ناتواني كه تكتيك ؟؟؟ لیکنه: محيب رحمتي

jail_in_Kandahar_April_25_2011په افغانستان كي ډېرى وخت داسي پېښي رامنځ ته كيږي،چي ډېري جالبي وي، چي هيڅ د منلو امكان نه لري،كه يې لږ نور پسې وڅېړو په نړيوالو عجيبو پېښو كي به وليكل سي، چي په دې تاريخ په افغانستان كي داسي پېښه رامنځ ته سوې وه.

كه يې كوچني ته وكړې هم به وايي، چي نه داسي ناممكنه ده، خو داسي خلك سته چي دا نا ممكنه كار ممكن كوي

او عملي جامه ور اغوندي، خو سوال دا دى چي څنګه دوى دا ناممكن كار كوي؟

لوړ پوړي چارواكي تل دا دعوې كوي چي موږ د امنيت په راوستلو كي پوره هڅه كړې ده، د دوى له ټينګا سره سره بيا هم هره ورځ له پولو په سلګونو مخالف وسلوال اوړي ر ا اوړي، هغه هم په مهماتو سمبال، په كليوالو سيمو كي وسلوال په ښكاره خپل قانون په خلكو عملي كوي، په بازارونو، په لويو ښارونو ان په پلازمينه كابل كي چاودني كيږي، پوره يو ماركيټ يرغمل كيږي،

د دنيا هغه پر مختللې ټيكنالوژي چي په افغانستان كي هم شتون لري، چي د پنځه سوه متره په واټن كي غږ ثبتوي، پل موندونكي، مخفي كمرې، چي د هر دولتي ودانۍ په دېوالو ځوړندي وي، له دې ټولو سره سره بيا هم د دولت مخالفين په دې توانېږي چي خپل هدف ته ځان ورسوي

دا لومړى ځل نه دى، چي د كندهار محبس څخه بنديان په تېښته بريالي كيږي، څه يې په جنګ، څه يې په تكتيك، مطلب له تښتېدو دى، هغوى چي په هره لاره وي ځانونه يې له محبس نه و ايستل

تېره شپه هم طالبان په خپل تكتيك كي كامياب او ۵۴۱ بنديان له محبس څخه وتښتېدل، دوى تر ځمكي لاندي تونل ور ايستلى و، چي تونل همداسي سيدا د محبس هغي برخي، چي طالبان په كي بنديان و ور سورى سوى دى

طالبان ادعا كوي چي بعد له درو مياستو او څو ورځو وروسته، په دې توانېدلي چي تونل د محبس هغي برخي ته ورسوي چي طالبان په كي بنديان و، د شپې په ۱۱ بجې يې د بنديانو په وتلو پيل كړى او د شپې تر ۳ پوري يې مطلوب كسان،  د سل ۱۰۰ تنه په شاوخوا غير مطلوب سياسي، جينايي بنديان هم ورسره خلاص كړي دي، هغه طالب بنديان چي په محبس  شكنجه شوي او زخميان و او د تګ نه و په موټر كي لېږدولي دي، په دې بنديانو كي د طالبانو د ۳۰ په شاوخوا كي مهم كسان قوماندان دي،

په هر حال، طالبان په مقصد كي كامياب سول، خو پوښتنه دا ده، چي طالبانو څنګه د حكومت له وېري په بې غمۍ سره دا تونل د درې مياستو او څو شپو په اوږدو كي وواهه، حكومتي چارواكي چي په سيمه كي ځان په امينت وړاندي بولي، بيا داسي غټه پېښه څنګه ترې خوندي پاته كېږي؟ طالبان څنګه هدف ته رسېږي؟ كله چي طالبان له محبس  څخه دتونل له لاري وځي، پيره داران چېرته دي؟ دومره ډېر بنديان چي له محبس څخه وزي، د پير دارانو څنګه نه ورپام كيږي؟ ايا په دې كي خوبه د لوړ پوړي چارواكو لاس نه وي؟ ايا بهرنيو كړيو خو به ورسره مرسته نه وي كړې؟ طالبانو څنګه اندازه ولګوله چي موږ به تونل تر دې ځايه وهو؟ هغوى څنګه دا كار تر سره كړ؟

دا ټولي هغه پوښتني دي چي نن يې ټول ولس په سرګردانۍ كي اچولى دى، حكومت چي لا له وړاندي خپل اعتبار له لاسه وركړى دى، دې پېښي يې نوره هم ناتواني څرګنده كړه، دا يې په ډاګه كړه چي حكومت د خلكو په ساتلو كي پاته راغلى دى، حكومت نور دا توان نه لري، چي د افغانستان او ولس ساتنه وكړي، د افغانستان حكومت د نړيوالو حكومتونو په څېر دوه مخي سياست ته لاره كړې ده، د نړيوالو حكومتونو په څېر تل په خپلو ژمنو كي پاته راغلى دى، او د ولس په سترګو كي په سپينه ورځ خاوري شيندي، كه دا لړۍ همداسي روانه وي، لري نه ده، چي ولس به د حكومت په وړاندي ودرېږي

دا به په راتلونكي كي معلومه سي، چي طالبان څنګه خپل هدف ته ورسېدل، آيا له هغوى سره د لوړ پوړو چارواكو ملاتړ و؟ آيا له هغوى سره د بهرنيو كړيو مرسته وه؟

دا هغه پوښتني دي، چي اوس ورته ځواب ويل له وخته مخكي خبره ده

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د