fbpx

( خپلواک که بې تنخوا مزدور ) د خپلواک په جواب کي – سيف الله احمدي

 

mujahideenزموږ دا هم يو عجب خلک دي کله ، چي خبري او ليکنه کوي نو ودې ته يې فکر نه وي ، چي زه څه وايم او څه ليکم له ځانه څخه يې بېله تنخوا مزدور جوړ کړى وي او بېله تنخوا د پرديو غلامي کوي او هغو ته تبليغ کوي د هغو ناوړو او نا مشروع کارونو ته مشروعيت ورکوي او و دې ته يې فکر نه وي ، چي په دا ډول کړونو سره د اسلام ، دين ، مذهب ، ولس ، خلکو او و طن سره خيانت کوم .

په بينوا کي مي (طآلبان د کفري سرچينو سره د اسلامي کړنلاري پر څرک )   تر سر ليک لاندي دي مي د ( خپلواک ) ليکنه ولوستله حيران سوم ، چي دا جناب بيا څه وايي او څه ليکي ، چي په طالبانو پسي يې خپل قلم را اخستي دي غواړي ، چي دا سپېڅلې ډله بدنامه کړي او د کرزي و امريکايي حکومت ته مشروعيت ورکړي او دا ښکاره کي ، چي دا يو قانوني او اسلامي حکومت دي او طالبان ، چي ورسره جنګيږي هغه د پر ديو په لمسون ، د چوکۍ او د خپلو ګټو له پاره ورسره جنګيږي ، نه د اسلام او الهي دين له پاره دا ځکه ، چي دې محترم ځيني پوښتني هم په خپله ليکنه کي د خپلو لوستونکو څخه کړي دي ،او وايي (( چي که طآلبآن د افغانستان څخه د بهرنيانو و تل غواړي د اسلام په چوکاټ کي دا يوښه ګام دئ ، خو دوئ بيا د هغو تر وتلو وروسته دلته څه غواړي ؟ او زياته کړې يې ده څوک وماته په بشپړه قران کي د ځان وژني رواهي لاره  په ډاکه کولاى سي )) دا اودې ته ورته پوښتني ښاغلي ( خپلواک ) په دې ليکنه کي د خپلو لوستونکو څخه کړي دي او تر دې وروسته يې د اجمل نقشبندي هغه پېښه څېړلې ده ، چي په ٢٠٠٧ کال کي د هلمند ولايت د ناداعلي په ولسوالى کي پېښه سوې وه ، ښاغلئ خپلواک ليکي : ((دادېرش کاله کيږي په افغانستان کي تپلي جګړيز خوځښتونه مخ پر ډېرېدا روان دي په دغه دتاريخه ډک او له خوښيو څخه تش (خالي) هيواد کي له هرکونج،او کنار څخه دوه درې سپېره سره يو ځای سويدي او د جهاد پرنوم يې جګړه پرلاره اچولې ده .

افغانستان که په بشپړيزه توګه چاڼ کړې په لسکونه دلګۍ(ټولۍ) سته چي پرته له ځان څخه بل دهر ډول کړيو سر مخ پر مخالفت زو رونه وهي  او په دغه وروسته پاته هيواد کي نيمنی نسته ګرده خُروارونه دي . ))

هو همدغه سپېره دي ، چي د اسلام ، دين ، مذهب ، ولس ، وطن ، هيواد ، او خپلو خلکو په ارزښت پو هيږي ،همدغه سپېره دي چي د خپلو خويندو او مندو د پت او عزت ساتنه کوي ، همدغه سپېره دي ، چي د جهاد په قدر پوهيږي او خپل سپېڅلى جهاد يې ستا د بادارانو پر ضد جاري ساتلي دى ، همدغه سپېره دي ، چي د خپلو وينو په ورکولو سره يې دا باغ  زرغون ساتلي دى  او د خپل تن وينه يې ورکړې ده ، همدغه سپېره دي ، چي يو ځل يې د روسانو د غلامى څخه وژغورلې او اوس دي د امريکا د غلامى څخه ژغوري ، خپلي ويني يې پر توى کړې خپل سرونه يې پر ورکړل ، سرونه  يې مات کړل  خو ټيټ يې نه کړل ، ربړوني ، شکنجې  ، لوږي او تندي يې وکاللې  ، خو د اسلام ، دين او وطن څخه يې دفاع وکړه او وخپل ولس ته يې سوکالي او نيکمرغي را وستل  ، تر څو اذاد ژوند وکړي او د نورو د اسارت څخه يې خلاص  کړي  .

خو له بده مرغه ستا غوندي  بې معاشه اجيران  و دې سپېڅلي جهاد ته جګړه وايي ، دا په داسي حال کي ، چي بهرنيانو زموږ د کومو نوامسو سپکاوى ونه کړه او کوم نوامس يې تر پښولادي نه کړل ، ښځي يې را بې پته نه کړې ، ښځي يې په سپيو را ونه داړلې ، کورونه يې را ونه لوټل ، په مسجدونو کي يې سپيان راونه ګرځول ، بې ګنا ماشومان يې ونه وژل ، او که يې ګونتانامې په بېګناوو افغانانو ډکي نه کړې  بلاخيره څه يې ونه کړه او کومي لوبي يې په موږ ونه کړې ؟  خو بيا هم ته دا خپل بآ داران يو الهي فرښتې بولې او د دوى په سيوري کي و افعانانوته ژوند لټوې دا بې سره او بې سا مانه رمه د شپونکي پرځاى په ليوانو باندي ساتې  .

او ستاسو بله خبره چي دا ډلي يوزي خپله خبره مني او د نورو دا نه اوري )) دا خو ښکاره خبره ده ، چي يو مسلمان بايد د هيچا خبره ونه مني ، چي هغه د اسلامي اصولو ، دين او مذهب سره په ټکر کي وي  ، په  دې   خبري به ته هلته پوه سې چي د قرانکريم دا ايت ولولې ..

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا فَرِيقًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ (أل عمران100)

ژباړه : اې مومينانو ! که تاسو د دې کتابيانو (يهودانو) د يو ټولى خبره ومنله نو د ايمان راوړلو وروسته به مو بيرته کفرته بوځي .  

د دې ايت وروسته که بياهم تاسو ورته د شک په سترګه  ګورى  نو بيا خو ستاسو په مسلمانى کي شک دئ او ستا په غوږو کي بۀ د کلسيا زنګ ږغيد لى وي او د اذانه څخه به ليري پاته سوى يې ؟

دا طالبان نه وايې ، چي موږ بهرنيان او د هغو لاس پوڅي نه غواړو  ، بلکي دا دالله ( ج ) او د هغه د سپېڅلي دين او اسلام حکم دئ  ځکه نو الله (ج) فرمايي : ( ومن يفعله منکم فقد ضل سواء السبيل ) ژباړه : کم سړي چي  د دوى سره دوستي ( د يهودو او نصاراوو )   وکړه  نو هغه د نېکي لاري څخه ګمراسو .

که پر حقيقت ستر کي پټي نه سي  کرزى چا را وست  ؟ د امريکا يا نو پر څټ سپور رانه غئ  او د ارګ په ماڼى کي کښته نه سو  نو و دې حقيقت ته په کتو کرزى  فاسد دى ، اداره يې فاسده ده او دولت يې فاسد دئ دا ځکه ، چي اسلامي قانون دلته نسته ، او ديموکراسي واکمنه ده . نو ولاى سو ، چي کوم کارونه د اسلام پر خلاف وي هغه طالبان نه غواړي .

او تا يادونه کړې ده ،چي طآلبان  ښـوونځيو او پر مختګونو خنډ دي .

دا بۀ ديو سالم عقل څښتن درسره ونه مني ، ځکه طالبان ودې ته خپله ژمن دي ، چي د ښوونځيو ساتنه به کوي او  په ښوونځيو به غرض نه لري . او که د پر مختګ څخه مو موخه ديموکراسي وي نوطالبان د دې په کلکه مخالف دي . او که ساينس او تکنالوژي وي نو دا دي بې  ځايه خبره ده  ، هيڅکله طالبان د پر مختګ مخاليفت نه کوي .

هو طالبان د خداى له پاره جهاد کوي او د الله ( ج) د رضا له پاره جنګېږي ، که  د چا الهي رضا په نيت کي نه وي او د الله (ج) له پاره نه جنګېږي ، نو راسه ، چي يو ميليون افغاني در کړم ، چي الهي رضاۍ دي په نيت کي نه وي د فدايي  واسکټ په ځان پوري وتړه او خپل ځان مړ کړه .

طالبان د بهرنيانو تر وتلو وروسته په افغانستان کي يو اسلامي نظام غواړي ، چي د خلکو سر او مال خوندي سي ښه ته ښه او بد ته بد وويل سي او کرزى ، چي خوله يې تر غوږو او لاسونه يې تر څنګلو د بېګنا افغانانو په وينو سره دي بايد محاکمه سي او زندان ته ولويږي .   

او دا چي طالبان ولي امريکا پلوه کسان  وژني او ولي دوى تحديده وي او ولي ودوى ته ګواښ کوي د دې سوال جواب دي د سورة ال عمران دا ايت دئ ويې لوله :

لاَّ يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُوْنِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللّهِ فِي شَيْءٍ ﴿ال عمران 28﴾

ژباړه : مومنان دي کافران هيچري و خپل ځان ته نه دوستان کوي پرته له مومنانوڅخه او ياد ساتى که چا داسي وکړل د هغه د الله (ج) سره هيڅ تعلق نسته .

او د دې پوښتني جواب : څوک ماته په بشپړ قرآن العظيم الشان کي دځان وژني رواهي لاره په ډاګه کولای سي؟  په اوسنيو شرايطو کي!

دکُفارو سره جهاد رواه دی او داسلام دسپېڅلي دين پيروي دمُسلمانانو اړينتيا ده .

دا دې ، چي ځان په واقعي اسلام پوه کړه قران ولوله ، د نبي کريم ( ص )  او د صحابوو  (ض) سيرت ولوله  نو بيا بۀ په خپله په دې وتوانېږي ، چي د همدي سوالونو جوابونه پيداکړې.

او بل دا چي ته دا روان جهاد د اسلامي ارزښتونو څخه تش بولې ، نو دا سي معلوميږي چي ته له سره په اسلامي ارزښتونو خبر نه يې او اسلامي ارزښتونه نه پېژنې  نو په دې صورت کي خو دا روان جهاد د اسلامي ارزښتونو څخه خالي بولې .

نبي کريم (ص) چي کله د مکې مشرکان د اسلام و مبارک دين ته را بلل نو دوى به نبي کريم (ص) په بېلا ، بيلو نومونو سره ياداوه کله به يې ګاهن بلى او کله به يې ساحر ورته ويل او کله به يې د شاعر په نامه ور ته ويل او يا به يې دا ورته ويل ، چي په قريشو کي بل څوک نه وو ، چي الله (ج) په پيغمبري سره  مبعوث کړې واى ، چي دا يتيم او بېوسه کس يې مبعوث کى ؟ نو اوس هم ، چي ته فکر کوې چي دغه لوى لوى بګړې وال او د لويو ، لويو ږېرو خاوندان او دا سپېره خلک څنګه جهاد کوي او د ير غلګرو په مقابل کي څومره کلک ولاړ دي او د هغو په وړاندي جنګيږي او د يوشتمي پېړى تکنالوژي يې ورناکامه کړې ده ، نو خامخا به دا ستاپه اند بې بنسټه وي پر دې خو يوازي د الله د دين لارويان عقيده لرلاى سي او بس .

او د ژورناليستانو په اړه دي هم ډيره جالبه کړې ده ، چي ژورناليستان د ټولني يوعام وګړي دي او په ټولنه کي دندي هم لري .

خو زما په اند ، چي وافعي ژورناليست وي ، نه اجير او د پرد يو مزدور ، چي د پرديو له پاره جاسوسي کوي ، د خپلو هيواد والو حال د پرديو په واک کي ورکوي او د خپلو هيواد والو پرسر ډالران اخلي ، بله خبره چي ډېره مهمه خبره ده هغه د ژورناليستانو د ازادى خبره ده دا له تا پوښتم چي په افغانستان کي ته يو اذاد ژورناليست را ته په ګوته کړه چي د طالبانو او دولت تر منځ دې د خبرو توازن ساتلى وي دلته خو ټولو ژورناليستانو ته پي ار ټي معاش ورکوي نو بيا دوى څنګه اذاد دي که نور نه وي دا ده پي ار ټي اعلانونه خو اورې چي دا راډيو ګاني يې خپروي . ښه فکر ورته وکړه ، چي دا ژورناليستان اذاد دي او که پر وژيي مزدوران دي .  

دا محترم ورور د بهرنيانو او دولت و هغو نامشروع کارونو ته بد نه وايي ، چي ماشومان ، ښځي ، سړي ، کورونه ، مسجدونه او مدرسې مو پلټي ، سپي پکښي ګرځوي او قران مو په لغتو وهي او په کچردانيو کي يې غورځوي ، پردغه يې ژبه ګونګه او قلم مات دئ ، چي څه پر ووايي او څه پر وليکي ، خو طآلبان ، چي د خپل اسلام ، دين ، مذهب ، وطن او خلکو ساتنه کوي ده خپله خوله ور پسي راخلاصه کړې ده او وايي ، چي طالبانو نو کوم جنايت ونه کړ تليفوني خادې يې بندي نه کړې دا دى د طالبانو يو بد کار بولي او هغه نه بولي ، چي امريکايان په پښتنو ښځو کي تلاشي کوي .

فکر کوم بهرنيانو ته هم د او سنيو ژورناليستانو په څېر د همدې له پاره کښينولى يې ، چي د حق د لاري په مجاهدينو پسي تبليغ وکې او د هغو د بدنامولو هڅه وکې خو زه دا درته وايم ، چي دا وړۍ به نه کي شړۍ ، ځکه دلته ډېرو د پرديو غلامانو خپل سرونه خوړلي دي او په همدي ارمان خاوروته تللي دي .

او دا هم په ياد درسره لره چي د الله (ج) دين تل کامياب او د هغه دښمنان ناکامه دي ، که ما او تا د الله (ج) د دين ساتنه ونه کړو الله (ج) د خپل دين ساتنه په خپله کوي ، خو ما او تا هم بايد د خپلو سرونو څخه دا د بې غيرتى پوړنى ايسته کړو او د الله (ج) د دين سپاهيان له ځانه څخه جوړ کړو  او د الله (ج) د دين خدمت بۀ وکړو .

سيف الله احمدي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د