افغانستان

راکټي برید د هلمند په سنګین کې د یوې کورنۍ پنځه مېرمنې او یو ماشوم وژلي

نن ټکی اسیا(دوشنبه،د تلې۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت څخه تر لاسه شوی خبر کاږي، چې تېره شپه د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ په څاروان کلا سېمه کې پر یو کور د راکټ مرمۍ د را پریوتو له کبله د یوې کورنۍ یوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پېښه د سنګین ولسوالۍ د څاروان کلا د کوټې سېمي په تور خولیانو کلي کې پرون د شپې شاوخوا لس بجې را منځته شوې، چې په پایله کې یې د حاجي محمد اکا په نوم د یوې کورنۍ پنځه مېرمني او یو ماشوم شهیدان او د کورنۍ د نارینه او ښځینه غړیو په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي.

ویل کېږي، چې پېښه له هغې وروسته را منځته شوه، چې په سېمه کې د پولیسو له پوستې سره خوا کې د ډزو غږونه واوریدل شول او بیا له همدې ځایه د توپونو او نورو درنو وسلو لوری پر یاد کلي ور برابر شوی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم پېښه غندلې او د پېښې ټولې قربانیان ملکیان او د یوې کورنۍ غړي بولي.

نوموړي د پېښې مسؤلیت په سېمه کې د مېشتو امنیتي ځواکونو د پوستې پر منسوبینو ور اچولی او دا یې د  هغوی یو نه بخښل کېدونکی جنایت بللی.

د یادونې وړ ده، چې د هلمند د ډېری سېمو په تېره بیا، د سنګین زیاتره اوسېدونکي له اوږدو مودو راهیسې د جګړې د ښکېلو غاړو په منځ کې پراته او وخت نا وخت د دې ته ورته پېښو په ترڅ کې تلفات او کړاونه ګالي. دوی یو ځل ان له حکومته د سېمي د پرېښودو او په خپلو مټو د امنیت د تامینولو غوښتنه کړې وه، خو چا پرې غوږ لا هم ګرولی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x