امریکا هدهد نه ده !! لیکنه: زخمي افغان

jail_in_Kandahar_April_25_2011هدهد چې په پښتو کې یي ځیني ملاچرګک بولي یوډول مرغه دی ، چې برګې بڼکې او په سرباندې یوکاکل لري ،دا دمرغانو په دنیا کې یوافسانوي مرغه بلل کیږي او په اړه یي ډیر کیسې مشهورې دي ، په عربي ادبیاتو کې هُد هُد ته ترټولو دسترګور او تیز نظر لرونکي ژوندي ساري په سترګه کتل کیږي ، عرب متل کوي ( فلان أبصر من هُدهُد ) یومشهور دیني پوه علامه جاحظ په قرانکریم کې  دهدهد دیادونې په ځای کې زیاتوي

چې هدهد یوډول مارغه دی چې فوق العاده تیز نظر لري ، تردې چې الهي پیغمبر سلیمان علیه السلام ته به یي ترځمکه لاندې  چینې اود اوبو منابع ورښودل .

ښایي له همدې امله وي چې اوس هدهد په ډیره تیز نظرۍ متل ګرځیدلی دی ،او دایو عام باور دی چې هدهد مارغه ترځمکې په مترونو لاندې شیان لیدلای شي  .. په هرحال liberty-crying

آبله ورځ مې له یوچا سره دامریکا دلاسرسیو او امکاناتو په سر بحث وه ، نوموړي کس چې ښه له دنیا خبر سړی هم دی ، دامریکا په بې دریغه کمالاتو او جادویي ټیکنالوجۍ یي ژبه ټکوله ، ده داسې ګڼله چې ګواکې امریکا چې څه وغواړي کولای یي شي ،تردې چې  دخپل تادوه تقریر په یوه برخه کې یې داسي مخاطب کړم چې امریکا تیار هُد هُد دی هُد هُد ، ترځمکه لاندې شیان ویني .

تردې وړاندې ما داسې تبلیغات اوریدلي وه ، چې امریکایان له خپل سټلایټ څخه دځمکې په مخ دوه انچه شی هم ویني ، خودا دعوه بیخي راته نوې وه ، چې ګواکې امریکایان دځمکې له منځه هم خبردي .

نن سهار مې واوریدل چې طالبان په کندهار کې دیوه ځمکني تونل له لارې په دې توانیدلي ترڅو دامریکایانو دبې شمیره امنیتي پوستو ، څارونکو کامرو ، بالونونو، خندقونو ، اغزنو سیمانو او ریګي جوالونو له منځه خپل ۵۴۱ تنه بندیان په صحیح سلامته توګه راوباسي .

دا خبرمې چې نن سهار اوریدلی عجیبه داده چې څومره یي پسې پلټې همدومره یي جالب اړخونه رابرسیره کیږي ، په دې لړکې داسې ویل کیږي ، داتونل طالبانو دکندهار محبس له جنوبي خوا ، دکابل هرات دلویي لارې له بل اړخ څخه له یوه کور څخه را ایستلی دی ، طالبانو پوره پنځه میاشتې کار په کې کړی دی ، له تونل څخه راوتونکي خاوره طالبانو بې خاره په کندهارښار کې په موټرو موټرو خرڅوله ، دغه راز یي خښتې ترې ایستې او دپختن لپاره یي بټیو ته ورکولې ، تونل په عادي توګه ترځمکه لاندې دوه نیم متره ژوروالی درلود، ویل کیږي چې طالبانو یوځل ترځمکه لاندې دزندان په خوا ایستل کیدونکې لاره ورکه کړې وه ، او په بله تللي وه ، چې وروسته یي  له امريكايي  !! ټیکنالوجۍ   GPS    نه په استفاده بیرته خپله لاره سمه کړه ، چې همدې ستونزې دطالبانو کار ترپنځو میاشتو ځنډمن کړ، ترځمکه لاندې دالاره  لکه څنګه چې دهرات ترپاخه سړک لاندې تیره شوې ، ترټولو په زړه پورې داده چې دکندهار ددې ستر محبس دعمومي دروازې او عمومي سړک سره موازي راغلې او زندان ته ننوتې ده ،طالبان وایي چې ددوی داهیښونکې لار دامریکایانو او داخلي عسکرو دڅارګرو پوستو نه هم لاندې تیره شوې ده ، ددې زړه ته نه لویدونکي پلان په پایله کې تیره شپه طالبان په دې توانیدلي چې خپل ټول بندیان چې شمیر یي ۵۴۱ ته رسیده له محبس څخه په خوندي توګه وباسي .

داوس لپاره ددې پیښې نور شاربل لوستونکو ته پریږدم ، خو حاضر دمه غواړم دا کوچ ترې راوباسم او لوستونکي خبر کړم چې بالاخره ثابته شوه چې ( امریکا هدهد نه ده )

که امریکایانو ترځمکه لاندې شیان لیدلای  ، نودغه پنځه نیم سوه طالبان به یي لیدلي وای ، چې ددوی ترقرارګاه لاندې تیر شول ،او دوی پنځه ساعته وروسته هغه مهال پرې خبر شول چې طالبانو په رسمي کچه دپیښې خبر مطبوعاتو ته ورکړ .

په ټوله کې ،داباید تریوه حده ومنو چې امریکایان دنړۍ په کچه پرمختلي تیکنالوجي او امکانات لري ، خوداهم باید ورسره ضمیمه کړو چې انساني وس بیا هم انساني وس او کمال دی ، چې انتها او اختتام لري ، امریکایان همدا اوس خپلې ټیکنالوجۍ په ځان غره کړي اودې ته یي تړلي ترڅو په هرقیمت چې وي باید له افغانانو نه داجګړه وګټي ، خودا باید په یاد ولري چې دجګړو ګټل او بایلل ، دوسائل او امکاناتو ترڅومره والي تړاو نه لري ، بلکې دعقیدې ، هدف او ارادې ترڅرنګوالي تړاو پیدا کوي ، چې دکندهار دتیرې شپې جریان هم یوازې همدا حقیقت  رابربنډ کړ .

زخمي افغان


avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د