د ولسواليو د نيولو وياړ!، لیکنه: احسان الله آرينزى

nuristan_15څو روځې مخكې وسله والو  طالبانو د نورستان ولايت د (وانټ وايګل) ولسوالۍ ونيوه.

په لومړي سر كې داسې ويل كېدل چې درې سوه طالبانو نيمه شپه له څلورو خواوو څخه په ولسوالۍ يرغل كړى او سهار مهال يې نيولې ده؛ خو وروسته وويل شول چې پوليسو په لوى لاس دا ولسوالۍ د دولت مخالفينو ته پرېښې او دوى صحيح سلامت بل ځاى ته په شا شوي دي.

له دې اوازو سره په يو  وخت كې چارواكو وويل چې د دې ولسوالۍ د سقوط په هكله څېړنې كوي!

د افغانستان د دولت او په تېره بيا د كورنيو چارو وزارت له خوا د څېړنو كېدن اوس په يوه ټوكه بدل شوى.

كله چې يوه ولسوالي سقوط وكړي، كله چې د كوم شتمن سړى زوى اختطاف شي، كله چې د نجونو په كوم ښوونځي كې سمي مواد استعمال شي، كله چې چېرته جګړه پېښه شي او دولتي اړخ ته زيان ورسي، كله چې په جلال اباد كې په كابل بانك په رڼا روځ يرغل وشي، كله چې په تخار كې د كندز والي ووژل شي، كله چې د كندز په امنيه قومندان ځانمرګى بريد وشي، كله چې په اسمارو كې قومي مشر او جهادي قوماندان يا په كندهار كې امينه قوماندان خان محمد مجاهد ووژل شي، كله چې د چا د لكونو  ډالرو اختلاس خبره بربنډه شي؛ نو نوموتي وياندويان لكه ښاغلى وحيد عمر، ښاغلى جنرال عظيمي، ښاغلى بشري د رسنيو د استازو مخې ته ودرېږي او د نورو خبرو په څنګ كې هرو مرو دا ووايي چې دولت يا د دوى اړونده ارګان په دې هكله جدي څېړنې پيل كړي او ډېر ژر به تورن كسان د قانون منګولو ته وسپاري!

د وانت وايګل د ولسوالۍ په هكله هم همدا خبرې وشوې چې د سقوط د لاملونو د څېړنې له پاره به يو پلاوى وټاكل شي.

د حمل په يوويشتمه زمري صيب خبره تر څېړنو هم واړوله او وې ويل چې ملي پوليس تيارى نيسي چې د نورستان دا مهمه ولسوالۍ له طالبانو څخه بېرته ونيسي.

د افغانستان د سياسي- پوځي چارو كارپوهان په دې اند دي چې د نورستان د ولايت ځنې ولسوالۍ د دولت د مخالفينو له پاره ډېر اهميت لري.

دوى له دې ځايه ننګرهار، پنجشير او كنړ ته لار ميندلى شي، دوى د نورستان په غرنيو او صعب العبوره سيمو كې اډې او پټنځايونه جوړولاى شي او په سيمه كې د امريكايانو اردو او پوليسو په اډو عمليات كولاى شي.

داسې ښكاري چې په دې وروستيو وختونو كې طالبانو ته د نورستان ارزښت نور هم ډېر شوى. په شمالي وزيرستان باندې د امريكايي بې پيلوټه الوتكو توغنديي بريدونو، طالبان او د دوى ملاتړي القاعده دې ته اړ كړي چې ځان ته نور خوندي ځايونه وپلټي او ورو- ورو له وزيرستان څخه نورستان ته كډه شي.

بله دا چې طالبان او القاعده ډېره هڅه كوي چې جګړه د افغانستان له جنوب او ختيځ څخه شمال او لويديځ ته خوره كړي او امريكايان په يوه پراخه چريكي جګړه كې لا لهانده وساتي.

شمالي ولاياتو ته د تلن د پاره طالبان نورستان ته اړتيا لري. نورستان د بدخشان ګاوندى ولايت دى بيا تخار، كندز او بغلان ته د وسلو او سړو د رسېدو ښه مركز بلل كېداى شي.

د همدې هدف له پاره دا دوه- درې كاله كېږي چې په نورستان كې جګړې روانې دي. كله د برګ  متال ولسوالي سقوط وكړي او كله د وانت وايګل. كله پارون ته نژدې ډزى كېږي او كله كامديش لاس په لاس كېږي!

د نورستان والي جمال الدين بدر وايي چې اوس د كامديش برګمټال او انټ وايګل ولسوالۍ د مخالفينو په لاس كې دي.

القاعده او طالبان غواړي چې په نورستان كې پخې اډې جوړې كړې او د افغانستان شمال ختيځو سيمو ته د تګ راتګ خوندي لارې او ګودرونه ولري او جګړه پراخه وساتي.

بله خوا دولت او په افغانستان كې دېره امريكايي پوځيان بيا دا هڅه كوي چې په ټول افغانستان او په تېره بيا په هغه سيمو كې چې خورا ستراتيژيك ارزښت لري، امنيت ډاډمن كړي.

افغان دولت د نورستان د وانت وايګل ولسوالۍ ډېره مهمه بولي او پوهېږي چې د دولت مخالفين نورو سيمو ته د نفوذ د خورولو لار لټوي؛ ځكه وانت وايګل او برګ مټال له چترال سره د تګ راتګ اسانه؛ خو خوندي غرنۍ لارې لري.

د سيمې ځېنې استخباراتي كړۍ هم د افغانستان د شمالي سيمو د ناامنه كولو له پاره نورستان كليدي لار بولي. په همدې حال كې دا هم ويل كيږي چې د سوات نامتو قوماندان ملافضل الله، له خپلې سيمې څخه تر تېښتې وروسته له پنځه سوه كسانو سره په نورستان كې ځاى په ځاى شوى دى.

په افغانستان كې د ناتو عمومي قوماندان جنرال ديويد پترايس د هېواد ځېنو ختيځو سيمو ته د القاعده بيا راتګ په ضمني توګه تاييدوي او وايي چې دا حضور كمرنګه دى.

تېره اونۍ وال ستريت ژورنال روځپاڼې لېكلي وو چې القاعده د افغانستان په ځينو ختيځو غرنيو سيمو كې ځالې او اډې جوړې كړې دي.

كه سړى د نورستان روان حالت ته ښه ځير شي، په دې پوهېږي چې يو څه روان دي، پروسږكال د برګ متال ولسوالۍ دوه يا درې ځلې لاس په لاس شوه او دا دى د وانت وايګل ولسوالۍ سقوط كړى.

د نورستان د نورو ولسواليو حال هم همداسې دى. هېڅ ولسوالۍ په بشپړه توګه نه ده فعاله او څو  جلا وطنه دي. يا په مركز پارون كې دفترونه لري او يا په ګاونډ ولسوالۍ كې يوه كوټه لري چې د افغانستان د اداري جوړښت په سيستم كې خپل ځان ژوندى وښيي او معاشونه واخلي!

دلته اوس يوه اساسي خبره شته چې د كورنيو چارو وزارت او د سيمه ييزو ارګانونو ادارې له مشرانو سره يې شريكول غواړم.

په اوسني افغانستان كې داسې په لسګونو  ولسوالۍ شته چې عملاً  فعالې نه دي. دا ولسوالۍ كه د مخالفينو په لاس كې هم نه دي، خو مړې دي او كار نه كوي. د غزني، وردګو، كندهار، زابل، هلمند، نيمروز، پكتيا، پكتيكا، لوګر، بغلان، كندز، نورستان، كنړ، لغمان، غور، فراه او بادغيس ځينې ولسوالۍ واقعاً فعالې نه دي. د حلوا- حلوا په يادولو خوله نه خوږه كېږي.

كه دولت وايي چې په دې ټولو ولسواليو كې ولسوالان او امنيه قوماندانان لري، دا د ولسواليو د فعاليت مانا نه لري. فعاله ولسوالي هغه ده چې په سيمه كې بشپړ امنيت ټينګ وي. ملي پوليس د خلكو د امنيت د ډاډمن كېدلو په كار بوخت او د نظم او قانون ساتونكي وي. خلك ځان له دولت سره نژدې وبولي. خلك دولت خپل وبولي. كه خلك دولت خپل وبولي، هېڅوك د دولت په ضد توطيه نه شي كولاى، په ولسوالۍ كې د دولت مامورين د خلكو خدمتګاران وي، امنيه قوماندانان خپله دنده سرته ورسوي، قاضي د خلكو غږ واوري او عدالت تامين كړي، د پوهنې مدير د خلكو د اولاد له پاره د زده كړې شرايط برابر كړي چې سبا خپل ځان، خپلې كورنۍ او خپل هېواد ته صالح مسلكي كادرونه جوړ شي، د كرنې مدير له بزګرانو سره مرسته وكړي چې له خپلو زمكو څخه ښه حاصل واخلي، د كليو د پراختيا مدير د كليوالو اساسي ستونزې په پام كې ونيسي او د كليوالي ژوند د بدلانه او پراختيا له پاره كار وكړي، د روغتيا مشر ډاكټر خلكو ته د روغتيايي اسانتياوو د برابرولو له پاره زيار وباسي، د اطلاعاتو او كلتور مسوول خلكو ته رښتياني معلومات، اطلاعات او خبرونه ورسوي او دوى د نړۍ په وروستيو پرمختګونو او پېښو خبر وساتي او د ټولو په سر كې ولسوال د ولسوالۍ د مشر او د خلكو د خدمتګار په توګه د سيمې د عقايدو، دودونو، ښځو او مشرانو درناوى وكړي او د خداى د يوه صالح (خليفه) په توګه كار وكړي، يقيناً چې په ټوله ولسوالۍ به اغېز ولري او خلك به د دولت د اصلي مدافعينو په توګه له ځانه سره ولري. كه داسې نه وي ولسوالۍ به يوه ودانۍ وي چې كانكريټي ديوالونو كلابنده كړي وه او ولسي مراجعين به ونه لري. خلك به جلا وي او د ولسوالۍ چارواكي جلا.

د افغانستان د ډېرو ولسواليو همدا حال دى. د افغانستان چارواكي بايد په دې پوه شي چې ولسوالۍ يوه لويه سيمه ده چې په زرګونو اوسېدونكي لري. سپين ږيري، ښځې، ځوانان او ماشومان. ولسوالي او حكومت د دې خلكو په زړونو كېږي. دولت بايد ولسوالي د يوه تعمير او څو مامورينو له كمكي مفهوم څخه وباسي. كه اوس دولت د وانت وايګل ولسوالي بېرته ونيسي.

مانا به يې دا وي چې يوه ړنګه ودانۍ به يې بېرته نېولي وي، لكه د برګ متال ودانۍ، لكه د موسى كلا وداني، لكه د غورماچ وداني، لكه د چار درې وداني او داسې نور!

دا نيول په هېڅ صورت د ولسوالۍ د ټولې سيمې د نيولو او د خلكو په زړونو او اذهانو د حكومت كولو مانا نه لري. دا همغه د تشو او ړنګو ودانيو نيول او بايلول دي. كله- كله دا ودانۍ خرڅېږي او اخستل كېږي. د دولت سيمه ييز چارواكي يا د سيمې سوداګر تنظيمي قوماندانان يې اخلي او خرڅوي او ګټې كوي او كله يې مخالف لوري اخلي او خرڅوي.

په هغوى كې ډېر داسې عناصر شته چې ملي ګټو ته هېڅ ارزښت نه وركوي او د القاعده او سيمه ييزو استخباراتي كړيو له غوښتنو سره سم وړاندې ځي او وروسته ځي.

او كه د افغانستان د كورنيو چارو وزارت غواړي چې د وانت وايګل د ولسوالۍ د نيولو وياړ وګټي؛ نو دې خبرې ته دې پام وكړي چې د يوې ړنګې ودانۍ په نيولو اكتفا ونه كړي. د سيمې د خلكو زړونه دې فتح كړي او په زړونو دې پاچايي وكړي. تجربې ثابته كړې چې هغه واكمني پايښت لري چې د خلكو ملاتړ له ځانه سره ولري. په پرديو توپونو او ټانكونو حكومت نه كېږي او كه وشي هم دوام نه لري او ژر د وانت وايګل د ولسوالۍ په څېر سقوط كوي!

لیکنه: احسان الله آرينزى

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د