوان پر سر په درانه شي ووهي چي بې هوښه سي نو د دوى په اصطلاح بيا تکليف نه محسوسه وي، او دا هم د حيوانانو حقوق بولي، او دوى وايي چي د مسلمانانو مذهبي ازادي ځان ته خبره ده او د حيوانانو حقوق ځان ته دي، د دې خبري مطلب دا دى چي د مسلمانانو د ديني ارزښتنو دومره قدر هم نسته ورسره لکه د حيوانانو.
 
د مذهبي امورو په اړه عالمي او بين المللي قانون
 
په بين المللي قانون کي د هر مذهب د پيروانو د مذهبي شعايرو د ازادي د حفاظت او احترام کولو په اړه قانون وجود لري، څوک نه سي کولاى چي د يو مذهب د پيروانو مذهبي ازادي صلب کړي او يا يي توهين کړي. خو دا به څوک عملي کوي او څوک به يي غوښتنه کوي.
 
د اسلامي شعايرو د حفاظت عالمي او بين المللي حل
 
په انفرادي ډول په هر ځاى کي د دوى د هري بدي پر خلاف عامو خلک خپله غم او غوسه ښکاره کړه او لارينونه يي وکړل، يقيني خبره ده چي دا يوازي د خپلي رايي له ښکاره کېدلو ما سوا نوره فايده نه لري، په حکومتي سويه يي تر ننه هم ترديد نه دى سوى، دا خولا پريږده، پر هغو لاريون کونکو د خپلو اسلامي حکمرانانو له خوا څه نه ورغلل، په ډبو ووهل سول، بنديان سول، جرمانه سول، د دهشتګر په نامه ونومول سول، زخميان او په مرميو وويستل سول، او يو ګڼ شمير خو يي لا مړه هم سول.
د وخت د حکمرانانو مسؤليت دى چي د خپلو خلکو او د هغوى د ازادى او ديني شعايرو حفاظت وکړي.
 
په ملګرو ملتو کي اسلامي سفيرانو ته
 
مفتي احسان اللهبسم الله الرحمن الرحيم
 
ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x