افغانستان

زابل: په شاجوی ولسوالۍ کې د محلي پولیسو یو مرستیال مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د تلې ۱۴مه، ۱۳۹۳ل):  د زابل ولایت د شاجوی ولسوالي امنیتي چارواکي وايي،چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د ولسوالۍ په بازار کې دننه یو محلي پولیس وژلی او بل ټپي کړی.
پېښته تېره ورځ مازیګر مهال د شاجوی ولسوالي د بازار په سر کې د کندهار اډې سره خوا کې را منځته شوې.

د شاجوی ولسوالي ولسوال عبدالخالق عزیزي پېښه تایید کړې او ادعا یې کړې، چې په پېښه کې یو ماشوم هم مړ او بل ټپي شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د پېښي مسؤلیت په غاړه اخیستی او څرګنده کړې يې ده، چې د دوی هدف د شاجوی د اربکیانو د یو مشر قوماندان بریتو مرستیال عبدالحکیم و، چې نوموړی پکې په نښه شوی او وژل شوی دی.

نوموړي د پېښې په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي، خو د شاجوی د ولسوال په خبره په دې پېښه کې یو بل اربکی هم لګېدلی او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x