
سترې محکمې د نیویارک ټایمز په خبریال لګېدلي بندیزونه لرې کړل
نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۳مه ۱۳۹۳ل): وروستي راپورونه وايي چې سترې محکمې د نیویارک ټایمز خبریال ماتیو روزنبرګ باندې افغانستان ته د سفر بندیز حکم لغوه کړی.
د امریکا څخه خپریدونکي ورځپاڼې نیویارک ټایمز خبر ورکړی چې نوي ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي سترې له سترې محکمې غوښتي چې د یادې ورځپاڼې خبریال متیو روزنبرګ افغانستان ته د ورتګ بندیز لغوه کړي.
ورځپاڼه کاږي چې د اشرف غني احمدزي سلاکار او د ټاکنیز کمپاین پر مهال د نوموړي د ټیم غړی داوود سلطانزوی نن /یکشنبه، تلې ۱۳مه/ په نوموړي افغانستان د تګ بندیز د حکم لرې کېدلو خبر تایید کړی.
ماتیو روزنبرګ په یوې مقاله کې چې تقریبا دوه میاشتې وړاندې خپره شوې وه، د ځينو دولتي سرچینو له خولې لیکلي و چې یو شمېر امنیتي کسان د ولسمشریزو ټاکنو د شخړو د ختمولو لپاره د یوې کودتا لپاره پلان جوړوي.
سترې محکمې دغه مقاله د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره ګواښ وګاڼه او نوموړي لیکوال ته یې ۲۴ ساعته ضرب الاجل وټاکه څو له افغانستانه ووځي.
د روزنبرګ دغې مقاله د پخواني ولسمشر کرزي حکومت پارولی و او تر هغې وروسته سترې محکمې لومړی دغه خبریال ممنوع الخروج او بیا ممنوع الورود اعلان کړ.
د نوي ولسمشر د ټاکلو سره نوي ولسمشر په یو شمېر کارونو چې د شننونکو په وینا «نمایشي» بڼه لري، لاس پورې کړ.
په افغانستان کې سلګونه داسې بهرني خبریالان موجود دي چې د بیان د ازادۍ نه په استفادې په افغانستان کې اختلاف اچونکي راپورونه جوړوي او د ملت تر منځه ستونزې راپیدا کوي.