نظــر

دغلامیو جبری تړونونه – لمړی برخه

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم
استعمار او مستعمره کیدل  یا د ظالم او مظلوم تر منځ جګړه کومه نوی پدیده نه ده ، د بشریت له اوله پیل او تر اخره به دوام لری د وخت په تیریدلو سره یی کمیت ، کیفیت او اشخاص بدلیږی مګر اصلی هدف هماغه د مظلوم بشریت غلامول او استثمارول دی چه نه بدلیږی  وایی خر همغه خر صرف کته یی بدلیږی .
دمعاصر تاریخ په اخری څو پیړیو کی د اروپا ځینو هیوادونو  د نړی د غریبو هیوادونو په مستعمره کولو کی سره سیالی درلودله انګریزان چه په شیطانت کی تر ټولو دمخه وو ،  تر ټولو دمخه شول ، په ختیز کی چینایانو ، روسانو او جاپانیانو  بریتونه تاوول ، په دوی کی بیا روسان مخکښه شول ، لکه د سپورتی لوبو لوبغاړو په شان اخره کی  روسان او انګریزان قهرمان ټیمونه ( چه یوه ته  شرقی او بل ته غربی استعمار ویل کیدلو ) یو د بل سره په استعماری سیالی کی پاتی او د نړی هیوادونه ورباندی ویشل شول . روسانو مرکزی اسیا ته د انګریزانو او انګریزانو د هند بحر ته د روسانو مخه نیوله  دواړو هیوادونو د خپلو زیاتو تلفاتو د مخینوی په خاطر مخ په مخ جګړه نه خوښوله  نو زمونږ ګران هیواد یی تر منځ خپلواک او حایل پریښودلو مګر په څنګ کی به کله د یوه او کله  د بل د فشارلاندی وو،همدی ته سوق الجیشی اهمیت یا( جیوپالیټیک ) ویل کیږی .
دغه سوق الجیشی اهمیت لرل زمونږ د خوښی یا ناخوښی خبره نه وه مونږ منله او که مو نه منله ، زمونږ په ګټه او که زمونږ په تاوان ،  له بده مرغه زمونږ چغرافیاوی  موقعیت ( د شرقی او غربی استعمار تر منځ واقع کیدل ) دا جبری سوق الجیشی اهمیت مونږ ته په برخه کړی وو ، نه پوهیږم چه زمونږ د نیکونو ګناه به وه په داسی ځای کی مونږ له ټاټوبی جوړ کړی چه یو خوا پاڼ او بله خوا پړانګ قرار لری  او که زمونږ د لمسو ګناه به وی چه د نورو په شان یی د ساتنی وړتیا نه لرو او یا بدمرغه یو ؟
په هر صورت زمونږ د دی سوق الجیشی اهمیت لرلو ګټه یواځی او یواځی د وخت عیاش او بی کفایته پاچاهانو ته رسیدله چه د پاچاهی د تاج او تخت د نسکوریدلو ویره ورسره نه وه چه انګریزان به  زمونږ هیواد د هند د لوی وچی په شان او یا  به یی روسان د مرکزی اسیا د هیوادونو په شان مستعمره کړی  مګر د یوه بل سره د نزدی اړیکو په تورنولو به کله یوه او کله بل تری اندامونه پری کول لکه روسانو چه شمال کی پنجده او انګریزانو په جنوت کی تری لره پشتونخوا دایمی بیله او خپله کړه ، د وخت بی کفایتو حکومتونو به  کله له یوه او کله له بل د معاشونو په نوم رشوت تر لاسه کولو  او هر څه به یی ورته لکه د اوس په شان په پټو سترګو لاسلیک کول .
دی سوق الجیشی اهمیت یوه ګټه درلودله چه زمونږ د وخت حکومتونه به نسبی  یا نیمه خپلواک وو  تاوان یی دا چه زمونږ د ګاونډیانو څخه به شرقی یا غربی استعمار لیری شو زمونږ خاوره به کمه مګر د زمونږ د شمالی او جنوبی ګاونډیانو خاوره به زیاته یا ارته شوی وه  او بل تاوان یی دا چه زمونږ هیواد به وران شوی او د هراړخیزو بدمرغیو سره مخ  مګر زمونږ ګاونډی هیوادونه به  تر پخوا هم  ښه اباد شوی وو یعنی د هغوی غلامی به  هغوی ته  ګټه او زمونږ خپلواکی به مونږ ته په تاوان تمامه شوه تر دی چه مونږ به د استعمارګرو د غلامانو غلامان وو ، شاید دی  لا دا به هم د استعمارګرو بل پلان وو چه زمونږ خلک  هم په خپله خوښه غلامی ته غاړه کیږدی .
زما هدف دا نه دی چه زمونږ هیواد  دی هم د ګاوندیانو په شان غلامان شی زه له غلامی کرکه لرم خو تر غلامی  تر نیم خپلواکی زیاته کرکه لرم ، زه د یوی ګړی د خپلواکی عمر ته ( که څه هم د شکنجو سره وی ) د غلامانو د زرو کلونو په عمر ( که څه هم د تاج او تخت سره وی ) ترجیح ورکوم ، مګر زه دا  وایم چه ( یا سپین اسلام او یا سور کفر ) یعنی د مادی لحاظه  غلامی تر نیمګړی خپلواکی  ډير شرف لری، دا چه مونږ د استعماری قدرتونو ترمنځ حایل  او نیمه خپلواک وو دواړو قدرتونو مونږ مالی اونظامی پیاوړتیا ته نه پریښودلو، کله به یوه او کله به بل د یوه اوبل سره د نزدی اړیکو د لرلو په تور راڅخه اندامونه جلا  کول.
انګریزان په روسانو ( لکه د اوس په شان )  نسبی غښتلی او لاس بری وو،  زمونږ هیواد به زیات  د انګریزانو د نفوذ لاندی وو،( نفوذ ته نیمه مستعمره یا نیمه خپلواکی کیدی شی وویل شی مګر پوره مستعمره یا پوره غلامی ورته نه ویل کیږی ) د انګریزانو تر نفوذ لرلو ، مستعمره کیدل یی ډیری مادی ګټی لری، انګریزان تر( جنګونو) په  (( تړونونو )) هیوادونه  ډیر غلاموی . د شاه شجاع  د پاچاهی راپه دی خوا انګریزانو زمونږ سره د غلامی نهه تړونونه لاسلیک کړی چه کرغیړن یی د ګندمک او راولپنډی اخری تړونونه وو چه د خپلواکی په نوم یی مونږ ته غلامی راکړه ، او بیا مونږ ناخبره د خپلواکی په نوم غلامی لمانځو او ویاړنی ورباندی کوو .
تر ټولو حیرانونکی یی بیا دا چه هغه وخت یی مونږته غلامی راکړی که خپلواکی راکړی که خپلواکی یی ومنو نو نن خو  د هماغه انګریزانو ټینکونه زمونږ په کوڅو او بازارونو ، کلی او کورونه کی ګرځی راګرځی  په هغه ځایونو کی چه دوی ولاړ وی  او یا دوی تیریږی  مونږ نه د ودریدو او نه د تیریدو حق لرو د سرغړونی په صورت کی د دهشت ګرو په نوم له منځه وړل کیږو نظامی الوتکی یی  زمونږ په  سمه او غرونو کی ګډاوی او نڅاوی کوی ، مونږ وژنی ،  مونږ لوټ کوی افغانی میرمنی پاکدامنی او سپیڅلی میرمنی د هغو به واک کی او زمونږ د زمکی لاندی او باندی ذخیری د هغو په واک کی د هغو سره د اوسنی غلامی حسابونه نه کوو د هغو به نظامی حضور کی د هغو د پرونی غلامی لمانځنی کوو ؟؟؟  دا څومره حیرانونکی او شرم اوره بی ننګی ده ؟؟؟  دا هم خیر چه مونږ یی غلامان یو ، دوه چه سره په جنګ شی یو زوراور او بل کمزوری کیږی ، مګر دا چه د نن غلامان د پرون خپلواکی لمانځنی کوی دا په دی مظلوم اولس باندی سرباری توهین  او هغه هم بیا د یوی غلامی لمانځنه په بله نوی غلامی کی کوو ؟؟؟ دغه انګریزان  او نړیوال به مونږ پوری څومره خندا نه کوی ایا دا به په اخری کچه بی ننګی او بیغیرتی  نه وی ؟؟؟
مونږ مخکی د ګندمک تړون یاد کړلو چه د انګریزانو او تر منځ د لری پشتونخوا په اجاره کولو لاسلیک شو یعنی د لیری پښتونخوا د اجاری په مقابل کی انګریزانو یعقوب خان ته شاوخوا د کال  ۸۰۰۰۰ د هغه وخت هندی کالداری منلی وی یعنی د ګندمک تړون که کرغیړن هم وو مګر د ګندمک تړون د دایمی پلورل  تړون نه بلکه د اجاری ور کولو تړون وو او په لری پشتونځوا زمونږ د  مالکیت لا زیات اثبات کوی تر هغی چه مونږ هغه کالداری تر لاسه کولی لره پشتونخوا  زمونږ د خاوری برخه او په مونږ پوری تړلی وه.
له بده مرغه ، وایی هوښیاره مرغی نه نښلی خو چه نښلی بیا له غبرګو پښو نښلی  ، امیر امان الله خان چه د افغانستان په معاصر تاریځ کی ( د همدی  انګریزانو څخه د خپلواکی په نوم غلامی تر لاسله کولو) د غازی په نوم یادیږی انګریزانو یی نماینده تیرویستلو شادو یی د رسی سره وتښتوله هم ورته د لری پشتونخوا فباله انګریزانو ته ورکړی شوه او هم هغه ۸۰ زره کالداری بندی شوی یعنی له دی وروسته اجاره په شرعی قباله بدله شوه ؟‎  د راولپنډی په اخری تړون او د موجوده افغانستان د خپلواکی لویه خبره د روسی سفارت خلاصول وو ؟؟؟  انګریزانو د لری پشتونخوا شرعی قباله د یعقوب ځان په ځای د امان الله خان په واسطه ترلاسه  ، نوک او وری یی سره جلا کړل  یعنی د پښتون قوم نیمه برخه یی دانګریزانو دایمی غلامان کړل او د پښتنو خاوره یی دایمی او مفته ورتسلیم کړه .
ګه انګریزانو له خپلو دی لوی لاسته راوړنو خبر وی په دی تړون به یی امان الله خان ته په شخصی ډول رشوت هم ورکړی وی ،  چه سره زر یی بی روپو تر لاسه کړل د لری پښتونخوا یی دایمی مستعمره او بره پشتونخوا یی تر پخوا لازیاته د نفوذ لاندی راوستله دایمی له لاسه ورکړه  چه مونږ یی د غلامیدلو په ځای د دوی سرتیری شو پرون یی د روسانو سره وجنګولو وینه زمونږ وه پیسی او وسلی د دوی وی زمونږ د دوه میلونو شهیدانو به ګرمو وینو ګټلی جهاد  ته انګریزانو د سوړ جنګ نوم ورکړو دا په داګه شوه چه مونږ له اوله جهادی رهبران نه درلودل  زمونږ رهبران د دوی عسکر وو  ، چه اوس هم  د انګریزانو په غلامه اداره کی د انګریزانو نوکر اوعسکر دی .
زموږ جمهور ریس ،  صدرا عظم،  وکیلان ،  وزیران او د غلامی اداری ټول لوړ بوړی چارواکی د اشغالګرو په سفارتونو کی ټاکل کیږی او نه یواځی دا ټاکل  بلکه ټول دستورونه او قومانده له هماغه سفارتونو څخه دیکته کیږی چه دا به کوی او دا به نه کوی  که دا غلامی نه وی نو د غلامی تعریف به څه وی څوک شته چه د غلامی تر دی ښه او دمنلو وړ تعریف راته وکړی ؟؟؟، د دی په ځای چه مونږ هغوی تالاشی کړو هغوی مونږ په خپل هیواد کی په ډیر سپکوالی او بی حیایی سره  تالاشی کوی حتی زمونږ سیاه سری تالاشی کوی او اوس خو یی قضایی مصونیت هم تر لاسه کړو  څه چه یی خوښه وی هغه به تر سره کوی  غلامه اداره به صرف د پلټنو هیت د لیږلو اعلان کوی چه صبا به ځی مګر بی نتیجو به تشریف راوړی د دی په ځای چه مونږ هغوی ته ویزی ورکړو هغوی مونږ ته ویزی راکوی او او او داسی  نور ، ډیر څه به نه لیکم  سره د دی چه واقعیتونه لری مګر د قلم او لیکنو  بی عفتی او بی حرمتی پکی رامنځته کیږی او که د  قلم د او لیکنو د عفت مراعات هم ونشی  ډومره دیری دی چه کتابونه لیکل ورته هم کم دی  په یوه کوچنی لیکنه کی خو مهال ده چه ټول ولیکل شی .
انګریزان د تړی په قومونو کی تر ټولو لوی شیطان قوم دی، اوږدمهاله پلانونه لری وروسته نسلونه یی پلانونه تعقیبوی . زمونږ سره یی دغه نهه تړونونه د دوه پیړیو په اوږدو کی ترسره شوی هر تړون یی د نورو سره د ځنځیر د کړیو په شان نښتی زمونږ سره  د غلامی نوی تړون یی د موجوده افغانستان د اخری غلامی تړون دی مونږ د ډیورنډ کرښه نه منو خو هغوی د ډیورنډ په کرښه هم بسنه نه کوی اوس به بله کرشه د جورج بوش یا بلیر په نوم د هندوکش په غرونو تیروی  د ډیورنډ کرښه به سالنګ ته د بوش یا بلیر په نوم رانقلیږی  ، چه د هندوکش شمال به روسانو او جنوب به خپله اویا  پاکستانی غلام ته  لکه د لری پشتونخوا په شان بره پشتونخوا هم  پریږدی لکه پرون چه یی زمونږ  تش په نامه جهادی رهبران د روسانو په مقابل جنګ کی عسکر وو  له دی وروسته به مو څه برخه افغانان د ملی پولیسو ، ملی اردو او ملی امنیت په نوم د هیواد دننه د علمیاتو په نوم خپل خلک وژنی  او څه برخه به مو په سیمه او نړی کی د ملګرو ملتو د سولی د عسکرو دنوم لاندی د نور مظلوم بشریت به مقابل کی جنګوی او د دوی اخری مرحله به یی له دی وروسته  د نړیوال حکومت ( د خدایی دعوی ) اعلانول وی .
کله ‍ چه روسان د انګریزانو د راولپنډی شیطانی تړون په رازونو پوه شول ، چه  افغانستان  یی له حایل کیدلو او له هغه نیمه خپلواکی هم وویستلو، د افغانستان لره برخه ( لره پشتونخوا )   یی چه  انګریزانو تری د اجاری په ډول نیولی او افغانستان ته یی د هغو اجاره ورکوله ، د راولپنډی په نوی غلامی تړون کی یی هم د لری پشتونخوا شرعی قباله تر لاسه او هم یی د اجاری ۸۰زره کالداری په امان الله خان ودرولی  په مقابل کی یی د روسی سفارت د پرانستلو خپلواکی ورته ورکړی شوه امان الله خان د موجوده خپلواک افغانستان د بیا خپلواکه کول څه معنی لری ، بل مهم کار چه انګریزانو ترسره کړو هغه دا چه امان الله خان  یی هم د خپل بل غلام ( نادرخان ) په واسطه له هیواده وشړلو تر څو  روسان  تری دولیبال  توپ  جوړ نکړی .
روسان د انګریزانو په دی کار چه  د افغانستان  د لری پښتونخوا سیمی یی د خپل مستقیم تسلط  لاندی راوستلی  او  د افغانستان  د حایل کیدو اهمیت  یی له منځه یووړلو ،دی ته مجبو شول چه روسان بیا دا  پاتی افغانستان د حایل په ځای خپله مستعمره جوړه  کړی  ، د مستعمره کولو د پاره یی عیاش او بی کفایته پاچا  په مادی پیرزونو تیرویستلواو یا یی په نظامی یرغل او اشغال وویرولو ، د ترکانو په ځای  یی د روسانو سره نظامی تړون لاسلیک کړو چه په دی واسطه د روسانو د پاره د هر ډول لاسوهنو زمینه مساعده شوه ، چه په دی تړونونو  به څه رڼا واچوم :
نور بیا
د لمړی برخی پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغاان ځلمی

مسلمانو افغانانو ورونو سلامونه می ومنی : زما په اند ، د بیانزی صاحب لیکنی له حقایقو پرده لیری کړی ، چه انګریزانو زمونږ منلی امان الله خان ته د خپلواکی په ځای غلامی ورکړی ، دا خو د امان الله خان بی پروایی ده چه په دی لویه دنده او مسولیت کی یی د مسلکی او مسوله کسانو څخه کار اخستی وی ، نو که خپلواکی مو تر لاسه کولی نه شوه لږ تر لږه خپلواکی خو مو د لاسه نه وی ورکړی او که د کوم دلیل له مخی مو خرڅولی مفته خو به مو نه خرځولی ،… نور لوستل »

بسم الله

افغان ځلمی صاحب سلامونه درته وایم : زه وایم کیدی شی چه د بیانیزی صاحب او یا ستاسی هم ورسره معلومات نیم ګړتیا ولری ، تر هغی چه زه معلومات لرم ، داسی نه ده لکه څه چه تاسی یا هغه لیکلی ده

مجاهد غازی

افغاانانو ورونو ، دا لیکنه می ډيره خوښه شوه ، په دی نه چه زه به ورسره توافق ولرم یا ونه لرم ، ولی په دی چه ځینی خبری تر ډیره پټی وی ، استعمار تل له تور سپین او له سپین تور جوړوی یعنی حقایق تل د استعمار په ګټه تعبیر او تاویلووی ، دا مهمه نه ده چه هغه وخت څه شوی زمونږ په ګټه او که په تاوان وو ، لږ تر لږه اوس یی مخه و نیول شی ولی د اخبره خو د پیانزی صاحب تر ټولو سمه خبره ده ، چه اول خو هغه خپلواکی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x