ټولنیزه برخه

دا فتنه مه پرېږدئ چې لویه شي!

لیکوال: شفیع اعظم اوریاخیل

زموږ په ټولنه کې تر بلې هرې پدیدې زیاته د بیدنه ځوانانو لوېدل او ډېرېدل خطرناک دي. دا طبقه خلک که په ټولنه کې د معلم په بڼه را څرګند شي علم او که د کاسب په بڼه را څرګند شي نو کسب بدناموي.

زموږ خلکو په پېل کې له عصري علومو سره هېڅ ډول ستونزه نه بلکه بېسارې مینه درلوده او په همدې اساس یې خپل تنکي بچي له خپلو خوږو غېږو بېل او د علم د لاسته راوړلو په موخه یې مخ په ښار واستول. یو شمېر تنکي ځوانان ښار ته په رسېدو سره د علم پر ځای اخلاقي فساد ته مخه کړه او د بېدنه کړیو په دام کې ونښتل.

کله چې دا طبقه ځوانان بېرته کلیو ته ستانه شول نو د پلار په ږیره، د کلیوال په لباس او د ملا په افکارو یې تمسخر پېل کړ.

د ټیکنالوژئ له ودې سره ځوانان کولای شي خپل افکار او نظریات د ټویټر، فیسبوک او دیته ورته نورو ټولنیزو شبکو له لارې له یو بل سره شریک کړي. په ورستیو کې ځانګړې کړئ له دغه پرمختګ نه په ګټه اخستنې سره هڅه کوي هغه تنکي ځوانان چې له دین او عقیدوي مسایلو بې خبره دي د خپلو افکارو تر اغیز را ولي. دوي هڅه کوي چې په ټولنیزو شبکو کې له ځوانانو سره داسې پوښتنې مطرح کړي چې هغوي په مستقیم ډول دین ننګوي او د ځوانو ترمنځ دوه ډلې رامنځته کېږي چې یو ورسره موافق او بل هم د مخالفت غبرګونونه ښکاره کوي.

دا ځوانان که له پوهو او لوستو افرادو سره مخ شي نو په منطقي دلایلو سره یې بېرته سمې لارې ته هڅوي خو که چېرې له احساساتي اسلامپالو ځوانانو سره مخ شي نو هغوي یې هم په ارتداد محکوموي او همدا لامل دی چې له شرمه او یا له عقدې نور هم د ګمراهیو په دام کې ګېر او خپلو لومړنیو ملګرو ته پناه یوسي.

دغه کړئ په کابل او یو شمېر نورو ځایوکې فیزیکي حضور لري چې هلته ورته په سیستماتیک ډول د کتابونو او د یو شمېر سایټونو ادرسونو د تبادله امکانات برابرېږي ترڅو په دغه لاره کې نورو ته د لاسنیوي جوګه شي.
موږ وینو چې هره ورځ یو شمېر ځوانان دغه منفي لوري ته تمایلات ښکاره کوي او په یادو شبکو کې یې په څرګند ډول نښې نښانې موندل کېږي.

زموږ په ټولنو کې دا تهاجمي څپه نوې نده بلکه څو لسیزه وړاندې ورته کیسه پېښه شوه چې په پای کې د دی لامل شوه چې د مکتب او مدرسې، کلي او ښار ترمنځ واټن رامنځته شي او له دې وروسته خلکو مکتب ته د بیدنۍ د یوې زانګو په سترګه کتل.

د مهاجرتونو او نورو تکالیفو د ګاللو وروسته دا دی اوس په نسبي ډول دا واټن کم شوی، خو که چېرې په نوي نسل کې د مخ پر ودې سیکولریزم تخم او د دین پر وړاندې د بېتفاوتۍ کلتور مخه ډپ نه کړل شي نو په افغانستان کې به د بدبختیو او روسته پاته والي لړئ دوباره تکرار شي.

بیا د مکتب او مدرسې، ښار او کلي ترمنځ د جګړې زنګ په کړنګېدو دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x