fbpx

د ثور۷ د تېري او ۸ د بري ورځې دي!

soviat_union_in_afghanistan_107د ثور اوومه نېټه د پخواني شوروي اتحاد د تېري او د ثور اتمه د افغان مجاهدينو د بري ورځې گڼل كيږي.

د گاونډ هېوادونو تر منځ نږدې اړيكې غوره او په زړه پورې پايلې لري، خو د هغو هېوادونو ، چې ورځنۍ چارې يې پر چل، ټگۍ اودوكې ولاړې وي؛ هيڅ وخت د يوه ښه او دوست هېواد په توگه د خلكو ملاتړ او رضايت ترلاسه  كولى نه شى، نړيوال هم ور ته په ښه نظر نه گوري او د دوى د اذيت او ازار سبب هم گرځى.

د ۱۳۵۷ل كال د ثور د اوومې نېټې له (تورې انقلابي) كودتا مخكې د وخت شوروي اتحاد د افغانستان د زياترو پروژو په سرته رسولو كې خپلې دندې د ځانگړيوپروتوكولونو له مخې تر سره كړي، چې د ننگرهار د كانال په ايستلو كې له پروتوكول سره سمې خپلې دندې پرمخ بيولي دي.

د سالنگ لويه لار تر شبرغان، بلخ او مزار شريف پورې همدغو شورويانو د يوه قرار داد له مخې غزولې، چې بيا هم د دوى د تېري په نتيجه كې له كاره ولويده او زمونږ هېواد يې د زياتې بېوزلۍ، فقر او بدبختۍ سره مخ كړ.

دوى غوښتل، چې د افغانستان په نيولو كې ځانونه د هند تودو اوبو ته ورسوي او په دې توگه د خپلې امپراطورۍ ساحه نوره هم پسې پراخه كړي، خو داسې و نه شول او د افغان مجاهدينو د شهامت په نتيجه كې د دوى ټولې سرې لښكرې د غنمو غوندې وريبل شوې او داسې ورځ به نه وه، چې د دوى د عسكرو مړي دې مسكو ته نه وي پارسل شوي.

د دوى د بربنډ تېري په نتيجه كې د افغان مجاهدينو قهر او غوصه دومره زياته وه، چې نور يې په افغانستان كې خپل زوال له نږدې ليدلو او كولى يې نه شو، چې له دوى سره دې جگړه، نښته او مقابله تر سره كړي او يا دې خپل ناپاكې موخې ته ورسيږي.

كه دوى د ۱۳۵۸ ل كال د مرغومي(جدي) د مياشتې په شپږمه نېټه په پوره سپين سترگۍ د افغانستان په پلازمېنه كابل او ولايتونو كې ځاى نيولى و؛ نو د ولسواليو له خلكو يې هم په كولمو كې اوبه نه دي تودې شوي او بې وسلې افغانانو د غولكو پر ويشتلو پر دوى ډبرين باران جوړ كړى و. همدا  د ملي  موخې زور و ځواك و، چې له دوى سره به يې په مخامخ جگړه كې سرونه ماتيدل او سترگې ړنديدې  او د بانډه والو د شهامت په پايله كې به مات و گوډ خپلو عسكري او پوځي قشلوته راستنيدل، چې د افغان مجاهدينو له زياتو گواښونو سره به مخامخ كيدل.

كه دوى ته به د كومې سيمې د اشغال قومانده وركول كيده؛ نو هغې سيمې ته به يې؛ ځكه زړه نه ښه كولو او ويل به يې، چې هلته افغان مجاهدين مونږ ته په لاره كې ناست دي او زمونږ د وژلو لپاره پلانونه جوړوي. كله، چې دوى له له اخه – كخه ولويدل او شوروي چارواكو ته هم  د دې اټكل وشو، چې له دې وړيو شړۍ نه جوړيږي؛ نو بيا يې په تدريجې توگه له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ايستلو موضوع وړاندې كړه، چې بيا هم افغان مجاهدينو پرې باور كولى نه شو او خپلې جگړې ته به يې دوام وركاوه.

دوى غوښتل، چې له افغان مجاهدينو سره د يو ائتلافې دولت پر جوړولو جوړجاړي ته ورسيږي، خو د افغان مجاهدينو پرېكړه داسې نه وه.

هغوى وښتل، چې له هرې لارې وي بايد شورويان له افغانستان څخه ووځې او د افغانستان سياسي واك و ځواك افغانانو ته وسپارل شي.

له بلې خوا ملگرو ملتونو هم نه غوښتل، چې يوگاونډ دې د بل گاونډ هېواد په كورنيو چاروكې لاس ووهي او يا دې د تېري او تجاوز له لارې دوى له خپلو حقه حقونو بې برخې كړي.

د ملگرو ملتونو استازيو هم د بې پرې د اصل د ساتلو په پايله كې شوروي اتحاد دې ته اړ كړ، چې ډېر ژر له افغانستان څخه ووځې او سياسي واك و ځواك افغانانو ته وسپاري.

كه څه هم ډاكټر نجيب الله غوښتل، چې د ملي پخلاينې له لارې د خپلې واكمنۍ پېر او دوره نوره هم وغزوي، خو د افغان مجاهدينو پرلپسې غوښتنو او د بينين سيوان هلو ځلو دې ته اړ كړ، چې خپله استعفا د افغانستان ملي ټلويزيون له لارې د خلكوغوږونو ته ورسوي او د دولت سياسي، اداري، اقتصادي او ټولنيزې چارې مجاهدينو ته ور وسپاري، چې له نيكه مرغه د ثور د اوومې نېټې تېرى او تجاوز مخ پر زوال شو او د ۱۳۷۰ل كال د ثور په اتمه نېټه افغان مجاهدينو خپل مشر فروفيسورحضرت صبغت الله مجددي د اسلامي جمهوري دولت پر كرسۍ كښېناوه، چې پردغه سپېڅلي اقدام نه يوازې دا، چې افغانان خپلو حقونو ته ورسيدل، بلكې د وخت د شورويانو واكمني په منځنۍ آسيا كې هم پاى ته ورسيده او زياترو هغو هېوادونو، چې د ژوندانه زياته موده يې د شورويانو تر ځواكمنۍ لاندې تېره كړې وه؛ د افغان مجاهدينو د بري په نتيجه كې خپلې خپلواكۍ ته ورسيدل او د ازاد او خپلواكو هېوادونو په څېر يې دخپلو ورځنيو چارو له ظلم و استبداد پرته تر سره كول خپل كړل، چې  ورځنيو غوښتنو ته پخپله ځوابونه ووايي.

شاعر وايي:  

لا تر اوســـه يې ماغزه په قرار نه دي

چا چې ما سره وهلى سر په سنگ دى

لیکنه: عبد اللطيف منت بار

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د