ورزش

استرالیا پاکستان ته بده ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د عربي اماراتو په لوبغالو کې د استرالیا او پاکستان تر منځ کرکټ سیالۍ روانې دي.

په لومړۍ او یواځېنۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې د استرالیا کرکټ لوبډلې پاکستان ته بده ماتې ورکړه.

پچه پاکستان وګټله او د لومړي بېټنګ پریکړه یې وکړه. ګیلن میکسویل پاکستان توپوهونکي دې ته پرې نښودل چې ډیرې منډې وکړي همدا و چې په ۲۳ منډو پاکستان خپل لومړني ۳ مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل.

استرالیا د قوي توپ اچونې پر مټ وتوانېده چې پاکستان ۱۰۰ منډو پوره کولو ته هم پرې نه ږدي او تر ۹۶ منډو پورې یې محدود کړي.

د پاکستان له لورې زیاتې منډې (۲۵) سعد نسیم وکړلې. پاکستان که څه هم د سعید اجمل د نشتوالي له امله تر فشار لاندې و خو سربېره پر دې هم دوی وتوانېدل چې استرالیا تر فشار لاندې راولي.

استرالیا په ۵۶ منډو خپل ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل. پاکستان ته د سیالۍ ګټلو څه تمه پیدا شوه خو ډیویډ وارنر یې دا خوب خراب تراب کړ او په څوارلسم اور کې د ۳ شيږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ د ۵۶ منډو په کولو سره یې ټاکلی هدف پوره کړه.

پاکستان زیاته تمه کپتان شاهد افریدي او عمر اکمل ته وه خو نوموړیو هم څه توره ونه کړله او ډیر ژر وسوځېدطق۰۹ . همدا راز د سعد نسیم پرته هیڅ یو لوبغاړي د پاموړ لوبه ونه کړله.

یو شمېر شننونکو په پاکستان د نېوکې په ترڅ کې ویل چې دوی ۲۰ اورونو ونشول لوبولی ۵۰ اورونه به څنګه ولوبوي؟

پاکستان یو ورځينۍ سیالي سبا /سه شنبه، تلې ۱۵مه/ باندې لري. لوبه د کابل پر وخت ۱:۳۰ بجه ماسپښین پیلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x