fbpx

د افغانستان- امريكا ستراتيژيك تړون د چا په ګټه دى؟

stratigec_taroonلكه چې ټول خبر دي په دې وروستيو كې د افغانستان اسلامي دولت او د امريكا د متحده ايالاتو چارواكي په داسې خبرو بوخت دي چې په پايله كې به د دواړو هېوادونو تر مينځ د اوږدې مودې يو سراتيژيك تړون لاسليك شي.

امريكا او ملګرو هېوادونو يې پر افغانستان د پوځې يرغل په پيل كې ويل چې د افغانستان خلك

د طالبانو او القاعده له خونړيو منګولو ژغوري، په دغه هېواد كې ولسواكي راولي، د وران افغانستان په ټولنيزه- اقتصادي بيا رغاونه لاس پورې كوي، د مخدره توكو د كر، توليد، سوداګرۍ او ترانزيت مخه نيسي، بشري حقونه خوندي كوي او…..

په پيل كې د افغانستان عوامو، ځينو سياسي كړيو، په لويديځو كې مېشتو روڼ اندو او تكنوكراتانو، دا امريكايي، ناتويي شعارونه، له خپلو اوسنيو او تاريخي هيلو او غوښتنو سره نژدې وموندل او له بهرنيو واكمنو او د هغوى له كورنيو ملاتړو څخه په هېواد كې د سترو بدلونونو تمه پيدا كړه؟ خو تېرو لس كلنو خونړيو تجاربو وښوده چې دا شعارونه د كورنيو واكمنو ځواكونو، ډلو او ډلګيو له اصلي ماهيت سره نژديوالى نه لري او د هېواد د مترقي ځواكونو هغه اصولي شك يي ثابت كړ چې په دې پروسه يې درلود او تل يې په خپلو خپرونو او ويناوو كې ګوته ورته نيوله.

په افغانستان كې د امريكا- ناتو، د دوى د افغان ملګرو، القاعده او طالبانو فعاليتونو ته په كتو داسې ويل كيږي چې امريكا له همغه لومړي پيله، په افغانستان كې د ترهګريزه اډو د له مينځه وړلو، امن او پرمختګ په نامه، خپل حضور ته تشې پلمې لټولې او كه نه طالبانو او القاعده خو د امريكا- ناتو د پرله پسې سياسي _ پوځي تېروتنو په سيوري كې ځانونه بيا سمبال كړل او د افغانستان په ډېرو سيمو  كې يې په وسله والو فعاليتونو لاس پورې كړى دى.

په منځني ختيځ او د افريقا په شمال كې د خلكو وروستيو پاڅونونو او لاريونونو، په سيمه كې نوې سياسي، پوځي فضا جوړه كړې ده. دې حالت د نوي نړيوال نظام چلوونكي او په سر كې د امريكا متحده ايالات دې ته هڅولي چې په سيمه كې د شتمنيو د منابعو او د واك د مراكزو د ساتلو په موخه، نوې تګلارې جوړې كړي او د نړيوال پانګه وال نظام په پراختيا غوښتونكو ستراتيژيكو اهدافو د تحقق له پاره نوې لارې ومومي.

د افغانستان له پاره د ستراتيژيك تړون وړانديز، د امريكا- افغانستان د اوږد مهاله استراتيژيكو همكاريو سند هم هغه تكتكي ګام دى چې په سيمه او نړۍ كې د امريكا- ناتو سياسي، پوځي او اقتصادي ګټې خوندي وساتي. په دې سيمه كې د امريكا په مشرۍ د نړيوالې ټلوالې جګړې دانګلو- امريكايي يرغلونو د لړۍ هغه تازه كړۍ ده چې په نژدې او منځني ختيځ كې څه باندې يوه پېړۍ مخكې پيل شوي او اوس منځنۍ اسيا ته هم رسيدلې دي. په افغانستان كې جګړه، په عراق كې جګړه، په ليبيا كې جګړه او ښايي نورې نوې جګړې ټولې د امريكا- ناتو د ګټو جګړې وي. پر افغانستان د امريكا- ناټو يرغل د سويل پر لوري د ستراتيژيكو توكو د موندلو، د تېلو او ګازو د نل ليكو د خلاصون او په منځنۍ اسيا او كسپين كې زېرمو د مالكيت جګړه ده. امريكا غواړي چې په ټوله نړۍ او په تېره بيا په منځني ختيځ، منځنۍ او جنوبي اسيا كې د تېلو او ګازو او نورو طبيعي ستمنيو په زېرمو لاسبري وي، د نويو سيالانو د پرمختګ مخه ونيسي، روسيه او چين به محاصره كې وساتي او په سيمه كې د اتومي وسلو پر مراكزو كنټرول ولري.

ليكوال شريف بهاند د Hans Peter په حواله ليكي چې (د امريكا د متحده ايالاتو موخه په نړۍ كې هر اړخيزه بر لاسي ده كه دغه هېواد وغواړي د نړۍ په هره سيمه كې د جګړې اور بل كړي؛ نو اړينه برېښي چي پوځي اډې را مينځته كړي).

هو! امريكا- ناتو په همدې نيت په افغانستان كې اډې غواړي او جمهور رييس حامد كرزى وايي چې په خپلو وړانديزونو كې يې (د امريكا لاسونه او پښې تړلي) او ژر به عنعنوي لويه جرګه راوغواړي چې په دې برخه كې پرېكړې وكړي؛ خو عنعنوي لويه جرګه د افغانستان په اوسنى اساسي قانون كې ځاى نه لري او دغسى يو دوديز جوړښت د اوسنيو ګړنديو سياسي او ټولنيزو بدلونونو په بهير كې خپل دريځ له لاسه وركړى او په رښتياني توګه د هېواد د بېلابېلو پرګنو استازيتوب نه شي كولاى.

په افغانستان كې روان حالت دا څرګندوي چې واكمن بهرني ځواكونه اوبه همداسې خړې ساتي. قانون په هېڅ صورت نه تطبيق كيږي، ملكي او بېګناه افغانان وژل كيږي، د خلكو د عقايدو او دودونو درناوى نه كيږي، د افغانستان د خلكو د ملي يووالي د ورانولو له پاره حساب شوي ګامونه پورته كيږي، د بيلونونو ډالرو حساب نشته، بې عدالتي او ظلم له حده وتلى او ……

داسې ښكاري چې امريكا- ناتو په روان حالت كې ګټې كوي او په خپل هر ګام، تكتيك، پلان او تړون كې خپلې اوږد مهاله ګټې په پام كې نيسي. د افغانستان خلك په دې لوبه كې د خپل ننني او سباني ژوند د ژور بدلانه كوم څرك نه ويني او ډېر ستومانه ښكاري.

ليكنه د احسان الله آرينزي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د