نړۍ

د کوټې یو پښتون ملتپال مشر کال وروسته د برمته کوونکو له منګولو خوشي شوی

نن ټکی اسیا( دوشنبه، د تلې ۱۴مه، ۱۳۹۳ل):د پاکستان د پښتنو د ملت پال ګوند «عوامي نیشنل پارټۍ» د  کوټې څانګې مشر ارباب عبدالظاهر کاسی د یکشنبې په ورځ له کابو یو کال بند ګاللو وروسته د اختطاف کوونکو له منګولو خوشي شوی.

د نوموړي د کورنۍ غړي او په بلوچستان ایالت کې د نیشنل عوامي پارټۍ مشر اصغر خان اڅکزي د ارباب عبدالظاهر کاسي خوشي کېدنه تایید کړې.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، چې ارباب کاسی د یکشنبې په سهار د خیبر پښتونخوا ایالت په مربوطاتو کې خوشي شوی، خو دا په ډاګه نه ده، چې نوموړی د عملیاتو پر مهال ترلاسه شوی او که د پيسو پر سر تبادله شوی.

په ورته وخت کې د بلوچستان لپاره د نیشنل ګوند د څانې مشر اصغر خان اڅکزي ویلي، چې نوموړی د قومي مشرانو او مخورو د جرګې په مټ د تښتوونکو له منګولو ازاد شوی دی.

ارباب عبدالظاهر کاسی له پخوا راهیسې د کاسي قبیلې د یو مخکښ مشر او د نیشنل ګوند د مهم مشر په توګه پېژندل کېږي. نوموړی تېر کال د همدې- اکتوبر- میاشتې پر ۲۲ مه نېټه د کوټې ښار څخه په ناڅرګند لورې وتښتول شو،

د پاکستان یو شمېر ملت پالو ګوندونو او سیاسي څېرو له دې پېښي وروسته د کوټې سربېره په نورو سېمو کې پراخې مظاهرې وکړې او له حکومته یې وغوښتل ، چې د ارباب کاسي د ژر تر ژره خلاصون لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د نوموړي د کورنۍ غړو په لومړیو کې ویلي وو، چې تښتونکو یې له کورنۍ څخه د خوشي کېدا په بدل کې ۱۰۰ ملیونه کلدارې غوښتې وو، چې کورنۍ يې له ورکولو نټه وکړه.

ویل کېږي، چې ظاهر کاسی دا ډېره موده د پاکستان په قبایلي سېمو کې ساتل کېده ، چې بالآخره د قومي مشرانو له هلو ځلو وروسته نن خوشي شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x