شعـــــرونه

وطن ليلام شو !

ګل رنګه وطن مو نن ليلام شو خدايه خير
دا وار کار په لاس د بل غلام شو خدايه خير
موږ ته وو  را پاتي له پيړيو د حريت تاريخ
خرڅ مو د نيکونو ننګ او نام شو خدايه خير
نه به وي افغان نه به بچی د پښتنې مور وي
بند چي د ډالرو په دې دام شو خدايه خير
تا مو د ملالي او ناهيد هډونه وپلورل
لا مو اور تازه د انتقام شو خدايه خير
وينمه په خوب کي چي زمری چا پېزوان کړی وي
دا لکه چي خرڅ مو غيور قام شو خدايه خير
دا مو د شهيد د ارمانونو سره څه وشول ؟
لاندې مو تر خاورو پاک مرام شو خدايه خير
يا اَلله تباه کړې هغه څوک چي دين وطن پلوري
ستا درګاه ته لاس د خوار نظام شو خدايه خير
نظام کندهاری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x