شعـــــرونه

اوس انسان لیونی سوی

لیکوال: اسد الله رزین

اوس انسان لیونی سوی خپلې غوښې خوری چاغیږي
پری نشه اخلې بی حاله وي یوخوابل خواتمبیږي

ترقې د یوویشتم قرن تحفې دي چی رااوري
اوازې دي چې دي قرن کې انسان بیخي بدلیږي

داټکل په پیمانوکې دحالاتواټکل نشی ځاییدلای
عقل هم پخپل جوجوری کی داهیڅ نشی زغملای
نابلد شانته ناورین ده چې انسان پکې کړیږي
له فطرت سره بدې ده څوک يي نشی قبلولای

داد ظلم بغاوت ده له منطق سره يي کارنشته
عاطفې سره خپه دي انسانیت سره يي تار نشته
دمعا صرجهل وحشت ده د تنها عقل کرم کې
دشیطان لاس کې لوبیږې ورته نور اختیار نشته

دغرورکه بی باکې ده خودعجزهم اعلان ده
تجربې دغسې ښئ اود تاریخ هم دابیان د ه
داسې سوې په وارودي بیاهم کیږي بیله شکه
داد دوی نه ده خطادی دادخپل خالق جهان ده

بربریت زړه اچولی تیره سوې د بد به ده
حیران پاته هرڅه بدل دی خلاصه سوی يي نشه ده
د(رزین)باورهمدا، هغسې وسووچې کیده به
دفرارکنډوتری ورک ده په ماڼیويي حمله ده

جمعه دروځي ۱۰/۳۰شرقی بايي پاس ۱۹/۹/۲۰۱۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x